د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت، د ۱۹۷۸ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۹۲ زېږدیز کال پورې د افغانستان حکومت وو، چې د خلق ډموکراتيک ګوند د پلویانو له لورې پر سردار محمد داوود خان د ثور انقلاب کودتاه په ترڅ کې رامېنځته شو، په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې د ډاکټر نجيب احمدزي لخوا د افغانستان اساسي قانون بدل شو چې په پایله کې يې "د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت" نوم د "افغانستان جمهوريت" او د پرچم ګوند نوم يې «د وطن ګوند» ته بدل کړ.
ملي سرود: ګرم شه، لا ګرمه شه! ته اې مقدس لمره
| |||||||||
حالتونه |
| ||||||||
پلازمېنه او لوی ښار | کابل | ||||||||
لوی ښار | پلازمېنه | ||||||||
رسمي ژبې | پښتو او دري | ||||||||
دين | اسلام (رسمي)[۱] | ||||||||
وګړنوم | افغانان | ||||||||
عمومي منشي | |||||||||
• ۱۹۷۸–۱۹۷۹ | نورمحمد تره کی | ||||||||
• ۱۹۷۹ | حفيظ الله امين | ||||||||
• ۱۹۷۹–۱۹۸۶ | ببرک کارمل | ||||||||
• ۱۹۸۶–۱۹۹۲ | ډاکټر نجيب الله احمدزی | ||||||||
هېوادمشر | |||||||||
• ۱۹۷۸–۱۹۷۹ (لومړی) | نورمحمد تره کی | ||||||||
• ۱۹۷۸–۱۹۹۲ (وروستی) | ډاکټر نجيب الله احمدزی | ||||||||
د حکومت مشر | |||||||||
• ۱۹۷۸–۱۹۷۹ (لومړی) | نورمحمد تره کی | ||||||||
• ۱۹۹۰–۱۹۹۲ (وروستی) | فضل الحق خالقيار | ||||||||
قانون جوړوونکې اداره |
(۱۹۷۸–۱۹۸۷)
| ||||||||
(۱۹۸۸–۱۹۹۲) | |||||||||
(۱۹۸۸–۱۹۹۲) | |||||||||
تاريخي پېښې | سړه جګړه | ||||||||
د اپرېل ۲۷-۲۸، ۱۹۷۸ زېږديز کال | |||||||||
• اعلانېدل | د اپرېل ۳۰ ۱۹۷۸ | ||||||||
د ډيسمبر ۲۷مه، ۱۹۷۹ز کال | |||||||||
• "لویه جرګه" ۱۹۸۷ | د نوامبر ۳۰، ۱۹۸۷ز کال | ||||||||
د فبرورۍ ۱۵مه، ۱۹۸۹ز | |||||||||
د اپرېل ۲۸مه ۱۹۹۲ | |||||||||
• د ۱۹۹۰ وګړو اټکل | ۱۵,۹۰۰,۰۰۰[۲] | ||||||||
بشري پرمختيا (۱۹۹۲) | 0.316 کښته | ||||||||
پيسې | افغانۍ ؋ | ||||||||
د اړيکو نړيوال کوډ | 93 | ||||||||
|
د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت رامېنځته کېدو اصلي ريښه د ثور پوځي کودتا ته ورګرځي چې خلقيان يې د انقلاب په نوم یادوي، دا کودتا د خلق ګوند پلويانو لخوا ترسره شوه چې د سردار محمد داود خان جمهوریت ته د پای ټکی کیښودل شو.
د خلق ډيموکراټيک ګوند پلويانو د سردار محمد داود خان سره مرسته کړې وه ترڅو د محمد ظاهر شاه شاهي واکمني له مېنځه يوسي او د افغانستان جمهوریت رامېنځته شي، خو د جمهوريت په پيلېدو سره داود خان دوی ته هغسې ځای ورنکړ لکه څنګه چې يې تمه درلودل، په وروستیو کې د خلق ګوند پلويانو په ښکاره د شوروي اتحاد پلوي کول او په غیر قانوني ډول يې د شوروي اتحاد حکومت سره اړیکې هم درلودلې، داود خان چې پوه شوی وو دوی پردي پال دي او جمهوریت ته خنډ پېښوي نو يې په افغانستان کې د دوی ګوند له مېنځه يووړ او حکومت يې يو ګونديز اعلان، چې دې کار د خلقيانو غبرګونونه راوپارول، چې بيا وروسته د داود خان له خوا ځينې غړي يې بنديان شول خو په همدې حالت کې چې ځينې غړي يې بنديان ول حفيظ الله امين د ثور کودتا پیل کړه.
