عیسویت یو ابراهیمي توحیدي دین دی، چې د عیسی ناصر د ژوند اوتعلیماتو(ښوونو) پر بنسټ رامنځته شوی. دا دین نږدې ۲.۵ ميلیلارد لارویان لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی دین دی. لارویانو او پيروانو ته يې عیسویان ویل کېږي، چې د سیمې د ۱۵۷ هېوادونو د نفوس اکثریت برخه جوړوي، دوی باور لري چې عیسی(ع) د خدای زوی دی، چې د عیسوي په توګه یې د راتلو په اړه په عبراني سپېڅلي کتاب (په عیسویت کې زوړ تورات) کې وړاندوینه شوې او په نوي تورات کې یې کیسه راغلې. [1][2][3]

Thumb
د غربي نړۍ له آنده د حضرت عیسی علیه السلام انځور او دلته یې د خبرو په حال کې انځور کړی

عیسویت له کلتوري پلوه په خپلو لوېدیځو او ختیځو څانګو کې او همدارنګه د بندګۍ د طبیعت او توجیه کولو اړوند تدریس شوې عقیدې، کلیسا پېژندنې، د عیسوي دین د پوه(ملا )په انتصاب او عیسویت پېژندنې کې سره توپير لري. دا چې عیسی(ع) د خدای زوی دی – د لوګوس تجسد(تجسم)، هغه چې خدمت (کشیش‌توب) یې وکړ، سختۍ يې وګاللې او د صلیب‌والي لپاره مړ شو، خو د بشریت د ژغورنې لپاره له مړو څخه راپورته شو، د عیسوي فرقو په بېلابېلو عقیدو کې تر ډېره مشترک باور دی، چې د انجیل د لومړیو څلورو ټوکونو «د زېري » په نوم یادېږي. د عیسی(ع) د ژوند او تعلیماتو(ښوونو) تشرېح د انجيل څلور ټوکونه دي، چې متي، مارک، لوقا او یوحنا دي او له لرغونې دورې څخه د انجیل مخینه ده.

عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې د دویم معبد د یوې یهودي فرقې په توګه په هېلنېستیک یهودیت کې د روم په یهودیه ولایت کې پیل شو. د عیسي (ع) حواریان او لارویان د لومړني زور زیاتي سره سره په ټول شام، اروپا، اناتولي، بین النهرین، سویلي قفقاز، مصر او ايتوپیا کې خواره شول. ډېر ژر یې  هغه غیر یهودي وګړي ځانته راوبلل چې له خدای څخه يې وېره لرله، دا چاره د یهودیت له دودونو او ادابو څخه د انحراف لامل شوه. له میلاد څخه وروسته په ۷۰ یم کال کې د اورشلیم تر نسکورېدو وروسته د معبد پر بنسټ یهودیت پای ته ورسېده، عیسویت په ورو ورو له یهودیت څخه جلا شو. امپراتور لوی کنستانتین د میلان له (۳۱۳) فرمان سره اعلام وکړ چې عیسویت نور جرم نه بلل کېږي او وروسته یې د نیکیه (۳۲۵) شورا رامنځته کړه، چې له مخې يې لومړنی عیسویت د روم په دولتي کلیسا کې ټينګ شو (۳۸۰). د لویو څانګو له رامنځته کېدو څخه مخکې د عیسویت د متحدې کلیسا لومړنی تاریخ ځینې وختونه د لویې کلیسا په توګه یادېږي. (که څه هم په هم‌هغه وخت کې بېلابېلې فرقې شته وې چې له ډلې يې ګنوسيان او یهودي عیسویان یادولی شو). ختیځهه کلیسا تر اېفسوس شورا (۴۳۱) او ختیځه اورتودکس کلیسا هم تر کلسيدون شورا وروسته (۴۵۱) په عیسویت کې د اختلافونو پر سر له یو بل څخه بېلې شوې، حال دا چې د ختيځ اورتودکس کلیسا او کاتولیکه کلیسا په ځانګړي ډول د روم د راهب د صلاحیتونو پر سر په ختيځ – لويديځ بېلتون کې له یو بل څخه بېلې شوې (۱۰۵۴ز کال). د اصلاحاتو او سمونونو په دوره کې پروتستانیزم (د عیسویت یوه څانګه) د کلیسايي او الهیاتي اختلافاتو پر سر له کاتولیک کلیسا څخه بېل او په بېلابېلو فرقو ووېشل شو، چې عمده مسئله د روم د راهب توجیه کول او هغه ته لومړیتوب ورکول وو. عیسویت د لویديځ تمدن په ځانګړي ډول د اروپا په وده کې د لرغونې دورې په وروستیو او منځنیو پېړیو کې د پام وړ رول ولوباوه. عیسویت د اکتشاف تر عصر وروسته (له ۱۵ څخه تر ۱۷ پېړۍ) د تبلیغي کار له لارې د امریکا په لویه وچه، اوقیانوسیې،sub-Saharan Africa (د افریقا د دښتې سویلي برخې) او نورې نړۍ ته خپور شو.  [4][5][6][7][8][9][10][11]

