From Wikipedia, the free encyclopedia
والټر بنډیکس شونفلیس بنیامین (/ˈbɛnjəmɪn/؛ جرمني: [ˈvaltɐ ˈbɛnjamiːn]؛ ۱۸۹۲ جولای ۱۵مه – ۱۹۴۰ سپټمبر ۲۶مه) یو جرمنی یهودي فیلسوف، کلتوري منتقد او مقاله لیکونکی و. نوموړی یو ګڼاړخی مفکر و، چې د جرمني ایډیالېزم، رومانتېزم، لوېدیځ مارکسېزم، او یهودي تصوف د عناصرو په رایوځای کولو سره یې د جمالیاتي تیورۍ، ادبي تنقید، او تاریخي ماتیریالېزم په برخو کې تلپاتې او اغېزناکې مرستې کړې دي. نوموړي د فرانکفورت له فلسفي مکتب سره تړاو درلود، او دغه راز یې د ډرامه لیکونکي برتولټ بریشټ او د کباله روحاني دود عالم ګیرشوم شولم په څېر مفکرینو سره صمیمانه اړیکې او ملګرتیا لرله. نوموړي همدا راز له جرمني سیاسي تیوریستې او فیلسوفې هانا ارنټ سره هم د بنیامین د تره زوی ګونتر اندرس سره د هغې د لومړي واده له لارې هم تړاو درلود.[2][3]
والټر بنیامین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | برلين [1] |
مړینه | |
تابعیت | جرمن سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
مؤثر | |
خوځښت | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د ښاغلي بنیامین ترټولو غوره پېژندل شوي او مشهور اثار "د میخانیکي بیاتولید په زمانه کې هنري کار" (۱۹۳۵)، او "د تاریخ د فلسفې اړوند رساله" (۱۹۴۰) دي. د ادبي منتقد په توګه د هغه په کارونو کې د بوډلیر، ګوېته، کافکا، کراوس، لیسکوف، پروست، والسر، او د ژباړې د تیوري په اړه د نوموړي مقالې د یادولو وړ دي. نوموړي همدارنګه د بوډلیر د "لیس فلیورس دومال" اثر د "ټېبلوکس پارسیین" برخې او د پروست د "لا ریچیرچ دو ټېمپس پبېرډو" اثر ځینې برخو جرمني ژبې ته له ژباړلو سره د ژباړې په برخه کې مهم کار وکړ. په ۱۹۴۰ کال کې د ۴۸ کلنۍ په عمر کې، هغه د فرانسې - هسپانیا د پولې په پورټبو ښارګوټي کې داسې مهال ځانوژنه وکړه چې هڅه یې کوله له برید کوونکي ورماخت یا نازي پوځي څخه وتښتي. که څه هم د هغه د ژوند په اوږدو کې هم عامه ستاینې ترې لرې نه وې، خو له مړینې وروسته لسیزو کې بیا د هغه اثارو خورا شهرت ترلاسه کړ.
بنیامین او د هغه کشر ورور جورج (۱۸۹۵-۱۹۴۲) او کشره خور یې ډورا (۱۹۰۱-۱۹۴۶)، د جرمني د امپراتورۍ (۱۸۷۱-۱۹۱۸) په برلین کې د اشکنازي یهودانو په یوه بډایه سوداګریزه کورنۍ کې زیږېدلي دي. د والټر بنیامین د کورنۍ مشر "امیل بنیامین" په پاریس کې یو بانکدار و چې له فرانسې څخه جرمني ته کډه شوی و او هلته یې په برلین کې د لرغونو اثارو د سوداګر په توګه کار کاوه. هغه وروسته له پاولین شونفلیس سره واده وکړ. نوموړي په برلین کې د آیس سکیټینګ رینک په ګډون ځینې پانګونې وکړې. د بنیامین تره ویلیم سټرن (بشپړ نوم یې وېلهېلم لویس سټرن ۱۸۷۱-۱۹۳۸) د ماشومانو په برخه کې د جرمني یو نامتو ارواپوه و چې د هوښیارۍ ضریب یا آی کیو (IQ) مشهور مفهوم یې رامنځته کړ، او د بنیامین د تره زوی ګونتر انډرس (بشپړ نوم یې ګونتر سیګمونډ سټرن ۱۹۰۲-۱۹۹۲) یو جرمنی فیلسوف او اټومي-ضد فعال و، چې د اډمونډ هوسرل او مارټین هیډیګر تر نظر لاندې یې زدهکړې کړې وې.
