From Wikipedia, the free encyclopedia
د هوش ضریب (ای.کیو) ټولې هغه نمرې دي چې د هغو معیاري یا فرعي ازموینو له یوې ټولګې څخه ترلاسه کېږي چې د انسان د هوش د ارزولو لپاره ډیزاین شوي دي. دایکیو (IQ) لنډیز د ارواپوه «ویلیم سټرن» لهخوا د جرمني ژبې د «Intelligenzquotient» اصطلاح لپاره رامنځته شو. هغه دا اصطلاح په بریسلاو پوهنتون کې د هوش ازموینو ته د نمرو کولو د مېتود په موخه په ۱۹۱۲ کال کې په یوه کتاب کې وکاروله او د کارولو دفاع یې وکړه.[1][2][3][4]
د هوش د ازموینو نمرې د هوش اټکلونه دي. د ای.کیو نمرې د تغذیې، د والدینو د ټولنیز اقتصادي حالت، ناروغتیا او مړینې، د والدینو د ټولنیز حالت او د زیږون د چاپېریال له فکتورونو سره تړاو لري. په داسې حال کې چې د ایکیو وراثت له نږدې یوې پېړۍ راهیسې څېړل کېږي، خو لا یې هم د وراثت د اټکلونو د اهمیت او د وراثت د میکانیزمونو په اړه بحث موجود دی. ډېری څېړنې او د اې.پي.اې راپور ښیي چې د ایکیو د وراثت وړتیا په ځوانانو او لویانو کې شاوخوا ۰.۷۵ ده خو د ماشومانو لپاره بیا دغه شمېره ټيټه ښودل شوې ده.[5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17]
له تاریخي پلوه ان د ای.کیو د ازموینو له جوړېدو مخکې هڅه شوې وه چې خلک په ورځني ژوند کې د خپل چلند له مخې د هوش په کټګوریو کې ډلبندي شي. د چلند د مشاهدې نور ډولونه لا هم د ای.کیو ازموینې د نمرو پر اساس د طبقهبندۍ له مخې د اعتبار ورکولو لپاره ډېر مهم دي. د ازمونیې له خونې بهر هم د چلند د مشاهدې له لارې د هوش طبقه بندي او هم د ای.کیو ازموینې طبقه بندي په یوه ځانګړي مورد کې کارول شوې چې د "هوش" په تعریف او د طبقه بندۍ په کړنلاره کې د اندازه کولو په اعتبار او غلطۍ پورې اړه لري.
د احصایې متخصص فرانسېس ګالټون (۱۸۲۲-۱۹۱۱) د یوه شخص د هوش د درجه بندي کولو لپاره د معیاري ازموینې په جوړولو کې لومړنۍ هڅه وکړه. دی چې د ارواپوهنې او د انساني بېلابېلوالي په څېړنه او د انساني خواصو د وراثت په څېړنه کې د احصایوي مېتودونو د کارولو مخکښ و، په دې باور و چې هوش په لویه کچه کې د وراثت محصول دی. ده وویل چې د هوش او نورو لیدل لېدونکو ځانګړنو تر منځ باید اړیکه موجوده وي چې په دغو ځانګړنو کې یې غیر ارادي غبرګون، د عضلاتو او سر اندازې د بېلګې په توګه یادې کړې دي. ده په ۱۸۸۲ کال کې په نړۍ کې د ذهني ازموینې لومړنی مرکز جوړ کړ او په ۱۸۸۳ کال کې یې خپل کتاب خپور کړ او خپل نظریات یې په کې وړاندې کړل. د بېلابېلو فزیکي بدلونونو په اړه د معلوماتو له راټولولو وروسته ونه توانېد چې دا ډول اړیکه وښيي او بالاخره یې دا څېړنه پرېښوده.[18][19][20][21][22]
د هوش په څېړنه پورې اړونده جنجالي موضوع دا ده چې د ای.کیو نمرې په اوسط ډول د قومي او نژادي ډلو تر منځ توپیر لري، که څه هم دا توپیرونه د وخت په تېرېدو سره بدل شوي او په ډېرو مواردو کې په دوامدار ډول کم شوي دي. د دغو توپیرونو د دوام د شتون په اړه لږ علمي بحثونه موجود دي، اوسنۍ علمي اجماع دا ده چې دا د جینیټيکي لاملونو پر ځای چاپېریالي لاملونو لري. د جنسیتونو تر منځ په ای.کیو کې د توپیر موجودیت لا هم لانجمن پاتې دی او تر ډېره په دې پورې اړه لري چې کومې ازموینې اجرا شي.[23][24][25][26]
دا چې د "نژاد" مفهوم یو ټولنیز جوړښت دی، د نژاد او هوش تر منځ د مطلوبو اړیکو بحثونه او د نژادي کرښو په اوږدو کې په هوش کې د جینیټیکي توپیرونو ادعاوې په دواړو مشهورو علمي او اکاډمیکو څېړنو کې هغه وخت څرګندې شوې چې کله په لومړي ځل د نسل عصري مفهوم معرفي شو. سره له دې چې د موضوع په اړه پراخې څېړنې شوې دي، خو هېڅ داسې علمي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د خلکو د بېلابېلو ډلو اوسطې ای.کیو نمرې د دغو ډلو تر منځ جینیټيکي توپیرونو ته منسوبې کړي. مخ پر ودې شواهد ښیي چې جینیټيکي لاملونه، بلکې چاپېریالي لاملونه د نژادي ای.کیو تشه تشرېح کوي.[27][28][29][30][31][32][33]
د هوش په اړه په ۱۹۹۶ کال کې د یوه کاري ځواک څېړنه چې د امریکا د رواني انجمن لهخوا تمویل شوې وه، دې پایلې ته ورسېده چې د نژادونو په ای.کیو کې پام وړ توپیرونه شته. د «ویلیم ډیکنز» او «جیمز فلین» لهخوا یوه سیستماتیک تحلیل وښوده چې د تور پوستو او سپین پوستو امریکایانو تر منځ دا تشه په ډراماتیک ډول د ۱۹۷۲ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ موده کې کمه شوې او وايي چې "د تور پوستو او سپین پوستو د ای.کیو د تشې ثابتول یوه افسانه ده".[34][16]
د عمومي هوش د مفهوم په راتګ سره ډېری څېړونکو استدلال کړی چې په عمومي هوش کې پام وړ جنسیتي توپیر نهشته، که څه هم د هوش په ځانګړو ډولونو کې وړتیا توپیر لري. که څه هم ځینې ازموینې په نرینهوو کې یو څه ډېر هوش ښیي، خو ځینې نورې بیا داسې دي چې په ښځو کې د هوش کچه لوړه څرګندوي. څېړنو ښودلې چې ښځې په لفظي وړتیا پورې په اړوندو کارونو کې ښه فعالیت لري او نرینه بیا په فضا کې د شیانو د ګرځېدو جریان په اړوندو کارونو کې ښه دي چې ډېری وختونه د فضايي وړتیا په توګه طبقه بندي کېږي. [35][36][37][38][39][40]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.