د عیسویت څلور لويې څانګې دا دي: د کاتولیک کلیسا (چې ۱.۳ میلیارده/ ۵۰.۱ سلنه لارویان لري)، پروتستانیسم (۹۲۰ میلیونه/۳۶.۷ سلنه لارویان لري)، ختیځه اورتودوکس کلیسا (۲۳۰ میلیونه) او اسیايي اورتودکس کلیساګانې (۶۲ میلیونه) په ټوله کې ۱۱.۹ سلنه اورتودکس کلیساګانې شته. که څه هم د اکومنیزم د یووالي له هڅو سره سره د کلیساګانو زرګونه کوچنۍ ټولنې شته دي. په لويديځ کې د پیروانو(لارویانو) له لږ کېدو سره سره عیسویت لاهم په سیمه کې غالب دین دی او د ټول نفوس ۷۰ سلنه برخه عیسویان دي. عیسویت په افریقا او اسیا کې د تر ټولو ډېر نفوس لرونکو لویو وچو په توګه د ودې په حال کې دی. عیسویان د نړۍ په ځينې برخو په ځانګړي ډول په منځني ختيځ، د افریقا شمال او د اسیا په ختيځ او سويل کې له زور زیاتي سره مخامخ دي. [12][13][14][15][16][17][18]

رېښه

لومړنیو یهودي عیسویانو ځانونه د لارې په توګه نومول (په لاتیني: ټي‌یس هاډي/ τῆς ὁδοῦ، په رومي: / tês hodo)، په احتمالي توګه د اشعیا (په عبري ژبه لیکل شوي د عیسویانو د لرغونې کتاب، لومړی فصل) په ۴۰:۳ کې راغلي، «د خدای لار تیاره(برابره) کړئ» د ۱۱:۲۶ قانون له مخې د عیسویت اصطلاح (Χρῑστῐᾱνός, Khrīstiānós)، چې معنا يې د عیسی(ع) لارويان او پيروان دي، د عیسي(ع) شاګردانو ته اشاره کوي، چې د لومړي ځل لپاره د انتاکیا په ښار کې د هغه ځای د غیر یهودي اوسېدونکو له خوا وکارول شوه. د عیسویت د اصطلاح يوه بله ډېره لومړۍ کارونه چې  ثبت شوې Χρῑστῐᾱνισμός, Khrīstiānismós)) ده چې د انتاکیايي اېګناتیوس له خوا له میلاد څخه مخکې شاوخوا په ۱۰۰ز کال کې کارول شوې وه. [19][20][21]

باور( اعتقاد)

په داسې حال کې چې عیسویان په نړيواله کچه شریک اساسي باورونه لري، د سپېڅلي کتاب او هغو دودونو د تفسیر او نظریو په برخه کې سره توپير هم لري چې عیسویت پرې ولاړ دی. [22]

