کوپنهاګن
From Wikipedia, the free encyclopedia
کوپنهاګن (په انګلیسي: Copenhagen) د ډنمارک پلازمېنه او تر ټولو ګڼنفوسه ښار دی. د ۲۰۲۲ز کال د جنوري په ۱ یې د وګړو شمېر ۸۰۵،۴۰۲ تنو ته رسېده (۶۴۴،۴۳۱ د کوپنهاګن په مېنه، ۱۰۳،۶۰۸ د فرېدریکسبرګ، ۴۲،۷۲۳ د تارنبي، او ۱۴،۶۴۰ د دراګور په مېنه کې). دغه ښار د کوپنهاګن د پراخې سیمې (له ۱،۳۳۶،۹۸۲ نفوس سره) او د کوپنهاګن لویې سیمې (له ۲،۰۵۷،۱۴۲ نفوس سره) مرکز دی. کوپنهاګن د زیلنډ ټاپو په ختیځ ساحل کې واقع شوی دی؛ د ښار بله برخه په آماګر کې پرته ده او د سویډن له مالمو څخه د اورېسند تنګۍ په واسطه جلا شوې ده. د اورېسند پُل دغه دوه ښارونه د اوسپنۍ پتلۍ او واټ لهلارې سره نښلوي.[1][2][3]
کوپنهاګن په لومړیو کې د ویکینګانو کب نیونې کلۍ ؤ چې په لسمه پېړۍ کې د اوسني ګمېل ستراند په ګاونډیتوب کې تاسیس شو؛ کوپنهاګن د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې د ډنمارک پلازمېنه شوه. د اوولسمې پېړۍ له پیل سره سم، دغه ښار د بنسټونو، دفاعي سیسټمونو او وسلهوالو ځواکونو لهلارې خپل موقعیت د قدرت د یوه سیمهییز مرکز په توګه ټینګ کړ. د رنسانس په ترڅ کې، دغه ښار عملاً د کالمار اتحادیې د پلازمېنې په توګه وټاکل شو، چې د سلطنت مقر ؤ او په یوې شخصي اتحادیه کې یې له سویډن او ناروې سره (چې د ډنمارک پاچاهانو لهخوا اداره کېدل) د اوسنۍ نوردیک سیمې پر ستره برخه حکومت کاوه. له پنځلسمې پېړۍ څخه د شپاړلسمې پېړۍ تر لومړیو پورې، دغه ښار د ۱۲۰ کلونو لپاره د اتحادیې تر نامه لاندې د سکاندیناویا کلتوري او اقتصادي مرکز په توګه وغوړېده، ترڅو چې سویډن د یوه پاڅون لهلارې له اتحادیې ووت او اتحادیه منحل شوه. په اتلسمې پېړۍ کې د طاعون خپرېدا او اورسوځېدنې لهامله، دغه ښار د بیا پراختیا دورې ته لاړ. په دغه دوره کې د فرېدریکسستادېن مهمه سیمه ورغېدله او د سلطنتي تالار او د ښکلو هنرونو سلطنتي اکاډمۍ په څېر فرهنګي بنسټونه تاسیس شول. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې دغه ښار د لا نورو ناورینونو شاهد ؤ، کله چې هوراتیو نلسون د دانو-ناروې پر سمندري لوا برید او ښار یې بمبار کړ؛ له هغو وروسته د ډنمارک په طلایي پېر کې ښار بیا ورغاول شو او کوپنهاګن ته یې نیوکلاسیکه مهندسۍ بڼه ورکړه. کلونه وروسته، د دوهیمې نړیوالې جګړې په پای کې، د پنځو ښاري اورګاډلارو په اوږدو کې، چې د ښار له مرکز څخه غځېدلې دي، د «Finger» پلان د استوګنځیو او سوداګریو پراختیا ته وده ورکړه.
د یوویشتمې پېړۍ له پیل راهیسې، کوپنهاګن په بېساري ډول ښاري او کلتوري پراختیا وموندله، چې د دغې پراختیا اسانتیاوې پر موسسو او بېخبناوو باندې د پانګونې لهلارې رامنځته شوې. دغه ښار د ډنمارک کلتوري، اقتصادي او دولتي مرکز دی؛ د کوپنهاګن د ونډو بازار د شمالي اروپا یو ستر مالي مرکز ګڼل کېږي. د کوپنهاګن اقتصاد په خدماتي سکټور کې، په تېره بیا په معلوماتي ټکنالوجي، درمل جوړونې او سوچه ټکنالوجۍ کې د تشبثاتو، په چټکۍ سره وده وکړه. د اورېسند پُل له بشپړېدو راهیسې، ګوپنهاګن ورځ په ورځ د سویډن له سکانیا ولایت او تر ټولو لوی ښار «مالمو» سره، چې د اورېسند سیمه تشکیلوي، نږدې کېږي. د بېلابېلو سیمو نښلوونکي پُلونو، پارکونو، مېلهځایونو او ساحلي برخې ښار ته د ښکلا منظره ورکوي. د کوپنهاګن سیاحتي سیمې، لکه د تیوولي باغونه، د اوبو کوچنۍ ښاپېرۍ مجسمه، د امالینبوګ او کریستینزبورګ ماڼۍ، د روزنبورګ کلا، د فرېدریک کلیسا، بورسېن او ډېري موزې، رسټورانتونه او شپې کلوپونه د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.
د دغه ښار د لوړو زدهکړو موسسې، د کوپنهاګن پوهنتون، د ډنمارک تخنیکي پوهنتون، د کوپنهاګن سوداګرۍ پوهنتون او د کوپنهاګن د معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنتون دي. د کوپنهاګن پوهنتون په ۱۴۷۹ز کال کې تاسیس شو او د ډنمارک تر ټولو پخوانی پوهنتون دی. د کوپنهاګن فوټبال کلپونه، د اف.سي کوپنهاګن او د بروندبي آیاف دي. د کوپنهاګن د اوږدې ځغاستې کلنۍ سیالۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پیل شوې. د دغه ښار وګړي د بایسکېل ډېر خوښوي.
موویا د حمل او نقل یو عمومي شرکت دی چې پرته له بورنهولم څخه، د ډنمارک ټولې ختیځې برخې ته خدمات وړاندې کوي. د کوپنهاګن مترو په ۲۰۰۲ز کال کې جوړه شوه او د کوپنهاګن په مرکز کې فعالیت کوي. سربېره پر دې، د کوپنهاګن S اورګاډی، لوکاتوګ (خصوصي رېل) او د ساحلي کرښې شبکه، د کوپنهاګن مرکز لېرو پرتو سیمو سره نښلوي. د کوپنهاګن هوایي ډګر «کاستروپ» نومېږي، چې په میاشت کې 2.5 میلیونه مسافرانو ته خدمات وړاندې کوي او د نوردیک هېوادو تر ټولو زیاته ګڼهګوڼه لري.