جرگه
From Wikipedia, the free encyclopedia
جرګه د مشرانو هغه دودیزه ناسته ده چې په ترڅ کې یې افغانان د ټولو د نظرونو او پښتونوالې له مخې تصمیم نیسی. دا هغه قومي کلتوري سیستم دی چې د نن ورځې له ثابتو او مکتوبو قوانینو څخه لرغونې ده او د پښتنو تر منځ د شخړو د هواري لباره تر سره کېږي. دغه سیستم د افغانستان او پاکستان په ځینو نورو قومونو کې چې د پښتنو له دودونو څخه اغېزمن شوي (چې له تاریخي اړخه ورته افغان ویل کېږي) هم دود ده. د جرګې لومړۍ موخه دا ده تر څو د قومونو تر منځ له جګړو څخه مخنیوی وشي. جرګې زیاتره په افغانستان کې تر سره کېږي، خو د ګاونډي پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چېرې ته چې ټول پښتانه اوسي هلته هم تر سره کېږي. د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ ز کال کې د ۲۰۱۷ز کال د شخړو د هواري ځایناستی قانون په دې خاطر تصویب کړ تر څو جرګې هم په رسمي قضايي نظام کې شاملي شي. د پاکستان عالي دیوان د ۲۰۱۹ز کال د جنوري په میاشت کې د ښځو د وضعیت د ملي کمېسیون (NCSW) او د اساسي قانون او د بشر د حقونو د نورمونو د سپکاوي په اړه د رپوټونو له خوا د غوښتنې په ځواب کې، د جرګو تر سره کول تر هغه ځایه چې قانون اجازه ورکوي او یوازې د حکمیت لپاره د یوې مجمعې، منځګړتوب، خبرواترو او په یوه مدني شخړه کې د ښکېلو غاړو تر منځ د پخلاینې تر بریده پورې، محدود کړ.[1][2][3]
د ایکونومېسټ مجلې له مخې، «وحشي توب له دې اړخه له جرګې سره مترادف دی» چې په هغو کې د مجرم د کور سوځوونې په څېر سزاګانې کارول کېږي، په داسې حال کې چې د نورو له نظره دا ډول سزاګانې نادرې دي او د لرو پرتو سیمو د نالوستو خلکو کار یې بللی. په هغه مقاله کې چې د ۲۰۲۰ ز کال د جون په لومړیو کې د پاکستان په ډاون نومې ورځپاڼه کې خپره شوه وايي، چې ناقانونه جرګې یوازې د قبایلي سیمو په ولسوالیو پورې محدود نه دي، بلکې په ټول پاکستان کې له قانوني خوندیتوب سره تر سره کېږي. [1][2]
که څه هم د پاکستان عالي دیوان د ۲۰۱۹ ز کال په جنوري کې په جرګو او پنچایتونو (وړو جرګو) کې د ناقانونه کړو وړو پر وړاندې رایه ورکړه، خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ۲۰۱۹ ز کال د جولای په میاشت کې وویل چې د ده حکومت د جرګو د نظام تداوم ته ژمن دی. [3]
د شیخ عبدالرشید د ویناوو له مخې، نارسمي جرګې د ښځو پر وړاندې د بشر د حقونو د سترو سرغړونو سرچینې دي. رشید وايي چې خلک لا اوس هم په پر له پسې ډول د قومونو تر منځ د جګړو د ځاني ګواښونو له خطر سره مخ دي او د هغوی کارونه د همدې جګړو له امله اغېزمن شوي دي. په ورته وخت کې د هغوی ښځې هم د سختو کارونو او خیرات ټولوني کارونو ته اړ اېستل کېږي. رشید وايي چې د هغه تصور برخلاف چې په جرګو کې د چټک عدالت د ګټو په اړه شته، د جرګې پریکړې د ښځو، لږه کیو او هغو کسانو د محکومیت لامل ګرځي چې له اقتصادي اړخه ضعیف دي. [4]
د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې پورې د پښتونخوا په بنو ښار کې د پښتون قامي جرگه لومړۍ غونډه جوړه شوه چې په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې پرتو ستونزو خبرې وشوې.