هربرټ کلارک هوور
From Wikipedia, the free encyclopedia
هربرټ کلارک هوور (د ۱۸۷۴ز کال اګسټ په ۱۰مه زېږېدلی او د ۱۹۶۴ز کال اکټوبر په ۲۰مه مړ شوی) یو امریکایي سیاستوال او انجنیر و، چې له ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۱م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و او د لوی اقتصادي ناورین په ترڅ کې واک ته ورسېد. له ولسمشرۍ دمخه هوور په بلجیم کې د مرستې د کمیسیون (Commission for Relief) مشري کوله، د متحده ایالاتو د خوړو د ادارې مشر په توګه او د متحده ایالاتو د سوداګرۍ د درېیم وزیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې.
هربرټ کلارک هوور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [1] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هوور د اووا په لوېدیځ برانچ کې په یوه کوکر کورنۍ کې زېږېدلی او په اوریګون کې لوی شوی دی. هغه په ۱۸۹۵ز کال کې د سټینفورډ له پوهنتون نه تر فراغت وروسته د لندن په مېشته کان کیندنې شرکت کې دنده ترسره کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته، هغه په بلجیم کې د یوه مرستندویه کمیسون مشر وټاکل شو، چې یاد نړیوال مرستندوی سازمان اشغال شوي بلجیم ته خواړه چمتو کول. کله چې متحده ایالاتو په جګړې کې برخه واخیسته، د وخت ولسمشر له خوا هوور د خوړو د ادارې مشر وټاکل شو او نوموړی د هېواد د« خوراکي تزار» په توګه وپېژندل شو. له جګړې وروسته، هوور د امریکا د مرستو د ادارې مشري وکړه، چې د مرکزي او ختیځې اروپا اوسېدونکو ته یې خواړه برابرول. هوور په ۱۹۲۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نه برخه واخیسته، چې بریالی نه شو.[2]
هوور د ولسمشر وارین جي هارډینګ له خوا په ۱۹۲۰ز کال کې د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکل شو او په ۱۹۲۳ز کال کې د هارډینګ تر مړینې وروسته یې د ولسمشر کالوین کولج تر مشري لاندې خپلې دندې ته دوام ورکړ. هغه د ۱۹۲۷ز کال لوی میسیسیپي سیلاب ته د فدرالي غبرګون مشري وکړه. هوور د ۱۹۲۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نه ټاکنې وګټلې او ډیموکرات نوماند ال سمیټ ته یې په لوی توپیر ماتې ورکړه. په ۱۹۲۹ز کال کې هوور په داسې وخت کې واک تر لاسه کړ، چې د لوی اقتصادي ثبات پېر و. د ۱۹۲۹ز کال په پیل کې د وال سټریټ سقوط د یو لوی اقتصادي ناورین پیل و ، چې هوور د یاد ناورین د له منځ وړلو لپاره بېلابېلې تګلارې پلي کړې او د مرستو رسولو په هڅو کې یې د فدرالي حکومت د لاسوهنې سخت مخالفت وکړ.
د اقتصادي ناورین په منځ کې، هوور د ۱۹۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند فرانکلین ډي روزولټ نه کلکه ماتې وخوړه. نوموړی له ۳۱کلونو نه ډېر په تقاعد کې پاتې شو او د تقاعد دورې په لړ کې يې ډېری آثار ولیکل او له دې لارې یې د روزولټ پر بهرنۍ تګلارې او د نوې معاملې پر اجنډا سختې نیوکې وکړې. په ۱۹۴۰او ۱۹۵۰لسیزو کې، د هوور په اړه عامه افکار په بېلابېلو دندو کې د هغه د خدمت له امله چې د ولسمشر هیري ایس ټرومن او ولسمشر ډوایټ ډی ایزنهاور په دورو کې تر سره کړي وو مثبت وو. سره له دې، هربرټ هوور د متحده ایالاتو د ټیټ اوسط ولسمشر په توګه شمېرل کېږي او د تاریخ پوهانو او سیاست پوهانو په اند، هغه د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو له بدترینو ولسمشرانو نه ګڼل کېږي.[3][4]