From Wikipedia, the free encyclopedia
Lua error in Module:Wikidata2/monolingualtext at line 4: assign to undeclared variable 'fetchName'.
ټیوډور روزولټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د سږو امبولي |
استوګنځای | نيويارک |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 179 سانتي متره ، 178 سانتي متره |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
رکن | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي [1] |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | کولمبيا پوهنتون |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د متحده ایالاتو سیاسي نظام |
پوځي خدمت | |
مقام | ډګروال |
جګړه/جګړې | د هسپانیې ــ امریکې جګړه [2] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ټیوډور روزولټ (۱۸۵۸ز د اکټوبر ۲۷مه - ۱۹۱۹ز کال د جنوري ۶مه) چې ډېری وختونه د ټیډي یا د هغه د نوم د لومړیو تورو (TR) په نوم هم پېژندل کېږي، یو امریکایي سیاستوال، محافظه کار، طبیعت پوه، تاریخپوه او لیکوال و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ دمخه د ۱۹۰۱ز کال له مارچ نه تر سپټمبر پورې د ویلیم مک کینلي په مشرۍ د ۲۵م ولسمشر د مرستیال او له ۱۸۹۹ز کال نه تر ۱۹۰۰ز کال پورې د نیویارک د ۳۳م والي په توګه هم دندې تر سره کړې دي. نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مک کینلي له وژنې وروسته ولسمشر وټاکل شو او د انحصار ضد او پراختیایي تګلارو لپاره یو محرک ځواک وبلل شو.
روزولټ یو ناروغه ماشوم و او له ساه بندۍ ناروغۍ نه کړېده، خو وروسته یې په ژوند کې د یو لړ ستونزمنو کړنلارو په منلو سره تر یوه بریده خپلې روغتیایې ستونزې حل کړې وې. هغه په خپل کور کې زده کړي کړې وي او هغه کتاب، چې د ۱۸۱۲ز کال سمندري جګړې په نوم یادېده او په ۱۸۸۲ز کال کې خپور شو، چې نوموړی ته د یوه پوه تاریخ لیکونکي او نامتو لیکوال شهرت ور په برخه کړ. سیاست ته له ننوتلو سره، هغه د نیویارک ایالت په مقننه قوه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د اصلاح غوښتونکي ډلې مشر وټاکل شو. د روزولټ ښځه او مور دواړه په یوه شپه مړه شول، چې له امله یې هغه رواني ګوزار ولید، خو وروسته په ډاکوټاس کې د غواګانو د فارم په اخیستلو او چلولو سره بېرته روغ شو. هغه د ولسمشر ویلیم مک کینلي په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه هم دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۸ز کال کې یې د هسپانیا په وړاندې د خورا بریالۍ سمندري جګړې په پلانولو کې مرسته وکړه، خو وروسته د (Rough Riders) د جوړولو او رهبري کولو په پار له خپلې دندې نه استعفا وکړه، (Rough Riders) هغه واحد و، چې په کیوبا کې یې له هسپانوي پوځ سره تبلیغاتي جګړه کوله. روزولټ د جګړې د اتل په توګه له بېرته راستنېدو سره سم په ۱۸۹۸ز کال کې د نیویارک والي وټاکل شو. د نیویارک ایالت د ګوند مشرتابه د هغه حریصه اجنډا نه خوښوله او مک کینلي یې قانع کړ، چې روزولټ د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنو کې خپل مرستیال وټاکي، په دې ډول روزولټ په کلکه د ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړ او د مک کینلي او روزولټ ټکټ د سولې او سوکالۍ د پلټ فارم پر بنسټ ستره بریا ترلاسه کړه.
روزولټ د ۱۹۰۱ز کال په سپټمبر کې د مک کینلي له وژل کېدو وروسته په ۴۲ کلنۍ کې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په دې توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر شو. روزولټ د پراختیایي غورځنګ مشر او د مربعي معاملو «Square Deal » کورنیو تګلارو، لکه: د اتباعو منځني قشر ښه والی، د انحصار ضد قوانین، د ریل پټلۍ تنظیم، خالص خواړه او درملو اتل و. هغه ملي پارکونه او ځنګلونه، چې موخه یې د هېواد طبیعي زېرمو ساتل و، جوړ کړه. په بهرنۍ تګلاره کې، هغه په منځنۍ امریکا تمرکز وکړ او د پاناما کانال د جوړولو چارې یې پیل کړې.
هغه خپل سمندري ځواک پراخ کړ او د دغه سمندري ځواک د ښودلو لپاره یې یوه لویه سپینه بېړۍ په نړیوال سفر واستوله. د روسیې او جاپان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د هغه بریالۍ هڅې د دی لامل شوې، چې په ۱۹۰۶ز کال کې د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړي. روزولټ په ۱۹۰۴ز کال کې د یوې بشپړې مودې لپاره وټاکل شو او پرمختیایي تګلارو ته یې دوام ورکړ. هغه د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره خپل غوره ملګری ویلیم هاورډ ټافت غوره کړ. هغه د ۱۹۱۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته او د ډیموکراټ نوماند ووډرو ویلسون ته یې اجازه ورکړه چې ټاکنې وګټي. له ماتې وروسته روزولټ امازون حوزې ته په یو دوه کلن سفر ولاړ، چې هلته د استوایی ناروغۍ له امله مړ شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې یې په ویلسون نیوکې کولې، چې هېواد یې د جګړې نه لرې ساتلی و. هغه په ۱۹۲۰ز کال کې بیا د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه فکر وکړ، خو د هغه روغتیايي حالت خراب شو او په ۱۹۱۹ز کال کې مړ شو. هغه په عمومي توګه د تاریخپوهانو او سیاسي شنونکو په نظرپوښتنو کې د پنځو غوره ولسمشرانو په منځ کې ډلبندي کېږي.
