![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9f/MCK_WH.jpg/640px-MCK_WH.jpg&w=640&q=50)
ماري کلېير کېنګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماري کلېير کېنګ (د ۱۹۴۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه زېږېدلې) د جنتیک یوه امریکایۍ متخصصه ده. هغه لومړنۍ کس وه چې ویې ښوده د تیو سرطان کېدای شي په هغه جین کې د ناڅاپي بدلون له امله چې نوموړې BRCA1 ونوماوه ارثي وي. هغه د انسانانو جنتیک مطالعه کوي او په ځانګړي ډول له جنتیکي نابرارۍ او پېچلو اوصافو سره مینه لري. هغه د جنتیک دوه اړخیزه اغېزې او پر انساني شرایطو لکه د تیو او تخمدانونو سرطان، ارثي کوڼوالی، شېزوفرینیا، HIV، سیستمیک لوپس ارېتماتوزېس او رروماتویئد ارترایتېس چاپیریالي اغیزې مطالعه کوي. هغه له ۱۹۹۵ کال راهیسې د واشنګټن پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د جينوم علومو او طبي جنتیک په څانګه کې د سرطان د امریکایي ټولنې پروفیسوره/استاده پاتې شوې.[3][4][5][6][7]
ماري کلېير کېنګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ فبروري ۱۹۴۶[1] |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر ![]() |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ، د بشري حقونو فعال ![]() |
د کړنې څانګه | جنتیک ![]() |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[2] ![]() |
سمول ![]() |
کېنګ د تیو د سرطان د جینونو پر پېژندنه کې د خپل بریالیتوب سربېره د دې د روښانه کولو لپاره هم خورا شهرت تر لاسه کړ چې شامپانزاګانې (د بیزو ګانو یو ډول) له جنتیکي پلوه ۹۹سلنه انسانانو ته ورتهوالی لري او د بشري حقونو څخه د سرغړونې پر قربانیانو د جینومیک ترتیب د پلي کولو لپاره هم پېژندل شوې. هغې په ۱۹۸۴ کال کې په ارجنټاین کې د هغو ماشومانو پر پېژندنه کار وکړ چې د ناپاکې جګړې په بهیر کې(۱۹۷۶- ۱۹۸۳) له خپلو کورنیو څخه تښتول شوي وو او د پوځي دېکتاتورۍ له مخې په ناقانونه ډول په زویولۍ نیول شوي وو. هغې ډېرې جایزې تر لاسه کړې چې له ډلې یې د لاسکر اېوارډ او د پوهې ملي مډال یادولی شو. په ۲۰۲۲ کال کې ډېسکور مجلې کېنک د علم په ډګر کې له ۵۰ مهمو ښځو څخه یوه یاده کړه.[8]