د هند وېش
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هند وېش په ۱۹۴۷ ز کال کې برتانوي هند په دوه خپلواکو حاکميت لرونکو سيمو هند او پاکستان باندې ووېشله. د هند حاکميت سيمه نن ورځ د هند جمهوريت او د پاکستان سيمه د پاکستان اسلامي جمهوريت او د بنګله دېش ولسي جمهوريت دی. دې وېش د مسلمان او نامسلمان سيمو په کچه د بنګال او پنجاب دوه سيمو يا ولايتونو وېش راونغاړه. د هند وېش د برتانوي هندي فوځ، د هند د شاهي سمندري ځواک، د هند د شاهي هوايي ځواک، د هند د مدني خدمت، د رېل پټلۍ او مرکزي خزانې د وېش شاهد و. د هند د ۱۹۴۷ زکال د خپلواکۍ قانون “Indian Independence Act 1947” کې هم د دې وېش يادونه شوې ده او د برتانوي سلطنت لکه په هند کې د تخت او تاج حکومت د له منځه وړلو يا منحل کېدلو لامل شو. د هند او پاکستان خپل چارې خپلواکه واکمنۍ په قانونۍ ډول د ۱۹۴۷ ز کال د اګسټ د ۱۵ نېټې په نيمه شپه رامنځته شوې. [1]
د هند وېش | |
---|---|
هېواد | برېتانوي هند، هند، پاکستان |
پېښېدو نېټه | ۱۵يو اگسټ ۱۹۴۷ |
وېش د مذهبي ليکو په اوږدو کې د ۱۰ او ۲۰ ميليون تنو تر منځ بې ځايه کړل، چې په نويو جوړو شويو حاکميت لرونکو سيموې کې لوی ناورين رامنځته کړ. دا حالت زياتره وختونه په تاريخ کې د کډوالۍ د تر ټولو لوی کړکېچ په توګه بيانېږي. په پراخه کچه تاوتريخوالی و، چې د وېش پر مهال يا ورڅخه د مخه د وژنو اټکلونه د څو سوه زرو او دوه ميليون تر منځ د شک وړ او توپير لری. د وېش سخت طبيعت د هند او پاکستان تر منځ د دښمنۍ او بدګمانۍ فضا رامنځه کړه، چې تر نن ورځې پورې يې د دوی تر منځ اړيکو باندې اغېز کوي. [2]
د هند وېش “Partition of India” اصطلاح په ۱۹۷۱ ز کال کې له پاکستان څخه د بنګله دېش بېلتون او د برتانوي هند له ادارې څخه د سيلون (ننۍ سريلانکا) او برما (نني ميانمار) بېلتونونه نه رانغاړي. همدارنګه دا اصطلاح په دوه نويو حاکميت لرونکو سيمو کې د شهزاده ايالتونو سياسي يووالی او د حيدراباد، جوناګاد او جمو او کشمير په شاهي ايالتونو کې د يو ځای کولو يا په ځان پورې د تړلو يا وېش راپورته کولو شخړې هم نه رانغاړي، که څه هم د وېشل پر مهال په ځينو شاهي ايالتونو کې د مذهبي توپيرونو پر بنسټ تاوتريخوالی پيل شو. دا وېش د ۱۹۴۷-۱۹۵۴ دورې پر مهال هند کې د فرانسوي هند د کلابند شويو سيمو يوځای کېدنه هم نه پوښي او په ۱۹۶۱ زکال کې د هند له لورې د پرتګالي هند د نورو سيمو په ګډون د ګوا سيمې په ځان پورې تړل هم تر پوښښ لاندې نه نيسي. په ۱۹۴۷ ز کال په سيمه کې د وخت نوروې سياسي هستۍ د سيکم پاچاهي، د سيکم پاچاهي، د نيپال پاچاهي، د افغانستان پاچاهي او مالديف له وېش څخه اغېزمن نه شول.