From Wikipedia, the free encyclopedia
جنتیک د بیولوجي یوه څانګه ده، چې د ژوندیو موجوداتو د جېنونو، جنتیکي تنوع او وراثت پر مطالعې باندې بوخت دی.[1][2][3]
که څه هم وراثت د زرګونو کلونو په اوږدو کې مشاهده شوی ؤ، خو موراویایي ساینسپوه او اګوستیني راهب «ګرېګور مندل»، چې په نولسمې پېړۍ کې په برنو کې فعالیت درلود، لومړی کس ؤ چې جنتیک یې په علمي ډول مطالعه کړ. مندل «د صفت وراثت» وڅېړه، هغه نښې چې په ترڅ کې یې، د وخت په تېرېدو سره، صفتونه له مور او پلار څخه اولاد ته لېږدول کېږي. هغه مشاهده چې اورګانیزمونو (د نخود نباتات) ته صفتونه د «صفتونو مجزا واحداتو» لهلارې په میراث پاتې کېږي. دغه ګړنه، چې لا تر ننه هم کارول کېږي، د هغه څیز یو څه ناڅه ګونګ تعریف دی چې د جېن په توګه پېژندل کېږي.
د صفت وراثت او د جېنونو د وراثت مالیکولي میکانیزمونه، لا هم په یوویشتمې پېړۍ کې د جنتیک له لومړنیو اصولو څخه ګڼل کېږي، خو نومهال جنتیک، له وراثت څخه ورهاخوا، د جېنونو د کارکړنې او چلند تر مطالعې پورې پراخ شوی دی. د جېن جوړښت او کارکړنه، تنوع او توزېع د حجرې، اورګانیزم (د بېلګې په توګه: تسلط) او د وګړو په محتوا کې مطالعه کېږي. په جنتیک کې، د مالیکولي جنتیک، اېپيجنتیک او د وګړو جنتیک په څېر یوشمېر فرعي څانګې هم رامنځته شوي دي. د جنتیک د پراخې مطالعې لمن د موجوداتو تر لېرې پولو پورې رسېږي (ارکایا، باکتریا او یوکاریا).
جنتیکي پروسې د یوه اورګانیز له چاپېریال او تجربو سره په ترکیب کې کار کوي ترڅو پر ودې او چلند باندې، چې ډېري وخت د «طبیعت د پالنې پر وړاندې» په نامه یادېږي، اغېزه پرېږدي. د یوې ژوندۍ حجرې یا اورګانیزم د حجرې دننه یا بهر چاپېریال د جېن ترانسکرپشن روښانه یا بند کړي. یوه کلاسیکه بېلګه یې د جوارو دوه دانې دي چې له جنتیکي پلوه ورتهوالی لري؛ یوه دانه یې په معتدل چاپېریال کې او بل یې په وچ چاپېریال کې (چې د ورښت یا باران کچه په کې خورا کمه ده) کرل کېږي. په داسې حال کې چې کېدای شي د دواړو جوارو د ساقې منځنی جګوالی، له جنتیکي پلوه، یوشان وي، په وچ چاپېریال کې کرل شوی جوار، د اوبو او د مغذي موادو کمښت لهامله، د معتدل چاپېریال د جوار جګوالي په نیمایي اندازه به وده وکړي.
د «genetics» وییکي لړۍ د لرغونې یوناني «γενετικός» (ګېنېتیکوس) ته رسېږي، چې د «تناسلي»/«زېږوونکي» معنی لري او په خپل وار سره له «γένεσις » (ګېنېسیس) څخه اخېستل شوې ده، چې معنی یې «منشا» ده. [4][5][6]
دغه مشاهده، چې په ژوندي موجوداتو کې ځیني صفات له والدینو څخه اولاد ته په میراث پاتې کېږي، د لرغوني پېر راهیسې، د انتخابي نسلاخېستنې لهلارې د نباتاتو او ژویو د ودې لپاره کارول کېږي. د جنتیک نومهال ساینس، د دغې پروسې د درک په لټه کې، د اګوستیني راهب «ګرېګور مندل» لهخوا د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې پيل شو.[7][8]
مخکې تر مندل، ایمرې فستېتیکس (د هنګري یو اشرافي) چې مخکې تر مندل یې په کوسګ کې ژونده کاوه، لومړنی کس ؤ چې د «جنتیک» وییکی یې وکاروه. هغه په خپل اثر «د طبیعت جنتیکي قانون» (Die genetischen Gesetze der Natur, 1819) کې د جنتیکي وراثت څوګوني قانونونه څرګند کړل. د هغه دوهیم قانون له هغه څه سره ورتهوالی لري، چې مندل خپور کړ. په درېیم قانون کې یې د ناڅاپي بدلون لومړني اصول وپنځول (کولای شو هغه د هوګو دو فریس مخکښ وګڼو). [9]
