From Wikipedia, the free encyclopedia
اکوړ خان (په انگرېزي: Akor Khan) د خټکو د سردارۍ بنسټ ايښودونکی او د خوشال خان خټک غورنيکه ؤ. کله چې په ۱۵۵۶ ز. کال کې جلال الدين اکبر په ډيلي کې پاچا شو، د مغولو د پاچاهۍ په ساحه د افغانستان ځينې سيمې او هند و. او د دوی سوداگريز او پوځي کاروانونو د ډېلي او کابل پر لار تگ راتگ کاوه. په لاره کې ډېر وخت د دوی کاروانونه چور کېدل. نو جلال الدين اکبر د دې لارې د امنيت د ټينگښت په خاطر اکوړ خان ته چې د خپلې سيمي ملک و، د اټک نه تر نوښاره پورې سيمه په جاگير ورکړه چې د دې سيمې امنيت وساتي. [1]
ملک اکوړی د خټکو په ټبر کې د بټي خېلو د څانگې ملک و، د پلار نوم يې دروېش محمد و چې په چنجو هم مشهور دی. د ملک اکوړي نوره قبيله په کوهاټ کې مېشته وه، خو ملک اکوړی په څه خبره د خپلو عزيزانو نه مرور شوی و او د خوړی سيمې ته راغلی ؤ. په دې ورځو کې د خوړی په علاقه کې ماندوری او ډنگرزی اوسېدل. ملک اکوړي په گواز دره کې استوگنه اختياره کړه او د خپل ځان سره يې يو ټولی جمع کړی و او د خواو شا په سيمه به يې تاختونه کول. په دې ډول يې نوم او شهرت ترلاسه کړی و. دغه وجه وه چې کوم وخت د شاهي سړک د حفاظت سوال پېښ شو نو د علاقې زميندارانو د ملک اکوړي نوم پېش کړو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.