تاريخ
د محمد ظاهر شاه اوږدمهالې واکمنۍ په وروستيو کې د ځينو بدلونونو او مډرن جمهوريت جوړولو لپاره سردار محمد داوود خان په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې پر دولت سوله ييزه کودتا وکړه چې په پايله کې يې د افغانستان جمهوريت رامېنځته شو. داوود خان د جمهوريت په پيل کې د هیواد رغونې لپاره ډېرې درنې پروژې په کار واچولې همداراز ډېر ژر او چټک بشپړېدلې، افغانستان په پراخه کچه بدلون وموند، بهرنی سياست او ډيپلوماسي يې له پخوا ځواکمنه شوه، خو د پينځه کلونو واکمنۍ وروسته د خلق ډيموکراتيک ګوند پلويانو په واک کې د داخلېدو غوښتنې پيل کړې چې د سردار داوود خان له غبرګون سره مخ شوې او د خلق ګوند غړي لکه نورمحمد ترکی، سلېمان لايق او ځينې نور غړي يې بنديان کړل، دې کار د خلقیانو او حکومت ترمېنځ واټن ډېر کړ چې په پايله کې خلقيانو عام ولس او پوځ پر حکومت باندې راوپاڅاوه چې په پايله کې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت رامېنځته شو چې نورمحمد ترکی رسماً د هېواد ولسمشر شو، د يو کال وروسته د خلقيانو په مینځ کې مخالفتونه رامېنځته شول، د دې ګوند بل مشهور غړي حفيظ الله امين پر نورمحمد ترکي کودتاه وکړل، تر دې دمه د افغانستان خپل داخلي حکومت وو هېڅ بهرني لاسوهنې يا بل څه نه وې، خو له لنډې مودې وروسته د خلق ګوند يو بل ياغي شوي غړي ببرک کارمل د شوروي پوځيانو سره يوځای افغانستان ته رادننه شو چې په پايله کې يې د لومړي ځل لپاره د بهرنيو په مرسته او خوښه یو حکومت جوړ کړ، د هغه له واکمنۍ سره داخلي جګړو هم زور واخيست چې ترننه پورې دا هېواد ورڅخه کړېږي.
حکومت او له مېنځه تګ
د ثور بریالۍ کودتا چې په پايله کې يې د سردار محمد داود خان جمهوريت ړنګ شو، په لومړي پړاو کې نور محمد ترهکی د افغانستان د ولسمشر او د خلق ډيموکراتيک ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. چې يو کال وروسته د خلقيانو او پرچميانو په مېنځ کې مخالفتونه خورا پراخ شول تر دې چې د ټول هېواد برخليک او ثبات هم ډېر زیان وويني.
ولسمشران
- له پيل (۱۹۷۸) څخه تر ۱۹۷۹ پورې داخلي حکومت «نورمحمد ترهکی ورپسې حفيظ الله امين»
- په ۱۹۷۹ کې ببرک کارمل د شورویانو په مرسته افغانستان اشغال کړ او واک ته ورسېد
- په ۱۹۸۶ کې ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او واک يې ډاکټر نجيب احمدزي ته وسپاره
- د ډاکټر نجيب حکومت له درې کلونو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې شورویان د ډاکټر نجيب په خوښه له افغانستان څخه وايستل شول
که څه هم د حکومت د جوړېدو په لومړي سر کې د ګوند مشر نورمحمد تره کی ولسمشر شو خو د يو کال په تېرېدو وروسته د ځينو داخلي مخالفتونو له امله ووژل شو او پرځای يې حفيظ الله امين ولسمشر شو.