د مور له اړخه د هغه د نیکه ورور کلاسیک لرغونپوه ګوستاو هیرشفیلډ و. په ۱۹۰۲ کې لس کلن والټر د شارلټنبرګ سیمې په کیسر فریدریک ښوونځي کې شامل شو. لس کاله وروسته یې د ثانوي ښوونځي زدهکړې بشپړې کړې. والټر کمزوری روغتیایي وضعیت درلود، او له همدې کبله یې کورنۍ په ۱۹۰۵ کال کې د دوو کلونو لپاره په تورینګن اطرافي سیمه کې لیلیه ښوونځي "هېرمان-لېتز-شول هوبیندا" ته ولېږه. په ۱۹۰۷ کال کې برلین ته راستون شو، او بېرته یې په کیسر فریدریک ښوونځي زدهکړې پیل کړې.[4][5]
په ۱۹۱۲ کال کې چې عمر یې شل کاله و، فریبورګ پوهنتون ته شامل شو، مګر د دوبي سمستر په پای کې بېرته برلین ته راستون شو، او هلته یې د برلین په پوهنتون کې د فلسفې زدهکړې پیل کړې. نوموړی هلته په لومړي ځل له صهیونېزم سره اشنا شو، کوم څه چې د هغه د لیبرالې روزنې او پالنې برخه نه وو. دې چارې هغه ته فرصت ورکړ چې د یهودیت د معنا په اړه خپل نظرونه او عقاید رامنځته کړي. بنیامین ځان له سیاسي او ملتپال صهیونېزم څخه لرې کړ، او پر ځای یې په خپل فکر کې هغه څه ته وده ورکړه چې نوموړی یو ډول "کلتوري صهیونیزم" بولي – هغه چلند یا لیدلوری چې د یهودیت او یهودي ارزښتونه یې په رسمیت پېژندل او ترویجول یې. د بنیامین په نظر د نوموړي یهوديوالی د اروپا کلتور ته پرمختګ ورکولو ته د ژمنتیا په معنا و. نوموړی لیکي: "زما د ژوند تجربو زه د دغه لیدلوري په طرف یوړم چې: یهودان د روحاني فعالانو په لیکو کې د نخبه ګانو استازي دي ... ځکه یهودیت زما لپاره په هېڅ وجه په خپل ذات کې یو هدف نه دی، بلکې ترټولو غوره سرکښ او روحاني استازی دی." دا هغه دریځ و چې بنیامین تر ډېره بریده د ټول ژوند په اوږدو کې درلود.[6]
د ګوستاو وینکن اړوند د جرمني ځوانانو د غورځنګ په منځ کې د ویناوال او بحث کوونکي په توګه، نوموړی لومړی له ګرشوم شولم سره او وروسته بیا له مارتین بوبر سره مخامخ شو، که څه هم هغه د ځوانانو له ډلې سره په سمه توګه تر پېژندنې وړاندې لارې جلا کړې وې. د فريي سټوډنټسشافټ (د ازادو محصلینو ټولنې) د منتخب مشر په توګه، ښاغلي بنیامین د تعلیمي او عمومي کلتوري بدلون لپاره مقالې لیکلې. کله چې بیاځلې د محصلینو د ټولنې د مشر په توګه ونه ټاکل شو، نو له کبله یې بېرته فریبورګ پوهنتون ته د زدهکړو لپاره راستون شو چې ډېر تمرکز یې هم د هینریک ریکرټ پر لیکچرونو و؛ په هغه وخت کې یې فرانسې او ایټالیا ته هم سفرونه وکړل.[7][8]
د ۱۹۱۴ کال په اګست میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې د رضاکارانه خدمت کولو لپاره د هغه هڅه د اردو لخوا رد شوه. بنیامین بیا وروسته له اجباري خدمت څخه د بچ کېدو او ډډې کولو لپاره د ناروغۍ تظاهر یا ادعا وکړه، کوم څه چې نوموړي ته ممکن کړه چې هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او هم د فرانسوي شاعر چارلز بوډلیر د اثارو ژباړې ته دوام ورکړي. د مشکوکو روغتیایي عواملو له کبله په سویس کې د هغه څرګنده پناه اخیستل، له جګړې وروسته د اکاډمیکې دندې په لاسته راوړلو کې د دایمي ننګونو او ستونزو احتمالي عامل بلل کېږي.[9][10]
په راتلونکي کال (۱۹۱۵) کې نوموړی مونیخ ته ولاړ، او د مونیخ په پوهنتون کې یې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ، چېرته چې هغه له رینر ماریا ریلکه او ګیرشوم شولم سره وکتل او دا وروستنی یو یې بیا ملګری هم شو. په هغه کال کې بنیامین د اتلسمې پېړۍ د رومانتيک جرمني شاعر فریدریک هولډرلین په اړه لیکل وکړل.
په ۱۹۱۷ کال کې ښاغلی بنیامین د برن پوهنتون ته ولېږدېده. هلته یې له ارنسټ بلوخ سره وکتل او هم له مېرمن ډورا سوفي پولاک (کورنی نوم یې کیلنر) سره اشنا شو او له هغې سره یې واده وکړ. دوی په ۱۹۱۸ کال کې یو زوی سټیفن رافیل درلود. په ۱۹۱۹ کال کې بنیامین د پي ایچ ډي سند ترلاسه کړ.[11][12][13]
په ۱۹۲۳ کال کې، کله چې د ټولنیزو څېړنو انستېتیوت جوړ شو، چې وروسته بیا د فرانکفورت فلسفي مکتب مرکز وګرځېد، بنیامین د چارلز بوډلیر، ټابلیکس پاریسینس اثر خپور کړ. په دې وخت کې هغه له تیوډور اډورنو سره آشنا شو او له جورج لوکاک سره یې ملګرتیا پیل کړه، او د جورج لوکاک د ناول تیوري (۱۹۲۰) اثر خورا زیات اغېز پرې وښانده. په ورته وخت کې، د جګړې له کبله په وایمر جمهوریت کې انفلاسیون د امیل بنیامین لپاره ستونزمنه کړه چې د خپل زوی د کورنۍ مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. د ۱۹۲۳ کال په پای کې شولم فلسطین ته کډوال شو، چې هغه مهال فلسطین د برتانیې تر واک لاندې و. له پرله پسې بلنو سره سره، نوموړی په دې کې پاتې راغی چې بنیامین (او کورنۍ) دې ته وهڅوي چې دا لویه وچه د منځني ختیځ په مقصد پرېږدي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.