From Wikipedia, the free encyclopedia
د سریلانکا کورنۍ جګړه هغه جګړه وه چې له کال ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۹ پورې یې دوام وموند. دا جګړه د دولت په وړاندې د ویلوپیلای پرابهاکاران ( د دولت ضد انقلابیونو مشر و) په مشرۍ د تامیل اېلام د آزادي پړانګانو چې د تامیل پړانګانو په نامه هم یادېدل د کورني پاڅون له امله را منځ ته شوه. د تامیل اېلام د خپلواکۍ پړانګانو د دې جزېرې شمال شرق کې د تامیل ايلام په نامه د یوه خپلواک دولت را منځ ته کولو لپاره جګړه کوله چې لامل یې هغه دوامداره تبعیض او تاوتریخوالي ډکه شکنجه وه چې د سینهېلیسي خلکو په مشرۍ د سریلانکا د دولت له خوا د دوی په وړاندې تر سره کېدل. [1][2][3]
عمومي مالومات | |
---|---|
پېښې نېټه | |
مرګ ژوبله | |
ځای | |
هېواد |
برخې |
Eelam War I (en) Indian intervention in the Sri Lankan Civil War (en) Eelam War II (en) Eelam War III (en) Eelam War IV (en) |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
کورډينېشن |
---|
له تاوتریخوالي ډکه ځورونه په ۱۹۵۶، ۱۹۵۸، ۱۹۷۷، ۱۹۸۱ او ۱۹۸۳ کلونو کې د تامیل په ضد پروګرامونو په بڼه او په کال ۱۹۸۱ کې د جفنا د کتابخونې د سوځېدلو په بڼه را پورته شوه. دا عملونه ډېری وخت د سنهالي اوباشانو له لورې چې دولت یې ملاتړ کاوه له کال ۱۹۴۸ څخه وروسته چې سریلانکا د برتانیا له سترواکۍ څخه خپله خپلواکي اخیستې وه تر سره کېدل. د خپلواکې تر اخیستلو له وخت وروسته سینهالي ژبه د دې هېواد د یوازینۍ رسمې ژبې په توګه وپېژندل شوه . له ۲۶ کلونو نظامي جګړې څخه وروسته، د سریلانکا نظامیا نو د کال ۲۰۰۹ په مې میاشت کې د تامیل پړانګانو ته ماته ورکړه او کورنۍ جګړه یې پای ته وروسوله. [4][5]
تر کال ۲۰۰۷ پورې خلک ووژل شول او د کال ۲۰۰۹ د مې تر میاشتې چې کورنۍ جګړه په کې پای ته ورسېدله ملګرو ملتونو د مړو شمېر ۸۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ تخمین کړ. په کال ۲۰۱۱ کې، د جګړې وورستي پړوا ته چې په کال ۲۰۰۹ کې و په اشارې سره د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال د پانل ماهرینو راپور چې په سریلانکا کې د مسؤلیت په اوند خپور شو لیکلي وه(( یوې اعتمادې سرچينې د مړو شمېر ۴۰۰۰۰ تنه ملکیان تخمین کړی دی)). د سرلانکا دولت په مکرره توګه په داسې حال کې د جګړې د اغېزې د معلومولو په اړوند هرډول خپلواکّ اونړيواله څېړنه په داسې حال کې ردوله چې داسې راپورونو و چې دولتې ځواکونه د هغو تامیلیانو په ځورونه او ټوليز تجاوز کې ښکيل و چې د مړو په را ټولولو او ورکېدنو په پېدا کولو کې بوخت و. [6][7][8][9][10][11][12][13][14][15]
د کوزنۍ جګړې له پای څخه را هسي، د سریلانکا دولت د بشري حقونو نه دسرغړونې، د بمباریو په واسطه د ملکیانو په نښه کولو، د درنو وسلو کارولو، جنګې جرمونو، تښتونو، د تامیلیانو د ټولوژنو او جنسي تېریوله امله د نړيوالې نېوکې سره مخامخ ده. د تامیل اېلام پړانګان له دې امله بدنام شول چې هغوی سینهالیس او مسلمان توکمونوپه ګډون د ټولو توکمونو په ملکیانو باندې ګڼ شمېر حملې وکړې ، کوچنیان یې دعسکرو په توګه وکارول، سیاستوال او خپل سیاسي مخالفین یې ووژل او د نظامیانو، سیاسي او ملکي اهدافو په وړاندې یې ځانمرګي بریدونه تر سره کړل.[16]
د سریلانکا د کورنۍ جګړې منشاوې د سینهالیس ډېرکیو او د تامیل د لږکیو تر منځ په پخوانۍ دوامداره سیاسي دښمنۍ کې نغښتي دي. د اوسنۍ جګړې ريښې تر استعماري عصر پورې غزېږي چې دا هېواد د سیلون په نامه یادېده. په پیل کې د سریلانکا د دوو سترو توکمي ګروپونو تامیلیانو او سینهالیانو تر منځ ترینګلتیا کمه وه، د پونامبلام آروناچلم په نامه یو تامیلی د د تامیالیانو او سینهالیانو د استاذي په توګه په ملي تقنینی شورا وګمارل شو. په کال ۱۹۱۹ کې تامیلي او سینهالي سیاسي سازمانونه چې مشري یې آروناچلم کوله د سیلون د ملي کانګرس د جوړولو سره یو شول ترڅو استعماري دولت تر فاشر لاندې راوړي چې اساسي قانون کې نور سمونونه راوړي. د برتانیا استعماري اداره چې ویلیم مانېنګ په فعاله توګه د اشتراکې استاذولۍ مفکوره تشویقوله او په کال ۱۹۲۰ کې یې د کولمبو ښاري څوکۍ را منځ ته کړه چې د تامیلیانو او سینهالیانو له خوا به په نوبت سره اداره کېده. [17][18]
په کال ۱۹۳۶ کې د ښاري شورا لپاره تر ټاکل کېدو وروسته د لانکا، ساما، سامایا ګوند غړیو ان ام پېره را او فلیپ ګوانواردېنا د انګلیسي ژبې په ځاي د تامیلي او سینهلایي ژبو د رسمې کېدو غوښتنه وکړه. د کال ۱۹۳۶ د نومبر په میاشت کې دا سې یو وړاندېز ((چې د دې جزیرې د ښاروالۍ او پولیسو په محاکمو کې باید په عامیانه ژبه کې وی)) او (( د پولیسو په ستشنونو کې باید اندراجات باید په هغه ژبه وي چې به پیل کې پرې لیکل شوي و)) د دولتي شورا له خوا تصویب شواو حقوقي سکرتریت ته راجع شول. که څه هم په کال ۱۹۴۴ کې جې آر جاواردانا ( د سرلانکا له مشرانوڅخه و چې وروسته لومړی وزیر شو) په دولتي شورا کې وړاندیز وکړ چې سینهالي ژبه باید د انګلیسي ژبې په ځای رسمي ژبه وي.