حفيظ الله امين چې د ولسمشرۍ درې مياشتې يې تېرې شوي وې، د دوی بل ملګری ببرک کارمل د روسانو پر ټانګونو سپور افغانستان ته راغی، روسانو افغانستان اشغال کړ، حفيظ الله امين يې وواژه، او ورپسې يې ببرک کارمل د هېواد ولسمشر کړ. ببرک کارمل هم د خلق ګوند يو مخکښ غړی وو چې وروسته د پرچم په ګوند له خلقيانو څخه بېل شوی وو.
د نور محمد ترهکي وژنه
تر کودتا وروسته په خپله د خلق دیموکراتیک ګوند په منځ کې د ځینو مشرانو د ځان غوښتنو او تربګنۍ له امله د اختلاف ژور درزونه راپیدا شول په لومړي سر کې تړون وویشتل شو او د حفظ الله امین د نیولو او ترور لړۍ هم پیل شوه دا چې ددغو اختلافاتو تر شا څه لاملونه وو دا یو لوی پېچلی او ناراسپړل شوی تاریخي بحث دی چې تر اوسه د حلق د دیموکراتیک ګوند د غړو او مشرانو له خوا نه دی سپین شوی او څېړل غواړي.
دا دی کلونه وروسته ورو ورو ځینې حقیقتونه رابرسیره کیږي. که څه هم په څرګند ډول د خلق د دیموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان د انقلابي دولت ریس او عمومي منشي نور محمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د وږي پر ۲۵ نېټه د یوې غلې او ارامې سپینې کودتا په ترڅ کې له مخې لېرې کړل شو او د کورنۍ ټول غړي یې چې مېرمن ' وروڼه او ورېرونه یې وو ټول د ارګ له حرمسرای نه د کوټې کول په نوم د صدارت ماڼۍ نظارت خونې ته ولېږدول شول د کور نرس یا نرسه یې ونیول شوه / شو. او دوه ځانګړي ټوپکوال ساتونکي ( یاوران) یې چې ببرک او قاسم نومېدل هم په دې پلمه چې ګوندې پر تړون د ډزو په تور تاسو محکمې ته بیول کېږئ ونیول شول او بیا د وروستیو شاهدانو په تور ژر تر ژر تړلي لاسونه او سترګې پلګون ته یوړل شول او د ښایسته خان نومي صاحبمنصب چې د مخابرې امر و پر سر وویشتل او دواړه یې ووژل.
خو په همدې ورځ د انس ورځپاڼې په ګڼه ( ۱۴۸۶۶) کال ( ۱۳۵۸ / وږې /۲۵) خبر خپور شو چې ( پلنیوم د خلق دیموکراتیک ګوند د مرکزي کویټې غړو او کومیټې د سیاسي منشي ډاکټر شاولي تر مشرۍ لاندې د سهار له نهو د غرمې تر یوې نیمې بجې پورې ځانګړې فوق العاده غونډه وکړه او د خلق د دیموکراتیک ګوند او د انقلابي شورا د مشر نور محمد تره کي په هغه غوښتنه ( استعفاء) یې بحث وکړ چې د صحت د خرابوالي له امله نه شي کولای چې د خلق دیموکراتیک ګوند رهبري وکړي نو پر همدې بنسټ تر غور او بحث وروسته د تره کي غوښتنه په اتفاق سره ومنل شوه او پر ځای یې د مرکزي کومیټې سیاسي مشر او لومړی وزیر حفظ الله آمین د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
خو بیا د وږې له ۲۵ نېټې د تلې تر ۱۸ نېټې کابو ۲۳ ورځې د نور محمد تره کي خبر او ذکر چېرته ونه شو خو بیا هم د تلې پر اتلسمه نېټه د انیس د دولتي ورځپاڼې په اتم مخ کې یو ډېر عادي او کوچنی خبر خپور شو چې ګوند نور محمد تره کی د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن ومړ او جنازه یې په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.. پورتني مستند فلم کې تاسو هغه جریان ګورئ چې پر کال ۱۳۵۸ د سلواغې پر ۲۴ شتمه نېټه د حفیظ الله آمین تر ترور وروسته د تره کي د قتل په تور د نور محمد تره کي له دریو قاتلانو نه یو قاتل چې د دفاا وزارت د مخابرې آمر و د عبدالودود په نوم د تره کي د وژل کېدو جریان د څارنوالۍ مستنطقینو ته وایي: هغه وایي چې موږ درې کسان تره کي ته واستول شو چې یو زه بل روزي او دریم اقبال و.
