لغمان دافغانسان د (۳۴) ولایتونو څخه د هېواد په ختېځ کې پروت ولایت دی، سهېل لورته ېې بدخشان، وېل خوا ته ېې ننگرهار او کابل، ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې د کاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جگوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنگ اوالېنگارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نگاراهار اوبله څانگه ېې دگمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وگړي استوگن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینگار،الیشنگ،ننگراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ ددولت شاه اومنډول په نومونولري په اوسنۍ تشکيل کۍ ننگراج دنورستان اړوندشوی اوڅلور ولسولۍ لري:چې دقرغه یي،الينگار،اليشنگ، او دولت شاه په نومونودي، دلغمان ولایت ټول کلي تقریباً (۶۴۰) دي. یومهال دالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنگ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده.[2] مرکزېې کالام(مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه:
چټک مالومات ژبې, پلازمېنه ...
اړوندژبې |
پښتو, پشه يي, [[Dari (Afghanistan)| دري (Dari dialect)]] |
---|
پلازمېنه |
مهترلام |
---|
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
د وګړو شمېر | |
---|
پکښي شاملې اداري سیمي | |
---|
رسمي ژبه | |
---|
د سيمې اصلي ژبې | |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۳٬۸۴۳ كيلومتر مربع |
---|
نور معلوماتوېبپاڼه | |
---|
کورډينېشن | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
تړل