د وراثت په هکله نورې تیوريګانې مخکې تر مندل مطرح شوې وې. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې یوه مشهوره تیوري، چې د نوعو د منشا په هکله، د چارلس داروین لهخوا په ۱۸۵۹ز کې مطرح شوه، امتزاجي وراثت ؤ: دغه نظریه چې، وګړي د خپل والدینو د صفتونو یو صاف ترکیب په میراث کې لري. د مندل اثر داسې بېلګې وړاندې کوي چې په هغو کې صفتونه په قطعي توګه وروسته له پیوندوهنې (hybridization) څخه، سره ترکیب شوي نهدي او ښیي چې صفتونه د یوه متمادي ترکیب په ځای، د بېلابېلو او جلا جېنونو له ترکیب څخه تولید شوي دي. په اولاد کې د صفتونو ترکیب، اوس مهال د هغو څوګونو جېنونو لهمخې بیانېږي چې کمیتي اغېزې لري. بله تیوري چې په هغه مهال کې ورڅخه ملاتړ کېده، د کسبي ځانګړنو وراثت ؤ: هغه باور چې، وګړو ته هغه صفتونه په ارث رسېږي چې د والدینو لهخوا غښتلي شوي وي. دغه تیوري (چې معمولاً له جېن باپټېست لامارک پورې اړه لري) اوس مهال ناسمه ګڼل کېږي—د وګړو تجربې پر هغو جېنونو باندې چې خپل اولاد ته یې لېږدوي، اغېزه نهپرېږدي. بله تیوري، د داروین «Pangenesis» تیوري ده (چې هم کسبي او هم ارثي اړخ لري).[10][11][12]
نومهال جنتیک، د نباتاتو د وراثت د ماهیت په هکله د مندل له مطالعاتو سره پیل شو. مندل په خپله مقاله «Versuche über Pflanzenhybriden» («د نباتاتو پیوندوهنې په هکله ازمایښتونه») کې، چې په ۱۸۶۵ز کې Naturforschender Verein ته (د طبیعت په هکله د څېړنې ټولنه) په برنو کې وړاندې شوه، د نخود په نباتاتو کې د ځانګړو صفتونو وراثتي نښې راوسپړلې او په ریاضیکي توګه یې تشرېح کړې. که څه هم دغه د وراثت دغه نښې یوازې د څو صفتونو لپاره د مشاهدې وړ وې، د مندل په فعالیت کې وښودل شوه چې وراثت جزئي دی، نه کسبي؛ او د ډېریو صفتونو د وراثت نښې د ساده قواعدو او نسبتونو لهلارې بیانېدلای شي. [13]
د مندل د کار ارزښت، وروسته له مړینې، تر ۱۹۰۰ز پورې، چې هوګو دو فریس او نورو ساینسپوهانو د هغه څېړنې له سره کشف کړې، په پراخه توګه درک شوی نهؤ. ویلیام بېستن، د مندل د کار پلوی، په ۱۹۰۵ز کې د «genetics» وییکی رامنځته کړ (د genetic ستاینوم، له یوناني وییکي «γένεσις» (ګېنېسیس) څخه اخېستل شوی دی چې د «منشا» معنی افاده کوي، له نوم څخه دمخه ؤ او لومړي ځل لپاره په بیولوجیکي معنی، په ۱۸۶۰ز کې وکارول شو). بېتسن هم د یوه مربي په توګه عمل کاوه او هم د بېکي ساندرز، نورا داروین بارلو او موریل وېلدېل اونسلو په څېر په کمبریج کې د نېونهام کالج د ساینسپوهانو له آثارو او فعالیتونو څخه پوره ګټه پورته کړه. بېتسن د «genetics» وییکي کارونه عامه کړه ترڅو په ۱۹۰۶ز کې، په لندن کې، د نباتاتو د پیوندوهنې په هکله درېیم نړیوال کنفرانس ته د خپلې پرانېستونکې وینا د وړاندې کولو لهلارې، د وراثت په هکله خپله څېړنه او مطالعه تشرېح کړي.[14][15][16][17][18]
د مندل د څېړنو له بیاکشفولو وروسته، ساینسپوهانو هڅه وکړه ترڅو معلومه کړي چې په حجره کې کوم مالیکول د وراثت دنده پر غاړه لري. په ۱۹۰۰ز کې، نېتي ستېفنز د اوړو چینجي په هکله خپله مطالعه پیل کړه. د راتلونکو ۱۱ کلونو لپاره، هغه وموندله چې ښځې یوازې X کروموزوم، خو نارینه دواړه X او Y کروموزومونه لري. هغه وتوانېد دغې پایلې ته ورسېږي چې جنسیت یو کروموزومي فکټور دی او د نارینه لهلورې ټاکل کېږي. په ۱۹۱۱ز کې، ټوماس هنت مورګان، د مېوې په مچانو کې د جنس اړوند سپینو سترګو ناڅاپي بدلون د مشاهدې پر بنسټ، ادعا وکړه چې جېنونه پر کروموزومونو باندې واقع شوي دي. په ۱۹۱۳ز کې، د هغه شاګرد «آلفرېد ستورتېونت» د جنتیکي تړښت پدیده وکاروله ترڅو وښیي چې جېنونه په خطي ډول پر کروموزومونو باندې واقع شوي دي.[19][20][21]
د ۲۰۱۵ز کال د مارچ پر ۱۹مه نېټه، د وتلو بیولوجيپوهانو یوه ډله د ټولو هغو مېتودونو (په تېره بیا CRISPR او Zinc Finger) پر کلینیکي کارونه باندې د بندیز لګولو غوښتونکي شول چې د انسان جېنوم له داسې یوې لارې بدلوي چې کېدای شي ارثي اوسي. د ۲۰۱۵ په اپرېل کې چینایي څېړونکو، د CRISPR په کارونې سره د انسان ناژوندي جنینونو په DNA کې د لاسوهلو په هکله د بنسټیزې څېړنې پایلې اعلان کړې.[22][23][24][25][26][27]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.