دري ژبه
ځکه چه دا ژبه په افغانستان کي ډير کم ويونکي لري. نو ځکه دویمه رسمی ژبه ټاکل شوي. / From Wikipedia, the free encyclopedia
دري يا پارسي دري، يوه سياسي اصطلاح ده چې په افغانستان کې د پارسي ژبې ويل کېدونکو ګڼو لهجو ته کارول کېږي. دري يوه اصطلاح ده چې له ۱۹۶۴ز کال راهيسې د افغانستان د حکومت له خوا د پارسي ژبې لپاره په رسمېت پېژندل شوې او رامنځ ته شوې ده، په همدې بنسټ په ډېريو لويديځو سرچينو کې دې ژبې ته افغان-پارسي يا ختيځه پاررسي ويل کېږي. لکه چې پروفيسر نيل ګرين وايي چې: د افغانستان دولت د روايت د جوړولو په موخه «په دري ژبه د افغان فارسي د بدلون محرک تر ډېره بريده ملتپاله و، نه ژبنی». په افغانستان کې فارسي ژبي فارسي، خو پښتانه توکمونه ورته فارسي وايي. له يو څو بنسټيزو ويیونو پرته په افغانستان کې د رسمي فارسي په ليکنو کې ډېر کم توپيرونه ليدل کېږي. دري اصطلاح په خاص ډول په رسمي توګه د هغې فارسي لپاره کارول کېږي چې په افغانستان کې پرې خبرې کېږي، خو دا يوازې د رسمي خبرو تر سجلونو پورې محدوده ده. د افغانستان فارسي ژبې په دې باور دي چې د «دري» اصطلاح د واکمنو پښتنو توکميزو ډلو له خوا پر دوی په دې هڅه کې تپل شوې ده چې افغانستان له نورې فارسي ژبې نړۍ سره د کلتوري، ژبني او تاریخي اړيکو نه لرې کړي، چې په دې فارسي ژبې نړۍ کې ايران، تاجیکستان او د اوزبیکستان ځينې برخې شاملې دي. [7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر |
۹٬۶۰۰٬۰۰۰[4] (۲۰۱۱) ![]() |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
لکه چې د افغانستان په اساسي قانون کې تعريف شوې ده چې، دري د افغانستان له دوو رسمي ژبو يوه ده، بله رسمي ژبه پښتو ده. درې په افغانستان کې د ډېرو خلکو مورنۍ ژبه ده چې په اټکلي توګه د ټول نفوس له څلوېښتو نه تر پنځه څلوېښت سلنه پورې دي. دري د دې هېواد شريکه ژبه بلل کېږي او نږدې اته اويا سلنه وګړي پرې پوهېږي.[18][19][20][21][22][23][24]
د نوي ملتپالنې له راڅرګندېدو پېړۍ پېړۍ مخکې، دري ژبه د نورو ژبو د ويونکو، لکه پښتنو او مغولو په منځ کې هم د ادبي او اداري ژبې په توګه غوره بلله کېده. د ايراني فارسي او تاجیکي فارسي په څېر، دري-فارسي هم د منځنۍ فارسي دوام دی، دا د ساساني سترواکۍ (له زېږد وروسته ۲۲۴-۶۵۱) رسمي مذهبي او ادبي ژبه وه او خپله د لرغونې فارسي دوام و، همدا راز د هخامنشيانو ژبه وه (له زېږد مخکې ۵۵۰-۳۳۰). په تاريخي آثارو کې دري هغې منځنۍ فارسي ته ويل کېږي چې د ساسانيانو د دربار ژبه وه.[25][26][27]