![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/e1/Hitler_portrait_crop.jpg/640px-Hitler_portrait_crop.jpg&w=640&q=50)
اډولف هټلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
اډولف هیټلر (۲۰ اپرېل ۱۸۸۹ – ۳۰ اپرېل ۱۹۴۵ زکال) اطریشي الاصل جرمنی سیاستوال و چې له ۱۹۳۳ ز کال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې ترهغه مهاله چې مړ شو، د جرمني دیکتاتور په توګه پاتې شو. هغه د نازي ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد او په ۱۹۳۳ زکال کې یې د لومړي وزارت چوکۍ خپله کړه او بیا یې په ۱۹۳۴ زکال کې د نازي آلمان د رهبر لقب خپل کړ. نوموړي د خپلې دیکتاتورۍ پر مهال د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په پولنډ باندې په برید کولو سره په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه پیل کړه. هغه له نږدې په پوځي عملیاتو کې ونډه لرله او د هلوکاسټ په نامه د نږدې شپږ میلیونه یهوادنو او نورو قربانیانو د عامې وژنې په مرکزیت کې یې ځای درلود.
اډولف هټلر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
1938 د طولاني | |||||||
د جرمني هیټلر | |||||||
د واکمنۍ دوران 2 August 1934 – 30 April 1945 | |||||||
مرستیال | Rudolf Hess (1933–41) | ||||||
| |||||||
د جرمني وزیر اعظم | |||||||
د واکمنۍ دوران 30 جنوري 1933 – 30 اپریل 1945 | |||||||
ولسمشر | پاول فون هیندنبورگ (تر 1934) | ||||||
مرستیال | فرانتز فون پاپن (1933–34) | ||||||
| |||||||
د ملي سوسیالیست مشر د جرمن د کارګر ګوند | |||||||
د واکمنۍ دوران 29 جون 1921 – 30 اپریل 1945 | |||||||
مرستیال | روډولف هس | ||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۲۰ اپریل ۱۸۸۹(1889-04-20) Braunau am Inn, Austria-Hungary | ||||||
مړینه | ۳۰ اپريل ۱۹۴۵ (۵۶ کال کلنۍ کي) Berlin, Germany | ||||||
د مړینې لامل | Gunshot wound (suicide) | ||||||
تابعیت | P27 | ||||||
قد | 174 سانتي متره [1]، 175 سانتي متره [2] ![]() | ||||||
وزن | 72 کيلوګرامه ![]() | ||||||
مذهب | See: Religious views of Adolf Hitler | ||||||
ګوند | National Socialist German Workers' Party (1921–45) | ||||||
غړی | نازي ګوند ![]() | ||||||
طبی کیفیت | د پارکېنسون ناروغي [3] | ||||||
مور او پلار |
| ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال | ||||||
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [5][6][7] ![]() | ||||||
د کړنې څانګه | پروپاګانډا په نازي المان کې [8]، سياست [8] ![]() | ||||||
تحریک | German Workers' Party (1920–21) | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | ![]() | ||||||
مقام |
| ||||||
جګړه/جګړې | لمړی نړیواله جنګ | ||||||
لاسليک | |||||||
د اډولف هټلر لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() | ||||||
![]() ![]() | |||||||
سمول ![]() |
هیټلر په اطریش-هنګري کې وزېږېد او لینز ته څېرمه را لوی شو. وروسته نوموړي د ۱۹۰۰ مې سلیزې په لومړۍ لسیزه کې په ویانا کې ژوند وکړ او په ۱۹۱۳ زکال کې جرمني ته وکوچېد. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني په ځواکونو کې د خدمت کولو پر مهال د ویاړ نښان ترلاسه کړ. په ۱۹۱۹ زکال کې هغه د جرمني د کارګرانو له ګوند (DAP) سره یوځای شو، چې د نازي ګوند مخکښ و، په ۱۹۲۱ زکال کې هغه د نازي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۲۳ زکال کې هغه د دولتي ځواک ترلاسه کولو په موخه په مونیخ کې د یوې ناکامې کودتاه هڅه وکړه او د پنځو کلونو لپاره بندي شو. هغه په بند کې د خپل ژوند لیک لومړی ټوک او خپل سیاسي مانیفیست د Mein Kampf (زما جګړه) تر نامه لاندې ولیکه. وروسته له هغه چې نوموړی ډېر ژر په ۱۹۲۴ زکال کې له بنده خوشی شو؛ هغه د وارسا په تړون په نیوکو، د پان جرمنیزم د ترویج او د یهودیزم او کمونیزم پر ضد د خپلو کاریزماتیکو نازي تبلیغاتو له امله ولسي ملاتړ خپل کړ. هغه په مکرر ډول نړیوال کپیټليزم او کمونيزم د یهودي توطئې د برخې په توګه غندل.
