د سریلانکا کورنۍ جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سریلانکا کورنۍ جګړه هغه جګړه وه چې له کال ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۹ پورې یې دوام وموند. دا جګړه د دولت په وړاندې د ویلوپیلای پرابهاکاران ( د دولت ضد انقلابیونو مشر و) په مشرۍ د تامیل اېلام د آزادي پړانګانو چې د تامیل پړانګانو په نامه هم یادېدل د کورني پاڅون له امله را منځ ته شوه. د تامیل اېلام د خپلواکۍ پړانګانو د دې جزېرې شمال شرق کې د تامیل ايلام په نامه د یوه خپلواک دولت را منځ ته کولو لپاره جګړه کوله چې لامل یې هغه دوامداره تبعیض او تاوتریخوالي ډکه شکنجه وه چې د سینهېلیسي خلکو په مشرۍ د سریلانکا د دولت له خوا د دوی په وړاندې تر سره کېدل. [1][2][3]
عمومي معلومات | |
---|---|
د پېښې نېټه | |
مرګ ژوبله | |
ځای | |
هېواد |
برخې |
Eelam War I (en) ![]() Indian intervention in the Sri Lankan Civil War (en) ![]() Eelam War II (en) ![]() Eelam War III (en) ![]() Eelam War IV (en) ![]() ![]() |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
له تاوتریخوالي ډکه ځورونه په ۱۹۵۶، ۱۹۵۸، ۱۹۷۷، ۱۹۸۱ او ۱۹۸۳ کلونو کې د تامیل په ضد پروګرامونو په بڼه او په کال ۱۹۸۱ کې د جفنا د کتابخونې د سوځېدلو په بڼه را پورته شوه. دا عملونه ډېری وخت د سنهالي اوباشانو له لورې چې دولت یې ملاتړ کاوه له کال ۱۹۴۸ څخه وروسته چې سریلانکا د برتانیا له سترواکۍ څخه خپله خپلواکي اخیستې وه تر سره کېدل. د خپلواکې تر اخیستلو له وخت وروسته سینهالي ژبه د دې هېواد د یوازینۍ رسمې ژبې په توګه وپېژندل شوه . له ۲۶ کلونو نظامي جګړې څخه وروسته، د سریلانکا نظامیا نو د کال ۲۰۰۹ په مې میاشت کې د تامیل پړانګانو ته ماته ورکړه او کورنۍ جګړه یې پای ته وروسوله. [4][5]
تر کال ۲۰۰۷ پورې خلک ووژل شول او د کال ۲۰۰۹ د مې تر میاشتې چې کورنۍ جګړه په کې پای ته ورسېدله ملګرو ملتونو د مړو شمېر ۸۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ تخمین کړ. په کال ۲۰۱۱ کې، د جګړې وورستي پړوا ته چې په کال ۲۰۰۹ کې و په اشارې سره د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال د پانل ماهرینو راپور چې په سریلانکا کې د مسؤلیت په اوند خپور شو لیکلي وه(( یوې اعتمادې سرچينې د مړو شمېر ۴۰۰۰۰ تنه ملکیان تخمین کړی دی)). د سرلانکا دولت په مکرره توګه په داسې حال کې د جګړې د اغېزې د معلومولو په اړوند هرډول خپلواکّ اونړيواله څېړنه په داسې حال کې ردوله چې داسې راپورونو و چې دولتې ځواکونه د هغو تامیلیانو په ځورونه او ټوليز تجاوز کې ښکيل و چې د مړو په را ټولولو او ورکېدنو په پېدا کولو کې بوخت و. [6][7][8][9][10][11][12][13][14][15]
د کوزنۍ جګړې له پای څخه را هسي، د سریلانکا دولت د بشري حقونو نه دسرغړونې، د بمباریو په واسطه د ملکیانو په نښه کولو، د درنو وسلو کارولو، جنګې جرمونو، تښتونو، د تامیلیانو د ټولوژنو او جنسي تېریوله امله د نړيوالې نېوکې سره مخامخ ده. د تامیل اېلام پړانګان له دې امله بدنام شول چې هغوی سینهالیس او مسلمان توکمونوپه ګډون د ټولو توکمونو په ملکیانو باندې ګڼ شمېر حملې وکړې ، کوچنیان یې دعسکرو په توګه وکارول، سیاستوال او خپل سیاسي مخالفین یې ووژل او د نظامیانو، سیاسي او ملکي اهدافو په وړاندې یې ځانمرګي بریدونه تر سره کړل.[16]