![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/43/Stalin_Full_Image.jpg/640px-Stalin_Full_Image.jpg&w=640&q=50)
جوزف سټالين
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف سټالين (مرسته·مالومات) يا يوسف سټالين د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ايوسف ويساريونويچ سټالين نوم دی، په روسي ژبه کې د هغه نوم داسې ليکل کېږي (Иосиф Виссарионович Сталин). کله چې سټالين په نړۍ کې راغی نو د زېږېدنې پر مهال پرې يو جيورجي نوم ايوسف جهوگاشويلي ايښودل شوی وه(Иосиф Джугашвили)؛ د نومړي د زېږون او د مړينې نېټې په دې توگه دي (۱۸ ډېسمبر [قت ۶ ډېسمبر] ۱۸۷۸ – ۵ مارچ, ۱۹۵۳).
جوزف سټالين | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۸ ډېسمبر ۱۸۷۸(۱۸۷۸-12-۱۸) |
مړینه | 5 مارچ 1953 (75 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] ![]() |
هديره | د لینن مقبره ![]() |
استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ |
تابعیت | ![]()
|
قد | 1.68 متر ، 163 سانتي متره ![]() |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱ جنوري ۱۹۱۲–۵ مارچ ۱۹۵۳) ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [18][19][9][10] ![]() |
مورنۍ ژبه | ګورجي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | ګورجي ژبه ، روسي [20][21][22] ![]() |
د کړنې څانګه | سياستوال ![]() |
مؤثر | کارل مارکس ، ولادمير ايليچ لېنين ![]() |
خوځښت | مارکسیزم – لینینیزم ![]() |
پوځي خدمت | |
وفاداري | شوروي اتحاد ![]() |
جګړه/جګړې | د روسیې کورنۍ جګړه ، لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه ، د پولنډ – شوروي جګړه ، ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ژوزف ویساریونویچ ستالین (اصلي نوم: یسب بسارینس دز جوغاشیلی؛ زوکړه:د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۱۸مه – مړېنه: د ۱۹۵۳ زکال د مارچ ۵مه نېټه) شوروي انقلابي او شوروي سیاسي رهبر و چې له ۱۹۲۲ زکال څخه یې په ۱۹۵۳ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په شوروي اتحاد واک وچلاوه؛ دی په واک د شوروي اتحاد تر ټولو زیات پاتې شوی واکمن و. هغه د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي (۱۹۲۲-۱۹۵۲ زکال) او د شوروي اتحاد د وزیرانو شورا د مشر (۱۹۴۱-۱۹۵۳ زکال) په توګه واکمن و. په پیل کې هغه پر هېواد باندې د ټولیزې مشرۍ له مخې واکمني وکړه، خو واک یې د ځان لپاره متمرکز کړ او په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په یو دیکتاتور واوښت. ستالین د مارکسېزم – لینېنېزم اصطلاح ابداع کړه چې له مارکسېزم څخه یې د هغه د لینېنېستي تفسیر استازولي کوله او د ستالینېزم په نامه پېژندل کېږي.
ستالین چې د روسي سترواکۍ د ګوري سیمې (اوسني ګرجستان) په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد، وړاندې له دې چې له مارکسېستي روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند سره یوځاي شي د تفلیس یوې مذهبي مدرسې ته ولاړ. هغه د ګوند د ورځپاڼې پروډا په اصلاح کولو کې برخه واخیسته او د ولادمیر لینېن تر مشرۍ لاندې یې د کمونېست ګوند د بلشویکې څانګې له پاره د غلاو، سړي تښتونو او محافظتي قلدرۍ له لارې مالي سرچینې برابرولې. دی په مکرر ډول ونیول شو او څو ځله په داخلي تبعید محکوم کړای شو. وروسته له هغه چې بلشویکانو د اکتوبر په انقلاب کې واک ترلاسه کړ او د نوي کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې یې په ۱۹۱۷ زکال کې یوګوندي دولت رامنځته کړ، ستالین د ګوند د واکمنې سیاسي کمیټې غړی شو. ده په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو له څار سربېره د روس په کورنۍ جګړه کې د خدمت کولو له امله په ۱۹۲۴ زکال کې د لینېن له مړینې وروسته د هېواد مشري پر غاړه واخیسته. د ستالین تر واکمنۍ لاندې، په هېواد کې سوسیالېزم د کمونېست ګوند د باورونو اصل وګرځېد. د هغه د پنځه کلن کاري پلان له مخې چې د هغه د واکمنۍ پر مهال پلی شو هېواد د زیاتو کرنیزو تولیداتو او چټک صنعتي کېدو شاهد و؛ همدارنګه یې رهبري کېدونی اقتصاد رامنځته کړ. دغه چاره د خوراکي توکو په تولید کې د شدید اخلال لامل وګرځېده چې د قزاقستان د لوی ترور او د اوکراین د هولډومور قحطۍ په ګډون یې د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ زکال له قحطي سره مرسته وکړه.
