د لویې بریتانیا دویم جورج
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم جورج (جورج اګستوس؛ په جرمني ژبه: ګئورګ اګوست؛ ۹ نومبر ۱۶۸۳ – ۲۵ اکتوبر ۱۷۶۰ زکال) د ۱۷۲۷ زکال د جون له ۱۱ مې نېټې (زوړ سټایل کلیزه) څخه په ۱۷۶۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د لویې بریتانیا او ایرلنډ پاچا، د برانشوایک – لونبورګ (هانوفر) دوک او د روم د سپېڅلې سترواکۍ انتخابي شهزاده و.
د لویې بریتانیا دویم جورج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | هانوور |
مړینه | لندن |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي [1][2] |
ښځه | |
پلار | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
جورج چې په شمالي جرمني کې وزیږېد او همالته را لوی شو، له دې امله هغه د لویې بریتانیا تر ټولو وروستی پاچا دی چې له لویې بریتانیا بهر زېږیدلی. د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل قانون او د ۱۷۰۷ زکال د اتحادیې قانون لامل وګرځېد څو هغه د خپلې انۍ سوفیا هانوفر له لوري د هغې پروتستانت اولادې ته د بریتانیا سلطنت په میراث پاتې شي. د سوفیا او په ۱۷۱۴ زکال کې د بریتانیا د ملکې آن له مړینې وروسته د هغه پلار چې د هانوفر انتخابي شاهزاده و د لویې بریتانیا لومړی جورج شو. هغه د خپل پلار د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د خپل پلار له مخالفو سیاستوالو سره تر هغه مهاله په اړیکه کې و کله چې په ۱۷۲۰ زکال کې بېرته له حاکم ګوند سره مل شو.
د پاچا په توګه جورج له ۱۷۲۷ زکال وروسته د بریتانیا په داخلي سیاست ډېر لږ کنټرول درلود او تر ډېره پورې دغه سیاستونه د بریتانیا د پارلمان له خوا کنټرول کېدل. د انتخاب کوونکي په توګه هغه دوولس اوړي په هانوفر کې تېر کړل چېرې چې هغه په دولتي پالیسیو لا زیات کنټرول درلود. هغه له خپل مشر زوی فردریک سره چې د پارلماني اپوزیسیون ملاتړ یې کاوه چندان اړیکه نه لرله. د اتریش د ځای ناستوب د جګړې پر مهال جورج د ۱۷۴۳زکال په ډټینګن جګړه کې برخه واخیسته او له دې امله وروستی بریتانوي پاچا شو چې د جګړې پر مهال یې د پوځ مشري کوله. په ۱۷۴۵ زکال کې د بریتانیا د سلطنت د کاتولیک مدعي جیمز فرانسیس اډوارډ ستورات (پخواني مدعي) ملاتړو د جیمز د زوی چارلس اډوارډ ستورات («ځوان مدعي») په مشرۍ هڅه وکړه د یعقوب پالو د وروستي پاڅون پر مهال د جورج واکمني را نسکوره کړي خو پاتې راغلل. فریدریک په ۱۷۵۱ زکال په ناڅاپي ډول د پلار له مړینې ۹ کاله وړاندې ومړ؛ د جورج ځای د هغه مشر زوی فریدریک ته پاتې شو چې بیا دریم جورج شو.
د دویم جورج له مړینې څخه دوه پېړۍ وروسته تاریخ لیوالتیا لره چې هغه په خپلو معشوقو باندې د تمرکز لرلو، غصه ناک والي او ټنبلۍ له امله په تحقیر کوونکي ډول توصیف کړي. له دغه مهال وروسته د هغه د میراث بیاځلي ارزونه د دې لامل وګرځېده څو څېړونکي دې پایلې ته ورسېږي چې هغه د بهرني سیاست او نظامي ټاکنو په برخه کې له هغې کچې زیات نفوذ درلود چې وړاندې انګېرل کېده.