ودود وایي چې د شپې اونيمې یا اته بجې به وې چې د ګارد قومندان جانداد وغوښتل او د تره کي د ترور او وژل کېدو پلان یې راکړ او ویل یې چې دا د سیاسي بیرو د مشرانو پرېکړه ده او موږ یې باید عملي کړو ' ودود وایي چې ما وړاندیز وکړ چې تره کی د وژلو پر ځای ولې روسې ته نه لېږو خو وایي چې جانداد جواب راکړ چې روسانو ته ویل شوي دي او هغوی رد کړی دی له اوږدې کیسې او جریان نه وروسته وایي چې موږ کوتي باغچې ته ولاړو تره کی په دویم پوړ کې و ودود وایي چې زه او اقبال لاندې ودرېدو او روزې پورته ورغلو او تره کي ته یې وویل چې ورسره لاندې راښکته شي ودود وایي چې تره کې لاندې راغلو او هلته د زینو سره څنګ کې د یوه نفر خدمت وړه کوټه یوه چې یو وړوکی چپرکټ په کې پروت و وایي زوري ورته وویل چې دلته څمله ودود وایي تره کي خپل جب نه د ګوند کارت راوویست او روزي ته یې وویل چې زما دا کارت ملګري آمین ته ورکړه.
ودود وايي تره کی پو شو چې دوی مې وژني نو وایي شونډې او حلق یې وچ شو نو غږ یې وکړ چې لږې اوبه راکړئ ودود وایي زه په اوبو پسې بیرون ووتم خو کلاس مې نږدې چیرې پیدا نه کړ چې بېرته راغلم ګورم چې تره کی پر چپرکټ پروت دی روزي یې لاسونه پر روجایي تر شا کلک تړلي دي او بالښت یې ورته پر خوله یښی او دپاسه پرې پروت دی اقبال یې پښې کلکې کړې وې ودود وایي چې تر لس پینځلس دقیقو وروسته تره کي نه سا ووته او موږ په هماغه موټر کې چې موږ ته راکړل شوی و د تره کي جسد وواچولو او د جنګي دروازې له لورې د کابل ولایت پر لاره د سالنګ واټ پر لورې ولاړو او په قول آبچکان کې چې وار دمخه قبر کیندل شوی و او پهره دار پرې ولاړ و هملته مو خښ کړ او اړوندو څانګو ته مو د خپلو اجرأتو ډاډ او خبر ورکړ. ودود دا هم وایی چې کله تره کي اوبه وغوښتلې نو ما اقبال ته وویل چې اوبه ورته راوړي خو روزي وویل چې اوبه ورته مه راوړئ نو ځکه زه ولاړم او فکر کوم چې دلته ځان بې ګنا ښودل غواړي. روزي د ګارد سیاسي امر و او رتبه یې لومړی بریدمن و او اقبال د ګارد د کشف امر و چې بیا وایی د ګارد د کام امر شو او رتبه یې لومړی بریدمن وه".
پر افغانستان د روسانو يرغل او د حفيظ الله امين وژنه
د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ درې مياشتې لا تېرې شوي نه وې چې د دې ګوند بل ياغي شوی غړی ببرک کارمل د روسانو پر ټانکونو سپور افغانستان ته راغی، حفيظ الله امين يې له سلګونو نورو چارواکو او پوځیانو سره وواژه، او ببرک کارمل رسماً د شورويانو په مرسته د افغانستان ولسمشر شو.
د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي.
پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانگړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل. د دې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ.
د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلازمېنه کېناوه .
د سي آی اې CIA د جاسوسۍ تور د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې.
