کارلوس مسا
From Wikipedia, the free encyclopedia
کارلوس دیګو د مسا ګیسبرت (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د اګست ۱۲ مه) بولیویايي تاریخ لیکونکی، خبریال او سیاستوال و چې له ۲۰۰۳ زکال څخه یې تر ۲۰۰۵ زکال پورې د بولیویا د ۶۳م ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د یو خپلواک سیاستوال په توګه وړاندې له دې له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې د ګونزالو سانچز دی لوز د ولسمشرۍ پر مهال د بولیویا د ۳۷م مرستیال ولسمشر په توګه خدمت کړی. نوموړی له ۲۰۱۴ زکال څخه تر ۲۰۱۸ زکال پورې دنړیوال عدالت په محکمه کې د چلي پر وړاندې د بولیویا د قانوني دعوی نړیوال استازی و. نوموړي له ۲۰۱۸ زکال راهیسې د کیڼ اړخې انقلابي جبهې د غړي په توګه د بولیویا د تر ټولو لوی پارلماني اپوزیسیون یا د مدني ټولنې (Civic Community) مشر دی.
کارلوس مسا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ اگسټ ۱۹۵۳[1][2] |
تابعیت | بوليويا |
ګوند | خپلواک کاندید (۲۰۰۳–۲۰۱۸) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ماسا په لاپاز کې وزیږېد او له پوهنتون څخه له فراغت وروسته یې د خبریالۍ ۲۳ کلن اوږد مهاله مسلکي ژوند وکړ. په ۱۹۸۳ زکال کې هغه د De Cerca په نامه تلویزیوني خپرونې کې د کوربه توب له امله چې په کې یې د بولیویا له مخکښو سیاسي او کلتوري څېرو سره مرکې کولې، ملي شهرت وموند. د هغه وګړیز ځایګی د دې لامل وګرځېد چې د ملت پاله خوځښت پخوانی ولسمشر ګونزالو سانچز د لوزادا له هغه څخه وغواړي د ۲۰۰۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه په ټکټ کې د مرستیال ولسمشر په توګه برخه واخلي. په داسې حال کې چې د مسا کیڼ اړخي معتدل سیاستونه د ملت پاله خوځښت له ښي اړخو مرکزي پالیسیو سره په ټکر کې و، خو بیا یې هم دغه وړاندیز ومانه او د یو خپلواک کس په توګه یې د دغه ټاکنو په شدیدو ټاکنیزو سیالیو کې ونډه واخیسته. د سانچز د لوزادا او مسا ټاکنیز ټکټ بریالی شو او د اګست په ۶ مه مسا د یو تر ډېره تشریفاتي دفتر مسئولیت پر غاړه واخیست چې ډېر لږ رسمي واکونه یې لرل او یوازې یې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ د ځای ناستوب حق درلود. په ډیره لنډه موده کې د سانچز او مسا ترمنځ کړکېچونه را پیدا شول. د ۲۰۰۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د بولیویا د ګازو پر سر کړکېچ د دواړو ترمنځ د اړیکو د بشپړ له منځه تلو لامل وګرځېد او مرستیال ولسمشر د اعتراض کوونکو او پوځ ترمنځ د شخړو له امله چې په کې څو تنه مړه شول له دولت څخه خپل وتل اعلان کړل. له دې څخه مهمه دا چې مسا پرېکړه وکړه د مرستیالۍ له ځایګي استعفا نه ورکوي او په همدې سره د ولسمشر لوزادا له استعفا وروسته ولسمشرۍ ته ورسېد.
مسا په پراخ مدني ملاتړ سره دغه مسئولیت واخیست خو له ګوندي ملاتړ پرته د دولت رهبري ستونزمنه وه او همدارنګه د پارلمان له بنسټیز ملاتړ پرته نوموړي د خپلو عامه سیاستونو لپاره ډېر واک نه درلود او څو ځله یې پلانونه د مقننه قوې له خوا رد شول – په ده باندې مخ پر زیاتوالي فشارونه د سنتي ګوندونو او د سازمان یافته سیمه ئیزو او ټولنیزو خوځښتونو له خوا و چې د کوکالر فعال او راتلونکي ولسمشر ایوو مورالس له خوا رهبري کېدل. هماغه ډول چې ژمنه یې کړې وه نوموړي د ګازو اړوند ټول پوښتنه ترسره کړه او د ګڼ شمېر توضېحاتو په لرلو یې د هغو اړوند پنځه واړه موارد تصویب کړل. له دې سره د خلکو نارامیو بیاځلي زور واخیست چې هغه د خودمختارۍ اړوند د الزامي ټول پوښتنې او همدارنګه د اساسي قانون د اصلاح لپاره د اساسي قانون د تعدیل د شورا په جوړولو هم وه نشو کولای دغه نارامۍ کرارې کړې. مسا د ۲۰۰۵ زکال په جون میاشت کې استعفا ورکړه، خو له استعفا وړاندې یې ځان ډاډمن کړ چې د پارلمان د دواړو شوراګانو مشران به د خپل ځای ناستوب له حق څخه تېرېږي او دغه چاره د دې لامل وګرځېده څو د سترې محکمې قاضي القضات ادورادو رودریګز ولتزه چې کوم ګوند ته نه و اړوند؛ ولسمشرۍ ته ورسېږي. له دې سره مسا له فعال سیاست سره مخه ښه وکړه او ځانګړو رسنیزو پروژو او د خبریالۍ چارو ته یې پام واړوه. له ولسمشر ایوو مورالس سره د پخوانیو ستونزو سربېره ولسمشر نوموړی د عدالت په نړیواله محکمه کې د چلي پر وړاندې د دغه هېواد په سمندریزه دعوا کې د خپل نړیوال استازي په توګه وګماره، هغه مسئولیت چې په ۲۰۱۸ زکال کې د هاګ محکمې تر وروستي حکم پورې ورتر غاړې و.
په دغه سمندري دعوا کې کار کولو مسا ته د ملي چارو اړوند اګاهي ورکړه او ډېر ژر نوموړی د مورالس پر ځای د ولسمشرۍ لپاره د مناسب ځای ناستي په توګه راڅرګند شو او آن له ټاکنو وړاندې په نظرپوښتنو کې له ولسمشر څخه مخکې و. د نړیوالې محکمې د حکم له اعلان وروسته مسا ډېر ژر ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ. د ۲۰۱۹ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کط مسا د مورالس پر وړاندې ماته وخوړه او وه یې نشو کولای اکثریت رایې خپلې کړي، خو دومره رایې یې لرلې چې په دویم پړاو ټاکنو کې ودرېږي. له دې سره د رایو په لومړۍ شمېرنه کې ګډوډیو مسا اړ کړ څو په ټاکنو کې درغلۍ وغندي او د پراخو لاریونونو غوښتنه یې وکړه چې دغه جنجالونه د مورالس په استفعا او راتلونکي سیاسي کړکېچ سره پای ته ورسېدل. راتلونکی کال له وخت مخکې ټاکنې وشوې، خو په هغو کې څو ځلي ځنډ او د یو ناسم انتقالي حکومت رامنځته کېدو د مسا ټاکنېزې سیالۍ له ستونزې سره مخ کړې او لامل وګرځېدې څو په لومړي پړاو کې د سوسیالیستي خوځښت نوماند لوئیس آرس ته ټاکنې وبایلي. له ټاکنو وروسته مسا په پارلمان کې چې سوسیالیستي خوځښت په کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته اکثریت له لاسه ورکړ؛ د تر ټولو لویې اپوزیسیون ډلې مشري پیل کړه.