پروډنس کرانډل
From Wikipedia, the free encyclopedia
پروډنس کرانډل (زوکړه: د ۱۸۰۳ زکال د سپټمبر ۳مه – مړینه: د ۱۸۹۰ زکال د جنوري ۲۷مه نېټه) امریکايي فعاله او د ښوونځي ښوونکې وه. دې په متحده ایالاتو کې د تورپوستو لومړنی ښوونځی («د رنګین پوستو نجونو ښوونځی») اداره کاوه چې د کانکټیکاټ په کانټربری کې یې موقعیت درلود. [6]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
زدکړنځی | |
دنده |
عمومي معلومات |
---|
جایزې |
---|
هغه مهال چې کرانډل د سارا هریس په نامه ۲۰ کلنه افریقايي الاصله امریکايي نجلۍ د ۱۸۳۲ زکال پر مهال په خپل ښوونځي کې شامله کړه؛ له دغه مهال څخه وروسته دغه ټولګی په متحده ایالاتو کې د لومړني ګډ ټولګي په توګه په پام کې نیول کېږي. ورته مهال د سپین پوستو ماشومانو کورنیو له دغه ښوونځي څخه د خپلو ماشومانو ویستو ته مخه کړه. پروډنس چې یوه «سخت سرې» نجلۍ وه د دې پر ځای چې یوازې له دغې تورپوستې زده کوونکې وغواړي ښوونځی پرېږدي، پرېکړه یې وکړه چې که چېرې سپین پوستې نجونې له تور پوستو سره په یوه ټولګي کې ګډون نه کوي نو دا به یوازې تورپوستو نجونو ته زده کړې ورکړي. هغه ونیول شوه او یوه شپه یې هم په بند کې تېره کړه. ډېر ژر د سیمې د خلکو تاوتریخوالي اړ کړه خپل ښوونځی وتړي؛ همدا و چې له کانکټیکات څخه یې کډه وکړه او بیا هېڅکله هم دلته راستنه نه شوه. [7][8][9][10][11]
ډېره موده وروسته د هارټفورډ د یوه وګړي مارک ټواین په لابي ګرۍ د کانکټیکاټ قانون جوړونکو د کرانډل د ستاینې او همدارنګه هغې ته د تقاعد د حقونو د ورکړې په موخه یو پرېکړه تصویب کړه. ټواین دې ته وړاندیز وکړ چې د خپل تقاعد د مهال په موخه په کانټربري کې خپل پخوانی کور وپېري، خو هغې رد کړ. نوموړې څو کاله وروسته په ۱۸۹۰ زکال کې مړه شوه. [12][13]
دا په ۱۹۹۵ زکال کې د کانکټیکات د عمومي اسمبلۍ له خوا د کانکټیکات رسمي اتله وبلل شوه.