اقتصادي نظام
From Wikipedia, the free encyclopedia
وټیز غونډال یا اقتصادي نظام د توکو او چوپړتیاوو د تولید او تبادلې او همدارنگه په يوه ټولنه کې د سرچینو د ځانگړولو یا تخصیص غونډال ته ویل کيږی. اقتصادي نظام د یوه هېواد له مهمو بنستیزو اقتصادي ارکانونو څخه گنل کېږي، چې د ټولنو په کولتور، معیشت او پرمختگ کې رغنده رول لوبوي. د فقر پانگوالۍ، عدالت و بې عدالتۍ او د فردي انگېزې ایجاد یا د هغې نه شتون؛ دا ټول د اقتصادي نظام ترر اغیز لاندې او د هغې په چوکاټ کې منځته راځي.
وټپوهنه |
وتې د سیمو له مخې افریقا · شمالي امریکا |
وټه |
---|
کوچنی وټه · لویه وټه |
ټولیزه وټپوهنه |
وټيزه تگلاره · وټ اټکلونه |
ډگرونه او څېرمه ډوگرونه |
چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي |
لړونه |
د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه |
څنگه ممکنه ده داسې یو اقتصادي نظام رامنځته شي چې په دایمي ډول د بشر اقتصادي ستونزو ته د حل لار وگرځي؟ په نړۍ کې مشهور پېژندل شوي اقتصادي نظامونه په لاندې ډول دي:
- پانگوال اقتصادي نظام یا کاپیټلیزم
- اشتراکي اقتصادي نظام یا سوسیالیزم
- د اسلام اقتصادي نظام