ایمان

لنډې عقیدتي ویناوې یا د دیني اعتقاداتو اعترافات د عقیدې په توګه پېژندل کېږي. د تمعید غسل له فورمول سره پيل شوې او وروسته د ۴ او ۵ پېړۍ د مناقشو په بهیر کې  پراخې شوې، تر څو د ایمان په ویناوو بدلې شي. د کلیساګانو د نړیوالې شورا د کارونې له مخې، د عیسویت لومړنۍ عقیده دا ده چې: «عیسی(ع) خدای دی.»[23]

د عيسائيت(نصرانیت) عقیده، د عیسوي ایمان د مقالاتو تر ټولو منل شوې برخه ده چې په ښکاره توګه د د عیسویت د لویديځ دود د مذهبي کلیساګانو، لکه لاتین کلیسا، کاتولیکه کلیسا،لږترانیزم، انګلیکانیزم او لویديځ دود د اورتودکس کلیسا په واسطه د ښوونیزو موخو لپاره کارول کېږي. دا ځانګړې عقیده د دويمې او نهمې پېړۍ تر منځ رامنځته شوه. اصلي تعلیمات یې د تثلیث او د خالق خدای تعلیمات دي. په دې عقیده کې شته هر یو تعلیم د نصرانیت د عقیدې د دوران په ټولو عامو ویناوو کې موندلی شو. دا عقیده په ظاهري ډول د عیسویت د تعلیماتو د لنډیز په توګه د تمعید غسل د نوماندانو لپاره د روم په کلیسا کې کارول کېده. لاندې ټکي په کې شامل دي: [24]

د نیقیه عقیده، تر ډېره د اریانیزم په ځواب کې د نيکيه او قسطنطنیې په غونډو کې په ترتیب سره په ۳۲۵ او ۳۸۱ کلونو کې رامنځته شوه او د اېفسوس د لومړۍ شورا (په اوسنۍ ترکیه کې پرته د افسوس سیمه کې د عیسوي راهبانو ټولنه) له خوا په ۴۳۱ ز کال کې د عیسویت د نړیوالې عقیدې په توګه تاييد شوه.  [25][26][27]

د کلسیدون تعریف یا د کلسیدون عقیده، په ۴۵۱ ز کال کې یې د کلسیدون په شورا کې رامنځته شو، که څه هم ختیځو اورتودکسانو رد کړه، عیسي(ع) ته یې وروښودل چې «په ګيچ کوونکي، نه بدلېدونکي، د نه وېشلو وړ او د نه توپير کولو وړ ډول په دوه طبعیتونو کې په رسمیت وپېژندل شی،»: یو الهي او یو انساني چې دا دواړه طبعیتونه په خپلواک ډول له کمال سره په یو کس کې په بشپړ متحدېږي.    [28][29][30]

د اتاناسي عقیده، نیقیه او کلسیدوني عقیدې ته د ورته مقام لرونکې عقیدې په توګه په لوېدیځه کلیسا کې رامنځته شوه، چې وايي: «موږ یوازینی او واحدا خدای په [1]تثلیث او تثلیث په وحدانیت کې منو او عبادت یې کوو؛ نه خلک مغشوش کوو نه هم ذات وېشو». [31]

مسلمانانو په نظر کې

نصرانیت هماغه دین دی چې الله ج د حضرت موسی علیه السلام د دین د بشپړیدو په خاطر په حضرت عیسی علیه السلام رانازل کړی و. دغه دین بني اسرایلو ته راغلی و چې هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو له بده مرغه چې د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل او دغه دین یې له اسماني بڼې نه واړاوه.

حضرت عيسیٰ ع په اسلام کې حيثیت

حضرت عيسیٰ علیه السلام په اسلام کې د پنځو عظیم پیغمبرانو نه دی، یانې الوالعزم - (۱) حضرت محمد مصطفیٰ (ص)، حضرت ابراهیم (ع)، حضرت موسیٰ (ع)، حضرت عیسیٰ (ع)، او حضرت نوح (ع). یو مسلمان د ھغه پورې مسلمان نه شي کیدای چې د څو پورې ھغه حضرت عیسی (ع) نه مني.

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.