هیپاتیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
هیپاتیا (زوکړه د ۳۵۰ او ۳۷۰ زکال ترمنځ – مړینه ۴۱۵ زکال) نوې افلاطونې فیلسوفه، ستورپوهه او ریاضي پوه وه چې د مصر په اسکندریې ښار کې یې ژوند کاوه او وروسته بیا دغه ځای د ختیځې رومي (بیزانسي) سترواکۍ برخه وګرځېد. نوموړې د اسکندریې ښار له مخکښو مفکرینو څخه وه چې د فلسفې او ستور پوهنې په برخو کې یې تدریس هم کاوه. په داسې حال کې چې د سکندریې ښار بله ریاضي پوهه پاندروسون (Pandrosion) له نوموړې څخه وړاندې تېره شوې، خو بیا هم لومړنۍ ریاضي پوهه ده چې د ژوند اړوند موارد یې په غوره بڼه ثبت شوي دي. هیپاتیا د خپل ژوند پر مهال د یوې مشهورې ښوونکې او پیاوړې سلاکارې په توګه شهرت درلود. هغې د دیوفانتوس د دیارلس ټوکیز ارثمیتکا اثر شرح ولیکه چې کېدای شي یو شمېر برخې یې لا تر اوسه شتون ولري، ځکه چې د دیوفانتوس په اصلي متن کې ځای پر ځای شوې؛ همدارنګه یې د پرج د آبولونیوس د مخروطي مقطعو د رسالې اړوند شرح لیکلې چې اوس پاتې نه ده. ډیری معاصر پوهان باوري دي چې هیپاتیا کیدای شي د بطلیموس د المجستي اثر پاتې شوی برخه د المجستی د دریم کتاب اړوند د خپل پلار، تئون له شرحې څخه تصحیح کړې وي. [1][2][3][4][5]
هیپاتیا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۰۳۶۰ الکزنډريا ![]() |
مړینه | مارچ 415 (54–55 کاله) ![]() الکزنډريا ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
استاذہ | د اسکندريې هيروکليس ![]() |
کار/مسلک | فیلسوف ، ليکوال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | زړه يوناني ![]() |
د کړنې څانګه | ستورپوهنه ، شمېرپوهنه ، ميخانيک ، فلسفه ![]() |
مؤثر شخصیات | اپلاتون ، پلوتين ، ارستو ، بطلمیوس ![]() |
خوځښت | نوې اپلاتوني فلسفه ![]() |
سمول ![]() |
هیپاتیا، استرولابونه او هایدرو میترونه جوړ کړي، خو یو له دغو څخه یې خپله نه دی اختراع کړی، ځکه له دغو دواړو څخه د هغې له زیږون وړاندې ګټنه کېدله. نوموړې د عیسویانو پر وړاندې له زغم کار اخیست او د بطلیموس ښار د راتلونکی کشیش سینیسیوس په ګډون یې ګڼ شمېر عیسوي زده کوونکي روزلي. لرغونې منابع څرګندوي چې هیپاتیا په پام وړ توګه د مشرکینو او عیسویانو د علاقې وړ وه او د اسکندریې ښار په سیاسي مخکښانو یې پام وړ اغېز درلود. د عمر په وروستیو کې هیپاتیا اورستس ته چې د اسکندریې رومي واکمن و او د اسکندریې له کشیش سیریل سره یې سیاسي ستونزه لرله، مشوره ورکوله. له همدې امله داسې ګنګوسو شتون درلود چې هغه یې د ارستوس او سیریل ترمنځ له پخلاینې څخه په مخه نیولو تورنه کوله، همدا و چې د ۴۱۵ زکال په مارچ میاشت کې د یوې ډلې عیسویانو له خوا چې د پیټر په نامه کس یې مشري پر غاړه لرله ووژل شوه. [6][7]
د هیپاتیا وژنې ټوله سترواکي ولړزوله او هغه یې «د فلسفې په شهیدې» واړوله، همدا و چې راتلونکو نوو افلاطونیانو لکه دماشیوس له عیسویت سره لا زیات مخالفت ته مخه کړه. د منځنیو پېړیو پر مهال هیپاتیا د مسیحي فضلیت د سمبول په توګه وټاکل شوه؛ څېړونکي په دې باور دي چې نوموړې د اسکندریې د سنټ کاترین افسانې تر ټولو مهمه برخه جوړوله. د روڼ آندۍ په دوره کې هغه له کاتولیکېزم سره د مخالفت په سمبول واوښته. په نوولسمه پېړۍ کې اروپایي ادبیاتو په ځانګړې توګه په ۱۸۵۳ زکال کې د چارلز کینګزلي له خوا د هیپاتیا تر نامه لاندې لیکل شوي ناول هغه «د وروستیو خیال پالونکو یونانیانو» په توګه توصیف کړه. په شلمه پېړۍ هیپاتیا د ښځو د حقونو او د فیمینېستي خوځښت مخکښه وبلل شوه. له شلمې پېړۍ را وروسته یو شمېر انګېرنې د هیپاتیا مړینه د اسکندریې د کتابتون له ویجاړۍ سره اړونده بولي، په داسې حال کې چې د تاریخي واقعیتونو له مخې د هغې د ژوندانه پر مهال دغه کتابتون شتون نه درلود. [8]