د ببرک کارمل ګوښه کېدل
کله چې د ۱۹۸۵ ز کال د مارچ پر ۱۱ ميخايل سيرگېويچ گورباچوف د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي شو ، نو د افغانستان په تړاو سياست ته يې هم بدلون ورکړ . هغوی وليدل چې دا شپږم کال دی چې هره ورځ په افغانستان کې شوروي پوځيان وژل کيږي ، خو د کارمل واکمني د افغانستان لپاره کوم گټور بدلون رامنځته نه کړي ، نو یې وپتېيله چې د افغانستان په سیاسي مشرتابه کې هم بدلون راولي . په همدې توگه د ١٩٨٦ ز کال د می پر ۴ کارمل د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د عمومي منشي له څوکۍ او دندې څخه گوښه او پر ځای کې يې ډاکټر نجيب الله ځایناستی شو. ببرک کارمل وروسته د همدغه کال د نوامبر پر ۲۱ د جمهوري رياست له څوکۍ څخه هم گوښه شو . وروسته له دې چې له ولسمشرۍ دندې نه گوښه شو نو مسکو ته واستول شو. بيا پر ١٩٨٩ کال يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په شوروي اتحاد کې تېرې کړې او د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
د ډاکټر نجيب لخوا د شورويانو شړل
د ډاکټر نجيب حکومت له درې کلونو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې شورویان د ډاکټر نجيب په خوښه له افغانستان څخه وايستل شول.
کله چې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت هېوادمشر ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او ژوند نه ناهیلی شو نو د هغه حکومت استخباراتو رييس ډاکتر نجيب الله احمدزی يې د خپل ځايناستي په توګه انتخاب يې کړ او واک يې وروسپاره.
ډاکټر نجيب الله احمدزي د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان هېوادمشر په توګه پاتې شو، په دې مېنځ کې يعنې د ۱۹۹۰ کال په اوږدو کې ډاکټر نجيب الله احمدزي د خلقيانو او پرچميانو ځينو تېروتنو له امله د افغانستان اساسي قانون بدل کړ چې په ترڅ کې يې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت د افغانستان جمهوريت ته بدل کړ، د پرچم ګوند ته يې د وطن ګوند نوم ورکړ ترڅو د يوه ملي او اصلاح راوستونکي ګوند په توګه فعاليت وکړي.
د اساسي قانون بدلون اصلي لامل دا وو چې ډاکټر نجيب غوښتل د خلقيانو او پرچميانو پر نوم خاورې واچوي او تېر هېر کړي يو نوی ولسي جمهوريت رامنځته شي او دا کار يې د اصلاح راوستنې په پار وکړ، ځکه په هېواد دننه د خلقيانو او پرچميانو نوم ډېر بد خلکو ته معرفي شوی وو، همداراز د دولت مخالفو جنګسالارانو لکه احمدشاه مسعود، ګلبدين حکمتيار او ځينې نورو هم له حکومت سره سولې ته نه حاضرېدل.
ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي غوښتل له مخالفانو سره سوله وکړي ځکه يې په خپل حکومت کې بېساري بدلونونه راوستل، خو د هغوی ستونزه بدلونونه نه بلکې واک وو، هغوی غوښتل د واک پر چوکۍ کېني. چې ترپایه يې د حکومت د کمزوري کولو لپاره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ او اخیر په پایله کې د ډاکتر نجيب الله مډرن جمهویت او پرمختللی حکومت له مېنځه لاړ، په ترڅ کې ډاکټر نجيب اعدام شو، طالبان او رباني د جنګ ګټونکي شول، په هېواد دننه جګړې پېل شوې.
اقتصاد
د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت اقتصاد په لومړي کې ښه او د پرمختګ پرلور روان وو، همداراز د افغانستان پوځي ځواکمنتيا هم د پام وړ وه، خو د خلقيانو او پرچميانو خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې شورویان د افغانستان اشغال ته لاره ومومي او بهانه پیدا کړي.
د شورویانو له اشغال وروسته دې هېواد ښه ورځ ونه ليدل، داخلي جګړو زور واخيست، ډېری افغانان کډوالۍ او هېواد پرېښودو ته اړ شول چې د افغانستان پر اقتصاد يې ډېره ناوړه اغیزه کېښودل.
سرچينه
Wikiwand in your browser!
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.