د انګلستان دویم جېمز
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم او اوم جېمز ( د ۱۶۳۳ ز کال د اکتوبر له ۱۴ څخه د ۱۷۰۱ ز کال د سپټمبر تر ۱۶ پورې) د ۱۸۸۵ ز کال د فبروري په ۶ د خپل مشر ورور چارلز له مړینې وروسته د دویم جېمز په توګه د انګلستان او د ایرلنډ پاچا او د اوم جېمز په توګه د سکاتلنډ پاچا شو. نوموړی د ۱۶۸۸ ز کال په پرتمین انقلاب کې له دندې ګوښه شو. هغه د انګلستان، سکاتلنډ او ایرلنډ وروستی کاتولیک پاچا و. د نوموړي واکمني اوس مهال د مذهبي زغم په اړه د مبارزې له اړخه ستایل کېږي، خو په دې لړ کې نوموړي د ټولواکۍ او د پاچاهانو د الهي حق لپاره هم هلې ځلې وکړې د نوموړي ګوښه کېدو دیوې پېړۍ سیاسي او مدني کړکېچ پای ته ورساوه چې په تخت باندې د پارلمان برلاسي په ګوته کوي. [8][9]
د انګلستان دویم جېمز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۴ اکتوبر ۱۶۳۳[1][2] لندن |
مړینه | 5 سپټمبر 1701 (68 کاله)[3][4] |
تابعیت | برېتانيا [5] |
ښځه | ماري موډنا (۲۱ نومبر ۱۶۷۳–)[6][7] |
اولاد | د لویې بریتانیا ملکه، آن [6][5] |
پلار | د انګلستان لومړی چارلز [6][5] |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، پاچا |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
جېمز د انګلستان، ایرلنډ او سکاتلنډ شاهي تختونه د خپل ورور څخه په دریواړو هېوادونو په پراخ ملاتړ په میراث یوړل، ځکه چې د الهي حق او زیږون پر بنسټ د وړتیا اصول په پراخه کچه خلکو ته د منلو وړ وو. د نوموړي شخصي کاتولیکیزم ته زغم په عمومي ډول د کاتولیکیزم په وړاندې زغم ته پراخ نه شو او انګلیسي او سکاټلنډي پارلمانونو د هغه دا ګامونه تصویب نه کړل. کله چې جېمز د فرمان له لارې د هغوی د پلي کولو هڅه وکړه، له غبرګون سره مخ شو. په دې توګه د مذهبي لیدلوري پر ځای سیاسي لیدلوری د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شو. [10]کينډۍ:Sfnp
د ۱۶۶۸ ز کال د جون په میاشت کې، دوه پیښو، اختلاف په ناوړین بدل کړ. لومړی، د جون په ۱۹ نېټه، د جېمز فرانسیس اډوارډ په نوم د جېمز زوی او وارث نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې د رومي کاتولیک د کورنۍ پیل و او د هغه انګلیسي کاتولیکه لور ماري او پروتستانت مېړه، د اورنج درېیم وېلیم یې محرومیت سره مخ کړل. دویمه پېښه د خیایت په شک د اوو د بېشوپ روحانیونو محاکمه وه، چې دا د انګلستان په کلیسا باندې برید وګڼل شو او د جون په ۳۰ ڼېټه د هغوی برائت په انګلستان کې د نوموړي سیاسي دریځ ونړاوه. په انګلستان او سکاتلنډ کې د کاتولیک ضد لاریونونو داسې انګېرنه را منځ ته کړه چې یوازې د تخت څخه د نوموړي ګوښه کېدل کولای شي د کورنۍ جګړې مخه ونیسي. کينډۍ:Sfnp
د انګلیس د سیاسي طبقې مخکښو غړو اورنج ویلیم ته بلنه ورکړه چې د انګلیس د تخت چارې په غاړه واخلي. کله چې نوموړي د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر په ۵ نېټه بریکسم ته راغی، پوځ جېمز پرېښود او نوموړی د دسمبر په ۲۳ نېټه فرانسې ته جلاوطن شو. د ۱۶۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې، د پارلمان یو ځانګړي کنوانسیون پرېکړه وکړه چې پاچا د انګلیس تخت "پرېښی" او ویلیم او ماري یې د ګډ پاچا په توګه په تخت کېنول، په دې توګه داسې اصل رامنځ ته شو چې واک له پارلمان څخه اخیستل کېږي، نه د زیږون پر بنسټ. د ۱۶۸۹ کال د مارچ په ۱۴ نېټه، جېمز د خپل سلطنت د بېرته لاسته راوړلو په هڅه کې ایرلنډ ته راغی، خو په ورته وخت کې په سکاتلنډ کې د خوځښتونو سربېره، د اپریل په میاشت کې د سکاتلنډ کنوانسیون د انګلستان په څېر پرېکړه وکړه چې دواړه دې هوکړې ته ورسېدل چې جېمز تخت "له لاسه ورکړی" او هغه یې ولیم ماري ته وړاندې کړ. د ۱۶۹۰ ز کال د جولای په میاشت کې د بوین په جګړه کې له ماتې وروسته، جېمز بېرته فرانسې ته ستون شو، چې نوموړي په سینټ ګرمین کې د خپل پاتې ژوند شپې او ورځې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې، او د څوارلسم لویز (لویي) له خوا ساتل کېده. د نوموړي مخالفین هغه زیاتره د یو ټولواک ظالم په توګه انګېرې. خو د شلمې پېړۍ په پیل کې، ځینې تاریخپوهان برعکس، نوموړی د مذهبي زغم د ملاتړ له امله ستایي. نورې وروستي لیکنې د پورته نظرونو تر منځ د هغه په اړه قضاوت کوي.