بوليويا
سوېلي امريکا دولت / From Wikipedia, the free encyclopedia
بولیویا په رسمي توګه د بولیویا هیواد ولسمشریزه د سويلي امريکا په مرکز کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی په اساسي قانون کی یی پلازمینه د سوکره ښار ذکر شوی دی.اما ددی هیواد دولت په لاپاز ښار کی میشت دی. د وګړو شمیریی ۱۰ میلیونه تنه او رسمي ژبي یی اسپانیایی’ کچوا’ او ۳۴ نوری بومی ژبی دي. دپیسو واحدیی بولیویانا او حکومتی نظام دموکراسی ده. ۵۵ سلنه خلک یی سور پوستان ۳۰ سلنه مستیزو (دوه رګه سور پوستان او سپین پوستان) او ۱۵ سلنه نو یې سپین پوستان دي. دخلکو دین یې مسیحیت دی ۷۸ سلنه د کاتولیک رومي کلیسا ۱۶ سلنه پروتستان او ۳ سلنه نور یی د مسیحی دین له نورو برخو څخه دي.
بولويا چې رسمي نوم يې د بولويا پلورينيشنل دولت دی، په وچه کې ايسار هېواد دی، په لويديځه-مرکزي سويلي امريکا کې موقعيت لري. د حکومت مرکزيت او اجرائيه پلازمېنه يې «لاپاز» ده، په داسې حال کې چې قانوني پلازمېنه يې «سوکري» ده. ستر ښار او مرکزي صنعتي مرکز يې «سنټا کروز ډي لا سايرا» دی، کوم چې په «Llanos Orientales» (استوايي ښکته ځمکه) کې موقعيت لري چې د هېواد په ختيځ کې تر ډېره بريده اواره سيمه ده.[1][2]
د بولويا خپلواک دولت پر اساسي قانون ولاړ اتحادي دولت دی، په نهو ادارو وېشل شوی دی. په لويديځ کې د انډوس له لوړو څوکو څخه نيولې په شمال او ختيځ کې له برازيل، په سويل ختيځ کې له پراګويا، په سويل کې له ارجنټاين، په سويل لويديځ کې له چيني او په شمال لويديځ کې له پيرو سره د دې هېواد جغرافيه توپير لري. د بولويا يو په درې برخه په انډين غره يیزه سيمه کې موقعيت لري. مساحت يې ۱،۰۹۸،۵۸۱ کيلو متر مربع (۴۲۴،۱۶۴ ميل متر مربع) دی، دا هېواد له برازیل، ارجینټاين، پيرو او کولمبيا څخه وروسته په سويلي امريکا کې د مساحت له اړخه پنځم لوی هېواد دی (د پاراګوای تر څنګ، کوم چې په امريکاګانو کې يو له دوه سترو په وچه کې ايسارو هېوادونو څخه دی)، د مساحت له اړخه په ټوله نړۍ کې اوه وېشتم ستر هېواد دی، په سويلي نيمه کره کې په وچه کې ايسار تر ټولو ستر هېواد دی او په ټوله نړۍ کې په وچه کې د ايسارو هېوادونو په شمېره کې اوم دی، قزاقستان، منګوليا، چاد، نيجر، مالي او ايتوپيا له دې هېواد څخه ستر دي.
د وګړو شمېر يې د اټکل تر مخې يوولس مېليونه دي، ګڼ توکمونه پکې ژوند کوي چې امريکايي هندي، ميسټيزوز، اروپايان، اسيايان او افريقايان پکې شامل دي. اسپناوي يې رسمي او تر ټولو زياته ويل کېدونکې ژبه ده؛ خو اصلي ژبې يې هم رسمي حيثيت لري، د دوی له ډلې ګوارين، ايمارا او کوچوا هغه ژبې دي چې ډېر ويونکي لري.[3]
له اسپانوي نېواک مخکې، د بولوييا انډين سيمه د اينکا سترواکۍ برخه وه، په داسې حال کې چې په شمالي او ختيځو ځمکو يې خپلواکو قبايلو ژوند کاوه. د کوسکو او اسيونسيون څخه په شپاړسمه پېړۍ کې راغلیو نېواکګرو دا سيمه په خپل واک کې واخسته. د اسپانيې د استعمار پر مهال، د بولويا اداره د اسپانيې د « Real Audiencia of Charcas» په لاس کې وه. اسپانيې د بوليويا له کانونو څخه د را ايستل شويو سپينو زرو په مټ د خپلې سترواکۍ ستره برخه جوړه کړه. په ۱۸۰۹ز کال کې د خپلواکۍ له لومړۍ غوښتنې وروسته، د جمهوريت له قیام مخکې شپاړس کاله جګړې وشوې، کوم ته چې د «سايمن بوليور» نوم ورکړل شوی دی. د نولسمې او شلمې پېړۍ د لومړيو په اوږدو کې، بولويا ګڼې سرحدي سيمې ګاونډيو هېوادونو ته وبايللې چې په ۱۸۷۹ز کال کې د دې هېواد ساحلي ليکې چيلي ونيولې. له سياسي اړخه تر ۱۹۷۱ز کال پورې بوليويا ارام پاتې هېواد و، تر هغه وخته چې د سي ای ای له ملاتړ څخه برخمن «هوګو بنزر» د کودتا مشري وکړه، د «جوان هوزي ټوريس» ټولنپال حکومت يې نسکور او د بينزر په مشرۍ يې د پوځ په مشرۍ ديکتاتوري نظام قايم کړ، ټوريس په ۱۹۷۶ز کال کې د ارجنټاين په بيونس ايرس کې، د ښي اړخو د مرګ د ډلګۍ له خوا ووژل شو. د بنزر حکومت چپ اړخي او مخالف سوسياليستان او نورو بڼو مخالفين وځپل چې په دې پايله کې يو شمېر بوليويايي وګړي شکنجه او مړه شول. بنز په ۱۹۷۸ز کال کې معزول کړای شو او وروسته بيا له جمهوري لارې وتوانيد چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې يې حکومت وکړ.[4]
اوسنۍ بولويا د « UN, IMF, NAM,[16] OAS, ACTO, Bank of the South, ALBA» او « USAN» منشوري غړی هېواد دی. دا هېواد په سويلي امریکا کې دويم تر ټولو بې وزله هېواد دی، خو د بې وزلۍ په کچه کې يې کمښت راوستی او په سويلي امریکا کې يو له هغو هېوادونو دی چې چټکه اقتصادي وده کوي (د ناخالص داخلي تولید له اړخه). دا يو مخ پر وده هېواد دی، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص يې په لوړه کچه کې دی. د بوليويا په اساسي اقتصادي فعاليتونو کې کرنه، ځنګلونه، کب نيول، کان کېندنه او د توکو جوړول شامل دي، لکه رخت، پوښاک، تصفيه شوي فلزات او تصفيه شوي پيتروليم. بوليويا د معادنو له اړخه غني هېواد دی چې په هغې کې قلعي، سپین زر، ليتيوم او مس شامل دي.[5]