![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/94/Cyril_Ramaphosa_%252829653248377%2529_%2528cropped%2529.jpg/640px-Cyril_Ramaphosa_%252829653248377%2529_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
سیریل رامافوسا
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیریل رامافوسا په انګلیسي Cyril Ramaphosa) زوکړه ۱۷ نوامبر ۱۹۵۲م کال) د سویلي افریقا هیواد ولسمشر دی.
سیریل رامافوسا | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د سویلي افریقا پنځم ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۵ فبروري ۲۰۱۸[1] Acting: ۱۴ فبروري ۲۰۱۸–۱۵ فبروري ۲۰۱۸ | |||||||
| |||||||
President of the د سویلي افریقا ولسي جرګه | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷ | |||||||
مرستیال | داوید مابوزا | ||||||
| |||||||
مرستیال ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۶ مې ۲۰۱۴ – ۱۵ فبروري ۲۰۱۸ | |||||||
ولسمشر | جیکوب زوما | ||||||
| |||||||
مرستیال ولسمشر د سویلي افریقا ولسي جرګه | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۲ – ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷ | |||||||
ولسمشر | جیکوب زوما | ||||||
| |||||||
د سویلي افریقا ولسي جرګهې د ګارډ مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱ مارچ ۱۹۹۱ – ۱۸ ډسمبر ۱۹۹۷ | |||||||
ولسمشر | نلسون مانډیلا | ||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۱۷ نومبر ۱۹۵۲(1952-11-17) (عمر: ۷۱ کاله) سووتو | ||||||
تابعیت | سویلي افریقا | ||||||
ګوند | د سویلي افریقا ولسي جرګه | ||||||
طبی کیفیت | کویډ–19 [2] ![]() | ||||||
اولاد | ۴ | ||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | لیمپپو پوهنتون د سویلي افریقا پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | سياستوال ، سوداگر ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [3]، زولو ، خوسایي ژبه ، شمالي سوتویي ژبه ![]() | ||||||
د کړنې څانګه | سياست [4]، سياستوال ![]() | ||||||
سمول ![]() |
ماتامیلا سیریل رامافوسا (د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه زېږېدلی) د سویلي افریقا یو سوداګر او سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د سویلي افریقا پینځم ډیموکراټیک ولسمشر دی او د ۲۰۱۷ز کال راهیسې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) د رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده. رامافوسا مخکې د اپارټایډ ضد فعال او د سوداګرۍ د اتحادیې مشر او سوداګر و، چې وروسته د ANC د ولسمشر نیلسن منډیلا سکرټر، د افریقا د ملي کانګرس رئیس، د جیکوب زوما مرستیال ولسمشر او له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د ملي پلان جوړونې د کمیسیون رئیس هم پاتې شوی دی.[5]
هغه ته یو تکړه مذاکره کوونکی او سټراټیژیست ویل کېږي، چې د سویلي افریقا د ډیموکراسۍ د لېږد پرمهال یې د ANC د ستر مذاکره کوونکي په توګه کار کاوه. رامافوسا په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د اتحادیې (NUM) په نامه ډېره پیاوړې اتحادیه جوړه کړه. هغه د مذاکراتو په لړ کې د اپارټایډ د پای ته رسولو او په ۱۹۹۴ز کال کې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د بشپړو ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې له ملي ګوند نه له رولف مایر سره مهمه ونډه لرله. رامافوسا د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د نیلسن منډیلا انتخاب و. رامافوسا د یوه سوداګر په توګه پېژندل کېږي او خالصه شتمني یې په ۲۰۱۸ز کال کې تر ۶.۴ میلیارد (۴۵۰ میلیون ډالر) نه ډېره وه او ۳۱ ملکیتونه لري. مخکې یې د سویلي افریقا په مک ډونالدز شرکت کې کار کاوه او د MTN د بورډ رئیس او د لونمین بورډ غړي په توګه پاتې شوی دی.[6][7][8][9][10][11][12][13]
رامافوسا له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د سویلي افریقا مرستیال ولسمشر و. هغه وروسته د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې د ANC په ملي کنفرانس کې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) مشر وټاکل شو. رامافوسا د ملي پلان جوړونې کمیسیون پخوانی غړی دی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره د سټراټیژیک پلان جوړولو مسئولیت لري. رامافوسا په ۲۰۱۸ز کال کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته پرته له ټولټاکنو د سویلي افریقا ولسمشر شو. رامافوسا د سویلي افریقا په ټولټاکنو کې د ANC له بریا وروسته د ۲۰۱۹ز کال په می کې د خپلې لومړۍ بشپړې دورې لپاره د ملي شورا له خوا یو ځل بیا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا له ۲۰۲۰ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افریقا د اتحادیې رئیس و.[14][15]
سره له دې چې هغه هېواد ته د ډیموکراسۍ د راتګ پلوی و، خو د خپلو سوداګریزو ګټو له امله پرې نیوکه شوې ده، که څه هم په هېڅ ناقانونه فعالیت نه دی تورن شوی. له ګلینکور سره یې جنجالي سوداګریزې معاملې او د ډبرو سکرو له معاملې نه په ناقانونه ډول د ګټې اخیستنې له امله تورن شوی، چې هغه په کلکه دا تورونه رد کړل. ګلینکور په منځني ختیځ کې له توني بلیر شرکت سره د سوداګریزو فعالیتونو له امله د خلکو پام ځانته را واړاوه. زوی یې اندیل رامافوسا هم منلې، چې تر ۲ میلیونه ډېرې روپۍ یې له بوساسا امنیتي شرکت نه ترلاسه کړې، چې دغه شرکت په فساد کې ښکېل و. رامافوسا د ۲۰۱۲ز کال د اګسټ په ۱۵مه د ماریکانا کان کیندونکو د اعتصاب پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه او هغه یې «وحشیانه او جنایتکاره» چلند وباله، چې «ګډ اقدام» ته اړتیا لري. هغه وروسته پر خپلې کړنې پښېمان و او ویې ویل، چې که د کارګرانو له اعتصاب نه مخکې بېړني پلانونه جوړ شوي وای، نو مخه یې نیولای شوای.[16][17][18][19][20][21][22][23][24][25][26][27]