نانسي ريګن
From Wikipedia, the free encyclopedia
نانسي ډاويس ريګن (Nancy Davis Reagan) چې د ان فرانسس روبينز په نوم د ۱۹۲۱ ز کال د جولای پر ۶ نېټه زېږېدلې ده او د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ په ۶ نېټه وفات شوه، يوه امريکايۍ فلمې اداکاره او له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د متحده ايالتونو لومړۍ مېرمن وه. نوموړې د ولسمشر رونالډ ريګن “Ronald Reagan” دويمه مېرمن وه.
نانسي ريګن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | منهټن |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
ميړه | رونالد رېگن (۴ مارچ ۱۹۵۲–۵ جون ۲۰۰۴) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
ريګن په نيويارک ښار کې زېږېدلې وه. وروسته له هغې چې مور او پلار يې بېل شول، نوموړې د شپږ کالونو لپاره په مريلينډ کې له خپلې ترور او ماما سره ژوند وکړ. کله يې چې مور په ۱۹۲۹ ز کال کې بيا ځل واده وکړ، نانسي شيکاګو ته لاړه او وروسته يې د خپلې مور د دويم خاوند له لورې پالنه وشوه. هغه د نانسي ډاويس په توګه په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ ز لسيزو کې د هاليود فلمي لوبغاړې وه، چې د The Next Voice You Hear..., Night into Morning او Donovan's Brain غوندې فلمونو کې فلمي ستورې شوه. نوموړې په ۱۹۵۲ زکال کې له رونالډ ريګن سره واده وکړ، چې هغه وخت د سينمايي اداکارانو د ټولنې “Screen Actors Guild” رئيس و. نوموړي له خپلې پخوانۍ مېرمن جېن وېمېن “Jane Wyman” څخه دوه ماشومان درلودل او هغه او نانسي هم دوه ماشومان درلودل. نانسي ريګن له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د خپل خاوند د والي پاتې کېدو پر مهال د کليفورنيا لومړۍ مېرمن وه او د ناسکه نيا او نيکه خپرونې “Foster Grandparent Program” سره يې کار کول پيل کړل. [2]
ريګن د ۱۹۸۱ زکال په جنوري کې د ۱۹۸۰ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل خاوند له بريا څخه وروسته د متحده ايالتونو لومړۍ مېرمن شوه. نوموړې د خپل خاوند د لومړۍ دورې په لومړيو کې د سينګار ډيزاينرانو له لورې د وړيا جامو د منلو او د سپينې ماڼې د چيني لوښو د بدلولو په برخه کې د خپلې پرېکړې له امله تر پراخه نيوکې لاندې راغله. نوموړې د وخت تېرۍ درملو د مخنيوي لاملونو لپاره هغه مهال مبارزه وکړه، چې د «يوازې نه ووايه:Just Say No» درملو د پوهاوي مبارزه یې پيل کړه، چې د لومړۍ مېرمن په توګه د هغې ستر نوښت ګڼل کېږي. د ۱۹۸۸ ز کال له څرګندونې څخه وروسته د نوموړې د ونډې په اړه زيات بحث راولاړ شو، چې نوموړې په ۱۹۸۱ ز کال کې د خپل خاوند د وژنې له هڅې څخه وروسته له يو ستورپوه سره سلا وکړه، چې له هغې سره د ولسمشر د مهالوېش په پلان کولو کې مرسته وکړي. نوموړې په عمومي ډول پر خپل خاوند باندې پياوړی نفوذ درلود او د نوموړي په يو څو شخصي او ديپلوماتيکو پرېکړو کې يې ونډه ولوبوله.
وروسته له هغې چې د ولسمشر په توګه د رونالډ ريګن دوره پای ته ورسېده، ښځه او خاوند دواړه د کليفورنيا د لاس انجلس په بيل اير “Bel Air” سيمه کې بېرته خپل کور ته ستانه شول. نانسي خپل ډېر وخت د خپل خاوند پاملرنې ته ځانګړي کړ، چې په ۱۹۹۴ ز کال کې د “Alzeimers” ناروغي تشخيص شوې وه او نانسي يې د ۲۰۰۴ ز کال د جون په ۵ نېټه د ۹۳ کلنۍ په عمر تر مړينې پورې خدمت وکړ. ريګن د ريګن کتابتون “Reagan Library” او سياست کې په ځانګړي ډول د جنيني بنسټيزې حجرې د پلټنې په ملاتړ کې تر خپلې مړينې پورې فعاله پاتې شوه. هغه د ۲۰۱۶ زکا د مارچ پر ۶ نېټه د ۹۴ کالونو په عمر په زړه کې د وينې درېدلو له امله مړه شوه.