![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/ef/Memorial_%25282%2529.jpg/640px-Memorial_%25282%2529.jpg&w=640&q=50)
اکوړه خټک
په خيبرپښتونخوا کې يو ښارګی / From Wikipedia, the free encyclopedia
اکوړه خټک د خيبر پښتونخوا ایالت د پېښور او راولپېنډۍ ترمنځ لويې لارې ته نږدې یو ښارگوټی دی چې د وگړیو شمېر يې د ۱۹ زرو شاوخوا کې دی.
چټک مالومات عمومي معلومات, وګړو شمېر ...
تړل
اکوره خټک د پښتو ژبې د نابغه، اوڅار شاعر او ليکوال خوشال خان خټک د زوکړې ځای او د نيکونو ټاټوبی دی. اکوړه خټک د خوشال بابا د غورنيکه ملک اکوړ خان په وياړ نومول شوی دی. دلته د خوشال خان خټک په ياد يو کتابتون هم جوړ شوی دی.