بریتانوی هند Indian Empire) (په هند کې تاج کومت/د هند په ټاپوزمه کې بریتانوی حکومت) له ۱۸۵۸ تر ۱۸۴۷ز کال پورې د ننی هند، پاکستان، بنګله دیش، برما ،نیپال، بوتان او د افغانستان یو شمیر برخو باندی د لوې بریتانیا حاکم دولت وو.
چټک مالومات پلازمېنه, عمومي معلومات ...
British Raj (انګليسي) اړوندپلازمېنه |
کلکته (۱۸۵۸–۱۹۱۱) نوی ډیلی (۱۹۱۱–۱۹۴۷) |
---|
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
رسمي ژبه | |
---|
د سيمې اصلي ژبې | |
---|
هېواد |
کينډۍ:د هېواد مالومات برېتانيا سترواکي |
---|
ځایناستی د | |
---|
ځایناستی | |
---|
اړين معلوماتد ړنګېدو وخت |
۱۵ اگسټ ۱۹۴۷ |
---|
کچه او لوړوالۍد ځای کچه |
۴٬۹۱۷٬۲۷۳ كيلومتر مربع ۴٬۲۳۸٬۷۷۳ كيلومتر مربع |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
تړل
برتانوي سلطنت (پاچاهي، سلطنت، دولت يا سترواکي) د هند پر نيمه وچه باندې د برتانوي تاج واکمني وه، چې په هند کې د تاج او تخت حکومت يا په هند کې د مستقيم حکومت په نوم هم يادېږي او له ۱۸۵۸ ز کال څخه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې يې دوام وکړ. تر برتانوي مستقيم واک لاندې سيمې ته په عمومي ډول د هغه وخت په اصطلاحاتو کې هند ويل کېده او هغه سيمې چې د سيمې د اصلي يا کورنيو واکمنانو له لورې اداره کېدلې مګر د برتانيې تر واک لاندې وې، شهزاده ته ورته سيمې يې بللې. که څه هم رسمي بڼه يې نه درلوده، مګر دا سيمه کله ناکله د هند سترواکي ګڼل کېدله. [1][2][3][4][5][6]
د «هند» په توګه دا هېواد د ملتونو ټولنې بنسټګر غړی، په ۱۹۰۰، ۱۹۲۰، ۱۹۲۸، ۱۹۳۲ او ۱۹۳۶ ز کالونو المپيک د اوړي سياليو “Summer Olympics” ګډونوال هېواد او په ۱۹۴۵ ز کال په سانفرانسسکو کې د ملګرو ملتونو بنسټګر غړی هېواد و. [7]
د حکومتولۍ دا نظام يا سيستم د ۱۸۵۸ ز کال د جون پر ۲۸ نېټه هغه مهال جوړ شو، چې د هند د ۱۸۵۷ ز کال له سرکښۍ “Indian Rebellion of 1857” څخه وروسته د برتانوي ختيځ هند کمپنۍ “East India Company” واک د ملکه ويکتوريا سلطنت ته (چې په ۱۸۷۶ ز کال کې د هند سترواکه اعلان شوې وه) ولېږدول شو. دې حالت د ۱۹۴۷ ز کال تر هغه مهاله پورې دوام وکړ، چې برتانوي سلطنت په دوه خپلواکو دولتونو باندې ووېشل شو، چې يو يې د هند اتحاديه (چې وروسته د هند جمهوريت شو) او بل يې د پاکستان خپلواکه سيمه (چې وروسته د پاکستان اسلامي جمهوريت او د بنګله دېش ولسي جمهوريت) و. په ۱۸۵۸ ز کال د سلطنت په پيل کې “Lower Burma” وار له مخه د برتانوي هند برخه وه، “Upper Burma” په ۱۸۸۶ ز کال ورسره يو ځای شوه او د اتحاديې په پايله کې برما تر ۱۹۳۷ ز کال پورې د يو خپلواک ولايت په توګه اداره کېده. دا هغه مهال و، چې برما يوه بېله برتانوي مستعمره شوه او په ۱۹۴۸ ز کال کې يې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د دې هېواد نوم په ۱۹۸۹ ز کال کې ميانمار ته بدل شو. [8]