From Wikipedia, the free encyclopedia
ژاک ديرېډا (فونوتیکي سمبول یې: /ˈdɛrɪdə/؛ په فرانوسوي ژبه [ʒak dɛʁida]؛ په جکي لېلي دیرېډا کې) د ۱۹۳۰ کال د جولای په ۱۵مه زېږېدلی او د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په نهمه مړ شوی؛ یو الجزایري الاصله – فرانسوی فلیسوف و چې د شکلي تجزيې او تحلیل د انکشاف لپاره چې هغه په ګڼ شمېر متنونو کې تحلیل کړه او د فونومینولوژۍ په محتوا کې يې پراختیا ورکړه پېژندل شوی دی. هغه د پوست سټرکچرالیزم/رغښتوالي (د ټولنپوهنې په برخه کې د لویديځې اروپا د فلیسوفانو د روڼانده افکارو ټولګې ته ویل کېږي، ژباړن) او پوست مدرنې فلسفې سره تړلو اصلي څېرو څخه دی.[3][4][5][6][7][8][9]
ژاک ديرېډا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه [1][2] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
استاد | میشل فوکو ، لوی التوسر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د ژبې فلسفه |
مؤثر | مارټین هایډېګر ، اپلاتون ، جېمز جویس ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، سېګمونډ فرايډ ، اډمنډ هسل ، ژان ژاك روسو ، کارل مارکس ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، جورج باتای ، لوی التوسر ، میشل فوکو ، والټر بنیامین ، لوډویګ ویټګنشټاین |
خوځښت | تر ساختمانيزم وروسته ، سپړنه |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[2] |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دیرېډا د خپل کار په بهیر کې له ۴۰ څخه زیات کتابونه خپاره کړل او له سلګونو څخه ډېرې مقالې او عامه برنامې يې وړاندې کړې. هغه په انساني او ټولنیزو علومو کې د پاموړ اغېز درلود چې له ډلې يې فلسفه، ادب، حقوق، انسان پېژندنه، تاريخکښنه، تطبیقي ژبپېژندنه، ټولنیزه ژبپېژندنه، روحي تحلیل، خټګري او سیاسي فلسفه یادولی شو.[10][11][12][13][14][15][16][17]
د هغه اثار په ټوله متحده ایالاتو، اروپا لويې وچې، سویلي امریکا او ګڼو نورو هېوادونو کې چې قارهيي فلسفه په ځانګړي ډول انټولوژي، پوهنپوهنې (په ځانګړې ډول د ټولنیزو علومو په اړه)، اخلاق، ښکلا پېژندنه، هېرمنوتیک او د ژبې فلسفه پهکې غالبه ده، لوی اکادمیک نفوذ ساتلی. په ډېری انګلو سفېیر کې چېرته چې تحلیلي فلسفه غالبه ده، د دیرېډا اغېز له ژبې سره د هغه د اوږدمهالې مينې او له خپل وخت څخه یې په یېل کې له وتلو ادبي منتقدانو سره اړیکې اوس مهال تر ډېره په ادبي مطالعاتو کې احساسېږي. هغه همدارنګه پر خټګرۍ (د ډيکانسټرکتیويزم/ جوړښت ماتونې په چوکاټ کې)، موسیقۍ، هنر او هنري نقد اغېز وکړ. دیرېډا په ځانګړي ډول پهخپلو وروستیو لیکنو کې سیاسي او اخلاقي موضوعات په ګوته کړل. ځينې منتقدان د هغه د وینا او پدیدو (۱۹۶۷) په نوم اثر د هغه تر ټولو غوره اثر یادوي. ځینې نور یې ګراماتولوژي (۱۹۶۷) او د فلسفې حاشیې (۱۹۷۲) یادوي. دې لیکنو پر بېلابېلو فعالینو او سیاسي غورځنګونو اغېز وکړ. هغه په عمومي وتلې او اغېزناکه څېره بدل شو، حال دا چې د هغه د فلسفې اوصولو او د هغه د اثارو بدنامې تعقید/پېچلتیا د هغه په اړه بحثونه راوپارول.[18][19][20][21][22][23]
دیرېډا د ۱۹۳۰ کال د جولای په ۱۵مه د الجزیرې په البیار(الجزایر) کې په یوه اوړني کور کې په یوه سفارډي یهودي کورنۍ (چې اصالتاً د ټولوډو وو) کې زېږېدلی کله چې په ۱۸۷۰ کال کې د کریمیو فرمان د الجزایر یهودیانو ته د فرانسې بشپړه ښاروندي ورکړه فرانسوی شو. مور او پلار یې هایم ارون پروسپر چارلز (ایما) دیرېډا (۱۸۹۶-۱۹۷۰) او جیورژېت سلطانه اېستر سفر (۱۹۰۱- ۱۹۹۱) هغه جکي ونوماوه چې د هغوی له نظره یو امریکایی نوم وه، له دې سره وروسته چې کله پاریس ته کډه شو د خپل اصلي نوم تر ټولو سمه بڼه يې وټاکه؛ ځينې راپورونه ښيي چې هغه دا نوم د جکي کوګان په نوم پېژندل شوي کوچني امریکايي ماشوم په ویاړ ايښی و چې په ۱۹۲۱ کال کې یې د چارلي چاپلین په فلم کې کار کړی و. هغه همدارنګه د اېلي منځنی نوم هم درلود چې د هغه د سنتۍ په مراسمو کې د هغه د تره اوژېن اېلیاهو له خوا ورکړل شوی و؛ دا نوم یې د نورو خویندو او وروڼو خلاف په پېژندپاڼه کې نه و ثبت شوی او وروسته به هغه دا خپل «پټ نوم» باله.[24][25][26][27][28][29][30][31][32][33]
دیرېډا د خپل مور او پلار له پنځو ماشومانو څخه درېیم و. د هغه مشر ورور پلمویز له درې میاشتو څخه په کم عمر کې د دیرېډا له زېږون څخه یو کال مخکې مړ شو، دا چاره د دې لامل شوه چې هغه پهخپل ژوند کې د خپل مړه ورور د ځای ناستي د رول پر لوبولو مشکوک شي. دیرېډا خپله ځواني په الجزیره او الیبار کې تېره کړه.[34]
دریډا په ۱۹۴۲ کال کې د خپل ښوونځي په لومړی ورځ په الجزیره کې د فرانسوي مدیرانو له خوا – د یهوددوښمنۍ د سهمیې په تر سره کولو سره چې د ویشي (Vichy) د دولت له خوا برابره شوې وه – له ښوونځي څخه اخراج شو. هغه د بېځایه شویو يهودي ښوونکو له خوا په رامنځته شوي يهودي ښوونځي کې د ګډون پرځای، یو کال په پټه ښوونځی پرېښود او د فوټبال په بېلابېلو سيالیو کې يې ګډون وکړ (هغه هیله لرله چې د فوټبال مسلکي لوبغاړی شي). دریډا په دې دوره کې د (روسو، نیچه او ژېډ) په څېر فلیسوفانو او ليکوالانو په لیکنو کې د ټولنې او کورنۍ پر وړاندې د بغاوت لپاره وسیلې وموندې. هغه د کاموس او سارټر اثار هم ولوستل.
