![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/4d/Max_Stirner-k.jpg/640px-Max_Stirner-k.jpg&w=640&q=50)
ماکس شتیرنر
From Wikipedia, the free encyclopedia
یوهان کاسپار شمیت (۲۵ اکتوبر ۱۸۰۶ – ۲۶ جون ۱۸۵۶ زکال) چې تر ډېره د ماکس شتیرنر په نوم پېژندل کېږي، له هیګل وروسته جرمنی فیلسوف و چې تر ډېره یې له ځانه د ټولنیز پردي توب (social alienation) او ځان پېژندنې (self-consciousness) له هیګلي مفاهیمو سره سروکار درلود. شتیرنر تر ډېره د نیهلېزم (nihilism) (هېڅ پالنې)، اګزیستانسیالېزم (existentialism)، رواني زیان پوهنې د تیوري (psychoanalytic theory)، پوسټ مډرنېزم (postmodernism) او فرد پالونکي انارشېزم (individualist anarchism) د مخکښانو په توګه پېژندل کېږي.[11][12][13]
چټک مالومات ماکس شتیرنر, د شخص معلومات ...
ماکس شتیرنر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۵ اکتوبر ۱۸۰۶[1][2][3][4][5][6] |
مړینه | 26 جون 1856 (50 کاله)[2][4][5] او 25 جون 1856 (50 کاله)[7] ![]() برلين [8] ![]() |
عملي ژوند | |
استاد | گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ![]() |
کار/مسلک | فیلسوف ، خبريال ، ليکوال ![]() |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [9][10] ![]() |
د کړنې څانګه | فلسفه ![]() |
مؤثر | گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، ادم سمېت ![]() |
خوځښت | ځانګړواله ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
تړل
د شتیرنر مهم اثر زه او هغه څه چې زما دي (په جرمني ژبه: Der Einzige und sein Eigentum) دی چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۴ زکال کې په لایپزیګ کې چاپ شو او له هغو وروسته څو ځله په څو ژباړو چاپ شوی. [14][15]