سياستوال From Wikipedia, the free encyclopedia
گل آغا شېرزی د افغانستان ۱۳۹۳ د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وو، همداراز نوموړی د ننگرهار ولايت او کندهار ولايت والي هم تېر شوی. کله چې په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت حکومت ړنگ شو نو له هماغه وخت وروسته له ۱۹۹۲ ز. کال څخه تر ۱۹۹۴ ز. کال پورې د کندهار والي او ملي محاذ غړی وو.
ګل آغا شيرزی ګل آغا | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
شېرزى د ٢٠٠٩ زېږدیز کال د اکتوبر مياشت، جلال آباد | |||||||
د افغانستان د ننگرهار ولايت والي | |||||||
د واکمنۍ دوران ١٢ جولای ۲۰۰۵ – اکتوبر ٢٠١٣ | |||||||
| |||||||
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢۵ جولای ٢٠١٧ – ۱۵ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | 1954 (اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲".–اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". کلن) کندهار، افغانستان | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
مذهب | اسلام | ||||||
ګوند | خپلواک | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
سمول |
ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳لمریز کال دکندهار دډنډاولسوالی په روح ابادکلي کي زیږیدلی دی گل آغا شېزی په خټه پښتون او د کندهار د بارېکزیو څخه دی. کله چې گل آغا شېرزی پيدا شو نو نوم يې شفيق ؤ. نوموړی د يوه غښتلي مجاهد حاجي عبدالطیف خان اکا زوی دی. کله چې د روسانو پر وخت جهاد اعلان شوی ؤ او گل آغا شېرزی د خپل د پلار تر څنگ د جهاد لپاره ودرېده نو په همدغه وخت کې ورته د گل آغا نوم ورکړ شو. د نوموړي پلار چې کله ووژل شو نو ده هم د خپل نوم سره د شېرزي تخلص وتاړه.
گل آغا شېرزی له دې امله ستایل کیږي چې له کندهار نه یې د طالبانو په ایستلو کې له امریکا سره مرسته کړې ده. د هغه په باب دا هم ویل کیږي چې د کندهار د والي په توگه یې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر او کاروبار مخه نیولې وه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.