هغه د ۱۹۴۰ لسیزې په وروستیو کې په الجزیره کې د بګو په ښوونځي کې شامل شو؛ په ۱۹۴۹ کال کې پاریس ته کډه شو او د لويي لو ګرانډ په لیسه کې، چېرته چې د هغه د فلسفې استاد اتین بورن و شامل شو. هغه مهال هغه د اکول نومال سوپریر (ENS) معتبر ښوونځي ته د لارې موندنې د ازموینې لپاره چمتو شو. په لومړۍ ازموینه کې تر ناکامۍ وروسته په ۱۹۵۲ کال کې په دویمه ازموینه کې بریالی شو. دیرېډا په یاد ښووځي کې په لومړۍ ورځ له لویي الوسر سره ولیدل، چې ورسره ملګری شو. د هغه یو استاد جان چارنکي چې یو پرمختللی پروتېستان و د ۱۲۱پرېکړهلیک لاسلیک کوونکی شو. د ۱۹۵۴ او ۱۹۵۳ کلونو تر منځ یې د بلژیک په لیون کې د هوسرل له ارشیف څخه تر لیدنې وروسته د فلسفې په څانګه کې خپله د ماسترۍ درجه (diplôme d'études supérieures) د هوسرل په اېدمونډ کې پای ته وروسوله (لاندې وګورئ). وروسته يې په ۱۹۶۵ کال کې د فرانسې د عامه زدهکړو د سیستم په یوه لویه رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ. دیرېډا په هاروارډ پوهنتون کې د زدهکړو لپاره مالي مرسته تر لاسه کړه او ۱۹۵۶ -۵۷ کلونه یې د وایډېنر په کتابتون کې د اولیس جېمز جویس د کتابونو پر لوستلو تېر کړل. د ۱۹۵۷ کال په جون کې يې په بوستون کې له ارواشناندې مارګاریت اوکونترېیر سره واده وکړ. د ۱۹۵۴ او ۱۹۶۲ کلونو تر منځ یې د الجزایر د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې دیرېډا په پوځ کې د سرتېرۍ د خدمت پر ځای له ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۵۹ کال پورې د سرتېرو زامنو ته زدهکړې ورکړې.[35][36][37][38][39][40]
دیرېډا تر جګړې وروسته له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۴ کال پورې د سوربن په پوهنتون کې فلسفه تدریس کړه، چېرته چې هغه د سوزان باشلار (د ګاسټون لور)، جیورژ کانګېلم، پاول ریکور (چې په دې کالونو کې يې د ګمان د هرمنوتیکې اصطلاح د رامنځته کولو نوښت کړی و) او ژان وال مرستیال و. د هغه مېرمنې مارګاريت خپل لومړی ماشوم پيري په ۱۹۶۳ کال کې نړۍ ته راوړ. دیرېډا په ۱۹۶۴ کال کې د لويي التوسر او ژان هيپولیت په مشوره په ENS کې د یو دایمي ښوونکي موقف خپل کړ چې تر ۱۹۸۲ کال پورې يې یاد موقف خوندي کړ. دیرېډا په ۱۹۶۵ کال کې د تل کوېل د ادبي او فلسفي نظرخاوندانو له ډلې سره همکاري پیل کړه چې اووه کاله يې دوام وکړ. له ۱۹۷۱ کال څخه وروسته له تلکوېل ډلې څخه د دیرېډا لرې کېدلو د چین د فرهنګي انقلاب او له مایوییزم څخه د هغوی د هرکلي په اړه د نوموړي له اندېښنو سره تړاو درلود.[41][42][43][44]
په ۱۹۶۶ کال کې د جان هاپکېنز په پوهنتون کې «د انساني علومو د لوبې جوړښت او نښې وينا» په کنفرانس کې له ګډون کولو سره د هغه کار نړيوال شهرت ترلاسه کړ. دیرېډا په همهغه کنفرانس کې جکوس لاکن او پاول ډيمن سره وکتل چې د راتلونکو کلونو لپاره يې د خبرو ښه ملګری و. د هغوی دویم زوی ژان په ۱۹۶۷ کال کې نړۍ ته راغی. دیرېډا په همدې کال کې د لیکل او توپیر، وینا او پديدې او ګراماتولوژي په نوم خپل درې لومړي کتابونه خپاره کړل.[45]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.