![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/00/Crab_Nebula.jpg/640px-Crab_Nebula.jpg&w=640&q=50)
ستورپوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ستورپوهنه (چې اکثراً د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي) د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستوري او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده. په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني شيانو د حرکت او په همدې توگه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي.
ستورپوهنه يوه داسې پوهنه ده چې د پخوانيو زمانو نه دود ده او د زړو علمونو نه يو علم گڼل کېږي. که څه هم چې د ټيليسکوپ د پنځولو اړتيا ددې لامل وگرځېد چې ستورپوهنه په يو نوي ساينس بدل کړي خو د پخوانيو تمدنونو ستورپوهانو په مېتوديک ډول د شپې لخوا د اسمان کتنه ، او په همدې توگه ستورپوهنيز آرډيفکټونه هم د ډېرو پخوانيو پړاونو راپدېخوا موندل شوي دي.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/00/Crab_Nebula.jpg/640px-Crab_Nebula.jpg)
د شلمې پېړۍ نه راپدېخوا د ستورپوهنې کارپوهنيز ډگرونه په دوه څانگو وېشل شوي. يو يې ليدنيزه ستورپوهنه او بل يې د نظري ستورپوهنې څانگې دي. ليدنيزه ستورپوهنه د ډاټا په شننو او ترلاسه کولو ځيره ده چې په لويه کچه دا د فيزيک د بنسټيزو اصولو د کارولو په مرسته ترسره کېږي. نظري ستورپوهنه د کمپيوټري پرمختگ يا شننيزو مخبېلگو په مرسته د ستورپوهنيزو ځليزو او شيانو لورې رڼا اچوي. دا دوه ډگرونه يو بل سره بشپړوي، د نظري ستورپوهنې په مرسته د ليدنو پايلې او هغه ليدنې چې د نظري پايلو پخلی پرې کېږي ښه سره پېژندل کېږي.
د تاريخ له مخې، شوقي ستورپوهانو په اهمو ستورپوهنيزو لاسته راوړنو کې ډېره ونډه درلوده، او په همدې توگه ستورپوهنه يو د هغو لږو ساينسونو څخه دی په کوم کې چې لېواله ستورپوهان يو کوانده رول د ستورپوهنيزو توکو په پېژندنه کې لوبولی شي، په ځانگړې توگه د ټرانسينټ ځليزې (transient phenomena) په ليدنې او موندنې کې.
بايده چې د نوې ستورپوهنې او ستورپېژندنې تر مېنځ ټکني نه شو او د دغو ببېلابېلو ډگرونو تر مېنځ توپير وکړو. وروستی نومېدلی نوم، ستورپېژندنه د گروهو (عقيدو) يو غونډال دی کوم چې د انساني چارو د پېژندلو ادعا او وړاندوینې د اسماني شيانو د موقعيت او د هغو د خپلمنځي اړيکو له ليدنو وروسته رامېنځ ته کېږي. که څه هم چې دا دوه پوهنې يو گډ آر (اصل) لري، خو د دغو دواړو علمونو پوه اندي په دې باور دي چې دا دوه بېلابېلې پوهنې دي.
ستورپوهنه د نجوم علم یوه څانګه ده، چې د ستورو او نورو اسماني اجسامو د موقعیت او حرکتونو دقیق اندازه کول په کې شامل دي. سینماتیک، لمریز نظام او زموږ د کهکشان فزیکي منشا، د شیدو لارې اړوند کهکشان چمتو کوي.