په کال ۱۹۴۸ کې، له خپلواکي سره سم د سیلون د پارلمان له خوا یو جنجالي قانون تصویب شو چې د سیلون د تابعیت قانون نومېده چې ل مخې یې دهندي تامیلیانو د لږکيو په وړاندې تبعض په لاره واچول شو او د هغوی لپاره دا ناشونې وه چې د دې هېواد تابیعت تر لاسه کړي، چې په دې سره څه ناڅه ۷۰۰۰۰۰ هندي تامیلیان بې تابعیته شول. په راتلونکو درې کلونو کې له ۳۰۰۰۰۰ څخه ډېر هندي تامیلیان بیرته هند ته وشړل شول. دا جریان تر ۲۰۰۳ پورې چې ۵۵ کاله له استقلال وروسته کېږي نه و چې ټولو هغو هندي تامیلیانو ته تابعیت ورکړل شو چې په سریلانکا کې اوسېدل خو په دې وخت کې هغوی د دې جزيرې یواځې ۵ سلنه نفوس جوړاوه. [19][20]
په کال ۱۹۵۶ کې، لومړي وزير اس دبلیو، آر ډي بندارانایک د (( يواځې سینهالیان )) قانون تصویب کړ چې له مخې یې سینهالي ژبه د انګلیسي ژبې په ځای رسمي ژبه وګرځوله. دا اقدام یو عمدي اقدام و چې دسري لانکا تامیلیان یې ملکي خدمتونو او نورو عامه خدمتونو کې له کار کولو څخه ناهيلي کول. په سیلون کې د تامیلي ژبې ویونکو، هندې تامیلیانو او دسریلانکا مورانو ( په دې سیمه کې یوه ډله مسلمانان و) دا قانون د هغوی په وړاندې ژبنی، کلتوري او اقتصادي تبعیض وباله. د ملکي او عامه خدموتو ډېری تامیلی ژبې کارکوونکي استعفا ته په دې اړ شول چې هغوی په روانه توګه په سینهالي ژبه نه پوهېدل. د دې پالیسۍ له امله ترینګلتیا په کال ۱۹۵۶ او ۱۹۵۶ کې د تامیلیانو په ټولوژنې تمامه شوه چې د دې ټول وژنو په لړ کې سینهالي بد ماشانو په هغو سلګونو تامیليیانو باندې حملې وکړې چې د سینهالي ډېرکیو په سیمو کې اوسېدل او په هغو سیمو کې چې ډېر تامیلی بدماشان اوسېدل په سینهالیانو بندې یې حملې وکړې او په دې سره په سلګونه تامیلیان ووژل شول او د دواړو ډلو زرګونه نور هغو ځایو ته وتښتېدل چې هلته د هغوی ۴۰۰ [21][22][23]
د کال ۱۹۶۰ په وروستیو کې، د ویلوپیلیا پراهاکاران په ګډون څو تنه ځوانان په دې فعالیت کې ښکېل شول. هغوی د ملکې ادارې، د سریلانکا د پولیسو او په تامیل طرفداره سیاسیونو باندې د حمله وکړه او وتښته عملیات تر سره کړل.
په کال ۱۹۷۰ کې، د معیاري کولو پالیسي پیل کړل شوه چې له مخې یې زده کوونکي د متقاضیانو د تعداد د نسبت په اساس چې په خپله ژبه یې امتحان ورکاوه منل کېدل. دا پالیسي د دې لپاره دېزاین شوې وه چې د کلیوالو سیمو استاذولې ډېره کړي او په عمل کې یې د تامیلي زده کوونکو شمېر کم کړ چې پخوا یې یواځې د خپل امتحان په اساس نمرې وړې وې او په پراخ نسبت شاملېدل یې تر لاسه کړي و نه په امتحان کې دهغوی د شمولیت په تناسب. [24][25][26][27][28]
هغوی ته اوس اړینه وه چې د سینهالي زده کوونکو په پرتله لوړې نمرې تر لاسه کړي تر څو پوهنتون کې شامل شي. د مثال په توګه، د طب فاکولتې ته ادنی وړ نمره له ۴۰۰ څخه ۲۵۰ وه تر څو تامیلیان په کې شامل شي، خو د سنهالي زده کوونکو لپاره دا نمره یواځې ۲۲۹ وه. د تامیلي زده کوونکو شاملیدل په پوهنتون کې په ناببره توګه کم شول چې دا پالیسي بیا په کال ۱۹۷۷ کې پرېښول شوه. [29][30][31][32]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.