دوحه
From Wikipedia, the free encyclopedia
دوحه د قطر مهم ښار او پلازمېنه ده. دا ښار د فارس د خليج ختيځ ته پروت دى. د دوحې درې پر پینځه برخې وگړي په ښار کې ميشت دي. دوحه يو مهم سوداگرېز بندر دى، چې له ١٩٧٠ څخه وروسته يې ډېر ستر نوم وگاټه.
دوحه | ||||||
---|---|---|---|---|---|---|
Script error: The function "lang" does not exist. | ||||||
Doha | ||||||
له پاسه لاندی، چپ نه ښوی ته: دوحه له ورځی له خواه، په لویدیځ بندر کې لوړپوړی ودانۍ، د قطر امیری محکمه د قطر د امیر د کار سیمه ، هټل او استراحت ځای شرایتون، واقف بازار، حمد سرک. | ||||||
دوحه | ||||||
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | ||||||
کورډېناټونه: ۲۵°۱۷′ شمال ۵۱°۳۱′ ختیځ | ||||||
بنسټګر | ۱۸۵۰ | |||||
اداري وېش | ||||||
هیواد | {{ {{{1}}} | alias = قطر | flag alias = Flag of Qatar.svg | size = | name = | altlink =
}} |
ښاروالی | دوحه | |||||
پلازمینه د: | ||||||
پراخوالی | ||||||
• پراخوالی | ۱۳۲ کلوميټر٢ (۵۱ میله مربع) | |||||
لوړوالی | 0 متر | |||||
نفوس شمېرنه (۲۰۱۵) | ||||||
• ټولټال | ۹۵۶٬۴۶۰ | |||||
• د نفوسو کثافت | ۷٬۲۰۰/کلوميټر٢ (۱۹٬۰۰۰/ميله مربع) | |||||
وروستي مالومات | ||||||
وخت زون | AST (ه.ن.و۳+) | |||||
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۱ (۹۶۶)+ | |||||
جيو کوډ | 290030[1] | |||||
آی اېس او 3166 | QA-DA | |||||
خورلڼې ښارونه | ||||||
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه | |||||
سمول |
په ١٨٦٧ کې دوحه کوچنۍ قصبه وه. د بحرين او قطر تر منځ د جگړې پر مهال يې ډېر زيان وليد. له دې يو کال وروسته انگلستان په دې ښار کې خپل والي محمد ابن ثاني وټاکه. په ١٩١٦ کې انگلستان خپل سياسي دفتر په دې ځاى کې جوړ او پرانيست. په ١٩٧١ کې دوحه د قطر پلازمېنه وټاکل شوه. دا يو کوچنى ښار و، چې خلکو د ماهي نيونې لپاره غوره کړى و. وروسته ددې ځاى خلکو بېړۍ جوړونه پېل کړه، چې اوس يې د ښار اقتصاد په همدې کار روان دى. د دوحه د خلکو شمېر يي 796,947 دي. دا د قطر له ټولو لويې ښار دی او د ټول قطر 60% وگړي دوحه کې مېشت دي۔
دوحه (په عربي کې: الدوحه) د قطر پلازمینه ده چې د پاتې قطر په پرتله زیات شمېر خلک په کې ژوند کوي او په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د وګړو ټولټال شمېر ۲۳۸۲۰۰۰ ته رسېده. دغه ښار د فارس خلیج په غاړه د دې هېواد په ختیځ کې پروت دی، شمال ته یې الوکره او سویل ته یې الخور پراته دي. دا د قطر هېواد تر ټولو چټک وده کوونکی ښار دی، چې د دې هېواد ۸۰ سلنه وګړي په دوحه او شاوخوا کلیو کې ژوند کوي. دوحه د قطر هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز دی.[4][5][6]
دوحه په ۱۸۲۰ ز لسیزه کې د البیدا د یوې څانګې په توګه جوړه شوه. په ۱۹۷۱ ز کال کې، کله چې قطر د بریتانیا له تحت الحمایې څخه خپلواکې تر لاسه کړه، نو په رسمي ډول د قطر د پلازمینې په توګه اعلام شو. دوحه د قطر هېواد د پلازمینې او په منځني ختیځ کې د یوه نوې رادبره کېدونکې مالي مرکز په توګه د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنیزې شبکې له خوا د بیټا په کچه د یوه نړیوال ښار په توګه په پام کې نیول شوې ده. همداشان د زده کړې ښار، څېړنې او زده کړې ته ځانګړې سیمه او د حمد طبي ښار چې طبي خدمات په کې وړاندې کېږي، لري. دې ته ورته د دوحې ورزشي ښار یا د اسپایر سیمه هم لري، چې یو نړیوال ورزشي ځای دی چېرې چې په کې د خلیفه نړیوال سټوډیوم، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سټوډیوم، د حماد اکواټیک مرکز او اسپایر ډوم پکې دي.
دغه ښار د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د خبرواترو لپاره د دوحې د پرمختیايي دور په کنفرانس کې د وزیرانو په کچه کوربه ښار و. همداشان دا ښار د یو شمېر ورزشي پیښو، له هغې ډلې د ۲۰۰۶ کال اسیايي لوبو، په ۲۰۱۱ کال کې د پان عرب لوبو او د AFC د اسیايي کپ د زیاترو لوبو لپاره د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی. د ۲۰۱۱ کال په ډیسمبر کې، د نړۍ د پترولیم شورا د نړۍ د پترولیم ۲۰م کنفرانس په دوحه کې ونیو. سربېره پر دې، دغه ښار د د ۲۰۱۲ کال د UNFCCC د اقلیمي خبرواترو کوربه و او تمه ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه هم واوسي. [7][8]
همداشان دغه ښار د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل کې د بین الپارلماني اتحادیې د ۱۴۰مې اسامبلۍ کوربه هم و.