وېلیم اېچ. سيوارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ويلیم هېنري سېوارډ (زېږون، د ۱۸۰۱ کال د مې مياشتې ۱۶- مړینه، ۱۸۷۲ کال د اکتوبر ۱۰) یو امریکايي سیاستوال و چې له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۹ کال پورې یې د متحده ایالاتو د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ او تر هغې مخکې يې د نیویارک د قومندان او د متحده ایالاتو د سناتور په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې د کلونو په بهیر کې د غلامۍ د پراختیا له کلکو مخالفینو څخه و او د جمهوري غوښتونکي ګوند د رامنځته کېدو پر مهال یو له وتلو څېرو څخه و، هغه د کورنۍ جګړې په بهیر کې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه د خپلو ښو فعالیتونو له امله د اتحاديې/ټولنې له خوا وستایل شو. هغه همدارنګه د متحده ایالاتو له خوا د الاسکا خاورې د اخیستلو د تړون لپاره هم مذاکره وکړه.
وېلیم اېچ. سيوارډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
سېوارډ په ۱۸۰۱ کال کې د نیویارک په اورېنج کاونټي (په متحده ایالاتو کې تر ولایت وروسته کوچنی اداري واحد، ژباړن) کې د فلورېډا په کلي کې زېږېدلی چېرته چې د هغه پلار یو کروندګر و او غلامان یې لرل. هغه د یو وکیل په توګه زدهکړې وکړې او د نیویارک په مرکز کې اوبرون ته کډه شو. سېوارډ په ۱۸۳۰ کال کې د یو انتي ماسون (په متحده ایالاتو کې وروستی درېیم ګوند، ژباړن) په توګه د متحده ايالتو مشرانو جرګې/سنا ته وټاکل شو. څلورکاله وروسته د وېګ ګوند واکمنۍ ته نوماند شو. که څه هم هغه په سیالۍ کې بریالی نه شو، خو په ۱۸۳۸ کال کې د ګوند واکمن وټاکل شو او په ۱۸۴۰ کال کې يې دویمه دوه کلنه دوره تر لاسه کړه. هغه په دې دوره کې ګڼ شمېر قوانین لاسلیک کړل، چې تور پوستو اوسېدونکو ته يې حقوق او فرصتونه زیات کړل او په دې ایالت کې يې د تښتېدلو غلامانو لپاره جوري محکمه/هیئت (یو قانوني بهیر چې د قاضیانو یوه ډله د حقیقت په رڼا کې ټولې پرېکړې کوي، ژباړن)هم تضمین کړ. دې قانون د غلامۍ د لغوې اوصولو له پلویانو څخه ملاتړ کاوه او نوموړي د هغه ازاد شویو تورپوستو غلامانو په قضیه کې د مداخلې لپاره چې په سویل کې په غلامۍ نيول شوي وو له خپل موقف څخه کار واخیست.
هغه په ابرون کې تر کلونو وکالت وروسته په ۱۸۴۹ کال کې د ایالتي مقننه قوې له خوا د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وټاکل شو. د غلامۍ خلاف د سېوارډ پاروونکې ويناوې او کلک دریځ په سویل کې له هغه څخه د کرکې لامل شو. په ۱۸۵۵ کال کې بیاځلي د مشرانو جرګې غړیتوب ته وټاکل شو او ډېر زر د نوي رامنځته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شو او په یاد ګوند کې په وتلې څېره بدل شو. د ۱۸۶۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره هغه د جمهوري غوښتونکو د اصلي نوماند په توګه په پام کې ونیول شو. ګن شمېر لاملونو لکه له غلامۍ سره څرګند مخالفت، له کډوالو او کاتولیکانو څخه ملاتړ او له سرمنشي او سیاسي رییس ټورلو وېډ سره یې اړیکې د هغه پر ضد کار وکړ او د ابراهام لینکلن ولسمشري يې تضمین کړه. که څه هم هغه د خپلې ماتې له امله سخت ناهیلی و خو د لینکلن لپاره يې ټاکنیزې مبارزې وکړې چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته یې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه.
سېوارډ خپله ټوله هڅه وکړه تر څو د سویلي ایالتونو له جلا کېدو څخه مخنیوی وکړي. کله یې چې ماته وخوړه خپل ټول ژوند يې د اتحاديې موخو ته ورکړ. په کورنۍ جګړه کې د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې د هغه غوڅ دريځ د بریتانیا او فرانسې په شاتګ او د کنفېدراسیون ايالت د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړه. هغه د ۱۸۶۵ کال د وژنې د دسیسې یوه موخه و چې لینکلن پهکې ومړ او خپله د دسیسهګر لوېیس پاول له خوا په کلکه ټپي شو. سېوارډ د اندروجانسون تر ولسمشرۍ پورې پهخپل موقف کې پاتې شو او په دې ترڅ کې يې په ۱۸۶۷ کال کې د الاسکا د اخیستلو په اړه مذاکره وکړه او د جانسون د استیضاح پرمهال يې له هغه څخه ملاتړ وکړ. د هغه معاصر کارل شورتز سېوارډ یو له هغو ارواګانو څخه بولي چې ځینې وختونه د عمومي افکارو په لاره د تګ پر ځای له عمومي افکارو څخه یو ګام وړاندې وې. [1]