د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه، ولسمشر مک کینلي د نیویارک ایالت په بفیلو سیمه کې د پان-امریکن په نندارتون کې ګډون درلود، چې د انارکیست لیون کازولګوز له خوا وویشتل شو. روزولټ ورمونټ ته د رخصتي لپاره تللی و، چې وروسته د مک کینلي د لیدو لپاره بفیلو ته لاړ. داسې ښکارېده، چې مک کینلي به ژر روغ شي، ځګه روزولټ په اډیرونډاک غرونو کې خپله رخصتي ته بیا ادامه ورکړه. کله چې د مک کینلي حالت خراب شو، روزولټ بېرته بفیلو ته ورغی. مک کینلي د سپټمبر په ۱۴مه مړ شو او روزولټ ته په شمالي کریک کې خبر ورکړل شو، په دې ډول هغه د انزلي ویلکوکس کور کې د هېواد د ۲۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.[3][4][5]
د مک کینلي ملاتړي، د نوي ولسمشر په اړه اندیښمن وو، خو روزولټ د ګوند مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هغه اراده لري، د مک کینلي تګلارو ته غاړه کېږدي او د مک کینلي کابینه وساتي. سره له دې روزولټ هڅه وکړه، چې ځان د ګوند د نا متنازع مشر په توګه وټاکي، تر څو د ولسمشر په توګه خپله ونډه او د ۱۹۰۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي پاتې وه، ځکه په هغه وخت کې د دغه ځای ډکولو لپاره هېڅ قانوني شرایطو شتون نه درلود (په ۱۹۶۷ز کال کې له ۲۵م تعدیل نه مخکې).[6][7][8]
په ۱۸۹۰مه لسیزه کې روزولټ یو سخت امپریالیست و او د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې د فیلیپین له دایمي اشغال نه په کلکه دفاع وکړه. په ۱۹۰۲ز کال کې د محلي پاڅون له پای ته رسېدو وروسته، هغه په لویه کچه د فیلیپین او اسیا پراختیا کې خپله امپریالیستي لېوالتیا له لاسه ورکړه، خو غوښتل یې په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د سمبول په توګه متحده ایالات قوي حضور ولري. د ټیودور روزولټ له لومړیتوبونو نه د هغه د ولسمشرۍ پر مهال او وروسته له هغه له جاپان سره د دوستانه اړیکو ساتل و.[9][10][11][12]
له ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۰۵ز کال پورې جاپان او روسیه په جګړه بوخت وو. روزولټ د جاپانیانو د پوځي زړورتیا ستاینه وکړه او دواړو خواوو له روزولټ نه وغوښتل، چې د پورټسموت او نیو هیمپشایرد سولې په کنفرانس کې، چې په بریالیتوب ترسره شو، منځګړیتوب وکړي، چې په دې ډول روزولټ د خپلو هڅو لپاره د نوبل د سولې جایزه هم وګټله. په کالیفورنیا کې له جاپان سره دښمني مخ په ډېریدو وه او توکیو احتجاج وکړ. روزولټ په ۱۹۰۷ز کال کې د
« Gentleman's Agreement » په اړه خبرې اترې پیل کړې. د جاپانیانو په وړاندې ښکاره تبعیض پای ته ورسېد او جاپان موافقه وکړه، چې غیر مسلکي کډوالو ته به اجازه ورنه کړي، چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د امریکا د جنګی بېړیو لویه سپینه بېړۍ په ۱۹۰۸ز کال کې جاپان ته ولاړه. [13][14][15][16]
د هسپانیې او نوې سترواکۍ په وړاندې په جګړه کې بریالیتوب او د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد درلودل په دې معنا و، چې متحده ایالات د نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شي. روزولټ په بهر کې د خپل دریځ د پېژندلو لپاره لارې لټولې. روزولټ د مراکش د لومړي ناورین په منځګړیتوب کې د (Algeciras) کنفرانس په رابللو سره هم لوی رول ولوباوه، چې د فرانسې او جرمني ترمنځ یې د جګړې مخه هم ونیوله. د روزولټ ولسمشرۍ کې له بریتانیا سره هم اړیکې پیاوړې شوی.[17][18]
د هسپانیه او امريکا د جګړې پر مهال له متحده ایالاتو نه د بریټانیا ملاتړ د دې دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړې او تر هغه وخت پورې یې داوم درلود، چې بریټانیا له کارابين نه د المان په سمندري ګواښ باندې د تمرکز په موخه خپلې بېړۍ وایستلې. په ۱۹۰۱ز کال کې بریټانیا او متحده ایالاتو د (Hay–Pauncefote) تړون لاسلیک کړ او د کلیټون بلورو تړون یې، چې د متحده ایالاتو د هغه کانال د جوړولو مخه یې نیوله، چې ارام سمندر او اتلانتیک سمندر یې سره نښلاوه، لغوه کړ. د الاسکا د پولې اوږدمهاله شخړه، د متحده ایالاتو لپاره په مناسبو شرایطو کې حل شوه، دا ځکه چې لویې بریټانیا نه غوښتل متحده ایالات د هغه څه په سر خواشیني کړي، چې ثانوي مسئله ګڼل کېده. روزولټ وروسته د الاسکا د پولې د شخړې په اړه وویل: « د بریټانوي سترواکۍ او امریکا ترمنځ یې وروستۍ جدي ستونزه حل کړه ».[19][20][21][22]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.