![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b6/Deepika_Padukone_Cannes_2018_%2528cropped%2529.jpg/640px-Deepika_Padukone_Cannes_2018_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
ديپيکا پډوکون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډیپیکا پاډوکون (د زېږون نېټه : 5 جنوري 1986) د هندي بالیووډ فلمونو اداکاره ده. هغه په نړۍ کې د لوړ معاش اخیستونکو اداکارانو څخه ده. هغه د دریوو فلم فیر ایوارډونو په ګډون ډېری نورې جایزې ګټلې دي. هغه د هند یو له خورا مشهور او زړه راښکونکو شخصیتونو څخه شمیرل کیږي.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه |
۵ جنوري ۱۹۸۶[1] ![]() |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي معلومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
لوړوالی | |
---|---|
وزن |
وېبپاڼه |
deepikapadukone.com (انګليسي ژبه) ![]() |
---|
پاډوکون د بیډمنټن مشهور لوبغاړي پرکاش پاډوکون ته زیږیدلی و، چې هغه مهال د ډنمارک په کوپنهاګن کې اوسېده. هغه په بنګلور (هند) کې لوی شوی. ډیپیکا په کم عمر کې په ملي کچه د بیډمنټن لوبه پیل کړه، مګر د فیشن ماډل کیدو لپاره یې خپل سپورت کیریر پریښود. ډیر ژر هغه ته د فلمونو وړاندیزونه پیل شول. پاډوکون په ۲۰۰۶ کال کې د ایشوریا فلم (چې په کناډا ژبه کې و) په سنډل ووډ [7] کې د یوې نوې اداکارې په توګه د اداکارۍ پیل وکړ. په 2007 کې، د هغه خورا مشهور بالیووډ لومړی فلم اوم شا نتي اوم خپور شو چې په کې هغه دوه ګونی رول لوبولی و. په دې فلم کې د هغې د کار کولو لپاره هغې ته د غوره نوې راغلو اداکارې فلم فیئر جایزه هم ورکړل شوه.