![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/00/%2522Willa_Beatrice_Brown%252C_a_31-year-old_Negro_American%252C_serves_her_country_by_training_pilots_for_the_U.S._Army_Air_Forces._-_NARA_-_535717.jpg/640px-%2522Willa_Beatrice_Brown%252C_a_31-year-old_Negro_American%252C_serves_her_country_by_training_pilots_for_the_U.S._Army_Air_Forces._-_NARA_-_535717.jpg&w=640&q=50)
ويلا براون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلا بیاتریس براون (۱۹۰۶ جنوري ۲۲مه – ۱۹۹۲ جولای ۱۸مه) یوه امریکایۍ پیلوټه، لابيګره، ښوونکې او د مدني حقونو فعاله وه. نوموړې لومړنۍ افریقایي الاصله یا تور پوستې امریکایۍ مېرمن وه چې په متحده ایالاتو کې یې د پیلوټۍ جواز ترلاسه کړ، لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ وه چې د متحده ایالاتو کانګرس ته نومانده شوه، د ملکي هوايي ګزمې لومړنۍ افریقایي الاصله امریکایۍ افسره وه، او په متحده ایالاتو کې لومړنۍ ښځه وه چې هم یې د پیلوټۍ جواز درلود او هم یې د الوتکې د میخانیک جواز درلود.[3][4][5][6]
ويلا براون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۲ جنوري ۱۹۰۶[1] |
مړینه | 18 جولای 1992 (86 کاله)[1] ![]() شیکاګو ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
نسل | امریکی افریقی [2] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | الوتګر ![]() |
سمول ![]() |
نوموړې تل د هوایي چلند او پوځ په ډګرونو کې د جنډر او نژادي برابرۍ دفاع او ملاتړ کاوه. هغې نه یوازې دا چې د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتنه او لابي کوله چې د متحده ایالاتو د پوځ هوایي قول اردو د نژادي تبعیض له منځه وړلو لپاره عمومي کړي او د ملکي پیلوټانو د روزنې په پروګرام (CPTP) کې افریقایي امریکایان هم شامل کړي، هغې له کورنیلیوس کوفي سره په ګډه د کوفي په نوم د هوایي چلند د زده کړو روزنځی جوړ کړ او دا د هوایي چلند او الوتنو د روزنې لومړنۍ خصوصي اکاډمي وه چې په متحده ایالاتو کې د افریقایي امریکایانو ملکیت او د دوی له لوري چلول کېده. هغې سلګونه پیلوټان وروزل، چې ګڼ شمېر یې بیا د توسکګي پوځي پیلوټانو (Tuskegee Airmen) برخه هم وګرځېدل. د توسکګي پوځي پیلوټانو د ډلې رامنځته کېدل د براون د روزنیزو هڅو له کبله بلل کېږي.[7][8]
براون په ۱۹۴۵م کال کې د کوفي روزنځي له تړل کېدو وروسته هم تر ډېره وخته په شیکاګو کې سیاسي او ټولنیزه فعاله پاتې شوه. هغې په ۱۹۴۶م او ۱۹۵۰م کلونو کې د کانګرس په لومړنیو ټاکنو کې برخه واخیسته او تر ۱۹۷۱م کال پورې یې د شیکاګو د عامه ښوونځي په سیستم کې تدریس وکړ او وروسته د ۶۵ کلنۍ په عمر تقاعد شوه. تر متقاعد کېدو وروسته هم هغې تر ۱۹۷۴م کال پورې د فدرالي هوايي چلند ادارې د ښځو په مشورتي کمېټه کې دنده ترسره کړه.