ستالین له هېواده بهر مارکسېزم – لینېنېزم د کمونیست انټرنشنل له لارې ترویج کړ او د ۱۹۳۰ مې لسیزې په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول د هسپانیې د کورنۍ جګړې پر مهال له اروپايي فاشیست ضد خوځښتونو کلک ملاتړ وکړ. په ۱۹۳۹ ز کال کې د هغه رژیم له نازي جرمني سره د جګړې نه کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له امله یې شوروي اتحاد پر پولنډ برید وکړ. جرمني دغه هوکړه په ۱۹۴۱ زکال کې په شوروي اتحاد باندې په برید کولو سره تر پښو لاندې کړه. د لومړنیو ماتو سربېره، د شوروي سره پوځ وکولای شول د جرمني د بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او په ۱۹۴۵ زکال کې برلېن ونیسي؛ په دې سره یې په اروپا کې دویمې نړیوالې جګړې ته پای ټکی کېښود. د جګړې پر مهال شوروي اتحاد؛ بالتیک هېوادونه، بسارابیا او شمالی بوکووینا ځان ته الحاق او ورپسې یې په مرکزي او ختیځه اروپا او همدارنګه د ختیځې اسیا په یو شمېر برخو کې خپل متحد دولتونه رامنځته کړل. شوروي اتحاد او متحده ایالات د نړیوالو قدرتونو په توګه راڅرګند شول او د سړې جګړې په نامه د ترینګلتیاوو دوره پیل شوه. ستالین له جګړې وروسته د شوروي اتحاد د بیارغونې او په ۱۹۴۹ زکال کې د اټومي بم د پراختیا چارې کنټرول کړې. په دغو کلونو کې شوروي یوه لویه قحطي تجربه او یو یهودیت ضد کمپاین ترسره کړ چې د ډاکټرانو په توطئې اوج ته ورسېد. په ۱۹۵۳ زکال کې د ستالین له مړینې وروسته بالاخره نیکیتا خرشچوف د هغه ځای ناستی شو، هغه ډېر ژر د ستالین حکومتولي وغندله او په شوروي ټولنه کې یې د ستالیني پالیسیو په له منځه وړو پیل وکړ.
ستالین چې د ۲۰ مې پېړۍ د پام وړ مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېږي، په مارکسېست – لینېنېست نړیوال خوځښت کې یې د خپل رول له امله شخصیتي ځایګی وموند چې له امله یې د سوسیالېزم او کارګري طبقې د اتل په توګه بلل کېږي. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو راوروسته ستالین په روسیې او ګرجستان کې د جګړې د یو بریالي مشر په توګه چې وه یې کولای شول د نړیوال ځواک په توګه د شوروي اتحاد د جمهوریتونو ځایګی تثبیت کړي؛ خپل محبوبیت وساته. ورته مهال د هغه استبدادي رژیم په پراخه کچه په ټولیزو ځپونکو چارو، قومي تصفیې، پراخه سانسور، په زیاته کچه تبعید او په سلګونو زره اعدامونو کې د لاس لرلو او همدارنګه د قحطۍ پر مهال د میلیونونو کسانو د مړینې له امله غندل کېږي.