![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3c/Oman_2014_%252816222028112%2529.jpg/640px-Oman_2014_%252816222028112%2529.jpg&w=640&q=50)
لويديځه اسيا
From Wikipedia, the free encyclopedia
لويديځه اسيا، د اسيا لويديځ يا سويل لويديځه اسيا، د ځينو پوهانو، ملګرو ملتونو د ادارو او نورو بنسټونو په تعريف سره دا د اسيا د پراخې جغرافيايي سيمې په لرې لويديځ کې پرته فرعي سيمه ده. په ټوليز ډول دا د منځني ختيځ اړوند ده چې اناتوليا، عربي ټاپووزمه، ايران، بين النهرين، شام، د قبرص ټاپو، ينا ټاپووزمه او د قفقاز ځينې سيمې (ماوراء قفقاز) په کې شاملې دي. باوردا دی چې دا سيمه له افريقا نه په مصر کې د سويز تنګي په مټ، له اروپانه د ترکيې په تنګي کې د اوبو په لارو او لوی قفقاز په اوبه یيزه حوزه جلا شوې ده. مرکزي اسيا يې شمال ختيځ ته او سويلي اسيا يې ختيځ ته پرتې دي. له دې سيمې اته سيندونه چاپېر دي: د اژه سيند، تور سيند، کسپين سمندرګی، د فارس خليج، عرب سمندر، د عدن خليج، سور سمندر او د مديترانې سمندر.
د ختيځې اسيا ټوله سيمه ۵۹۹۴۹۳۵ کيلو متر مربع (۲۱۴۶۵۷ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نږدې درې سوه ديارلس ميليونه دی. د يووېشتو هېوادونو له منځه چې ټول يا يې يوه برخه په دې سيمه کې پرېوزي، ديارلس يې د عربي نړۍ برخه دي. په لويديځه اسيا کې تر ټولو د زيات نفوس لرونکي هېوادونه، ايران، ترکيه، عراق، سعودي عربستان او يمن دي.