د ۱۹۳۲ زکال تر نومبر میاشتې پورې نازي ګوند د جرمني په رایشتاګ (ولسي جرګه) کې ډېرې چوکې په واک کې لرلې، خو اکثریت یې نه درلود. له همدې امله هېڅ یو ګوند ونه شو کولای، د لومړي وزارت د چوکۍ لپاره د خپل نوماند لپاره اکثریت پارلماني ائتلاف رامنځته کړي. پخواني لومړي وزیر فرانز ون پاپن او نورو محافظه کارو مشرانو ولسمشر پاول ون هنډنبرګ وهڅاوه، څو هیټلر د ۱۹۳۳ زکال د جنوري په ۳۰ مه د لومړي وزیر په توګه وټاکي. له لږ ځنډ وروسته رایشتاګ د ۱۹۳۳ زکال د واکونو د تفویض قانون تصویب کړ ،چې له مخې یې ویمار جمهوریت په نازي جرمني واوښت، هغه یو ګوندي دیکتاتوري نظام چې د نازیسم له اتوکراتیکې او توالیتر آیډیالوژي یې سرچینه اخیسته. د هیټلر موخه له یهودانو څخه د جرمني پاکول او د نازيسم (نوي نظم) رامنځته کول و چې پر باور یې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د بریتانیا او فرانسې له خوا رامنځته شوې واکمنه بې عدالتي یې له منځه وړله. د هغه د واکمنۍ په لومړنیو شپږو کلونو کې له لوی اقتصادي بحران وروسته د جرمني اقتصاد چټکه وده لرله او همدارنګه یې هغه سیمې بېرته له ځان سره ونښلولې چې په میلیونونو د جرمن قوم وګړي په کې میشت و، هماغه و چې نوموړي په پام وړ ډول عامه ملاتړ خپل کړ.
هیټلر په ختیځه اروپا کې د جرمني وګړو لپاره د لبنسراووم سیاست (د ژوندانه د فضا برابرولو) په هڅه کې و، خو د هغه تهاجمي بهرنی سیاست په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې د اصلي لامل په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه په پراخه کچه خپل وګړي وسله وال کړل او د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه یې په پولنډ برید وکړ، دغه برید د دې لامل وګرځېد، څو بریتانیا او فرانسه د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي. د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې، هیټلر په شوروي اتحاد باندې د برید امر ورکړ. د ۱۹۴۱ زکال په پای کې، جرمني ځواکونو او د هغو اروپايي محور ځواکونو د اروپا ډېره برخه او شمالي افریقا ونیوله. له ۱۹۴۱ زکال وروسته دغه لاسته راوړنې بېرته سرچپه شوې او په ۱۹۴۵ زکال کې متحدینو ځواکونو د جرمني پوځ ته ماتې ورکړه. د ۱۹۴۵ زکال د اپريل په ۲۹ مه نېټه، نوموړي له خپلې پخوانۍ معشوقې ایوا براون سره د برلین په Führerbunker کې واده وکړ. یوازې دوه ورځې وروسته دوی دواړو د شوروي د سره پوځ له خوا د دوی د نیولو څخه د مخنیوي په موخه ځان وژنه وکړه. د دوی مړي وسوزول شول.[9]