From Wikipedia, the free encyclopedia
یوه وټه د یوه هیواد یا سیمې د وټیز غونډال (اقتصادي نظام)څخه جوړ دی، کوم چې د دې سیمې کار، پانگه او ځمکنې سرچینې، او وټیز عوامل د توکو په تولید، تبادله، ویشنې او مصرفونې کې برخه اخلي. چې وروستی پایلې ته په کتو سره وټه یو بهیر دی د تکنالوژیکي ودې، تاریخ او د هغه ټولنیز سازمان، او همدارنگه جغرافیې، طبعي سرچینو او د ژوند چاپیریال په گډون، چې دا ټول د وټې د اصلي لامل په ټوگه پیژندل کیږی.
وټپوهنه |
وتې د سیمو له مخې |
وټه |
---|
کوچنی وټه · لویه وټه |
ټولیزه وټپوهنه |
وټيزه تگلاره · وټ اټکلونه |
ډگرونه او څېرمه ډوگرونه |
چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي |
لړونه |
د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه |
له ډیرې پخوا څخه د انسانانو په منځ کې په انفرادي ډول سره د توکو تولید، ویشنې او د خدمتونو چارو دود درلود، چې دا چارې پخپله د وټې ځیني ډولونه دی. خو په همدې ډول سره د ټولنو په پراخیدلو او د ورځینو اړتیاوو په ډیریدلو سره وټیزې چارې هم پرمختللې کیدلې . چې په لمړني ځل سومر یانې 1696 – 1654 کاله مخکې له میلاده (د بابلیانو لرغونی دور) د راگړې ورکړې او پیسو پر بنسټ په لمړۍ ځل وټیز پرمختگ رامنځ ته کړ او تر هغه وروسته بیا بابلیانو او ورسره شاوخوا نورو نږدی څنگ ته ښاریانو یې له دوی نه وروسته زوړ وټیز غونډال نور هم پراخه کړ. چې نن زمونږ په اند قواعد او قوانین، په پورونو او نورو وټیزو کړنو کې بلل کیږي، او په سوداگریزو کړنو او خصوصي ملکیتونو پورې اړوند حقوفي قراردانونه او قانوني کودونه.[1]
بابلیانو او ورسره گاونډیو ښاري ایالتونو یی د وټه بڼه د اوسنو مدني ټولنو (قانون) د مفهوم د پرتلې ترکچې پورې لوړه کړه. [2] هغوی لمړۍ تدوین شویو قوانینو او پازوالیزو (اداري) غونډالونو ته پراختیا ورکړه او بیا یې په محکمو، زندانونو او دولتي سوابقو کې پلې کړل څو پیړۍ وروسته د میخي لیک په رامنځته کیدو سره، او د لیکنو په کارلو سره لکه پور/ اداینه او شته توکي دا په لمړۍ ځل کابو ۲۶۰۰ کاله مخکې له میلاده د پیغامونو او لیکونو استول تاریخ ،افسانه، شمېرپوهنه ، ستورپېژندنه او په نورو حرفوي مخینو کې، لارې چې خصوصي ملکیتونه وویشي کله چې وغواړي... په پور باندې د گټې شمیر... د مالکیت او مالي تاوان د جبران اړوند قوانین کله چې توکو زیان یا کس ته فزیکي ضرر ورسیږي... جریمه د سرغړونو په صورت کې... او د پيسو د تاوان جبران کول او نورې سر غړونې چې دا په تاریخ کې لمړنۍ کره قانون وو.[د کره سرچينې اړتيا]
د منځنیو پیړیو پر مهال، څه چې نن مونږ ورته وټه وایو د پایښت له کچې څخه ډیره لرې نه وه. او هغه مهال د ټولنیزو ډلو تر منځ ډیر بدلونونه تر سترگو شوي دی. چې د دوی په سر کې ستر مطرح فاتحانو ته یی له خطره ډکه پانگونه وه یانې د مالي سرچینو د تر لاسه کولو لپاره، چې له مخې یی باید چې پانگه بیرته د هغو توکو په بدل چې دوی نوې نړۍ ته راورد کړي ورکړل شي. او سوداگرو لکه ژاکوب فوگر (1459–1525) او جوواني دې بیتشي دې میدیشي (1360–1428) دوی لمړنۍ بانک جوړ کړ. او همدا ډول د مارکوپولو (1254–1324)، کرسټوفیر کولمبوس (1451–1506) او د واسکو دې گاما (1469–1524) لڅاوونو (discoveries)لمړنۍ نړیواله وټه رامنځ ته کړه. چې په دغه وخت کې وټه د لمړنۍ سوداگرۍ په نوم یادیږي
صنعتی انقلاب له اتلسمی پېړې څخه رانيولې بیا تر نولسمې پیړۍ پورې هغو سترو بدلونونو ته ویل کیږي کوم چې د کرنې، توليد، کان ایستنې او لېږد چارو په برخه کې رامنځته شول او په ټولنیز اقتصاد او فرهنگي حالاتو یی هم ژور اغیز درلود، چې پیل یی له انگلستان څخه وشو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.