![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/6a/WytheGeorge.jpg/640px-WytheGeorge.jpg&w=640&q=50)
جورج وایت
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج وایت (۳ ډسمبر ۱۷۲۶ – ۸ جون ۱۸۰۶ زکال) د حقوقو لومړنی امریکايي پروفیسور، پام وړ کلاسیک څېړونکی، د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو پلرونو او همدارنګه د ویرجینیا قاضي و. وایت له لومړنیو هغو اوو کسانو څخه و چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړه او په قاره یي کانګرس او همدارنګه د فلادلیفیا په کنوانسیون کې د ویرجنیا استازی و. هغه د یاد کنوانسیون په هغه کمېټه کې خدمت وکړ چې د کنوانسیون قوانین او مقرارت یې جوړ کړل. نوموړي د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لاسلیک کولو وړاندې کنوانسیون پرېښود څو د خپلې ښځې پالنې وکړي چې د مړینې په حال کې وه. نوموړی د متحده ایالاتو د اساسي قانون د تصویب په موخه د ویرجینیا کنوانسیون ته وټاکل شو او مرسته یې وکړه چې د هغه د زېږېدنې د ایالت له خوا د اساسي قانون تصویب ته لار برابره کړي. وایت د توماس جفرسون، جان مارشال، هنری کلې او نورو هغو کسانو چې وروسته د متحده ایالاتو مشران شول؛ ښوونکی و او هغوی یې روزلي و. [9]
جورج وایت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷۲۶[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 8 جون 1806 (79–80 کاله)[3][4][5][8] ![]() |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قانونپوه ، قاضي ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
وایت چې د ویرجنیا د کرنیزو ځمکو لرونکې بډایه کورنۍ کې وزېږېد؛ وروسته له هغه چې له خپل تره سره یې زده کړې وکړې د ویرجینیا په ویلیامزبورګ کې یې حقوقي کار ځانته جوړ کړ. نوموړی په ۱۷۵۴ زکال کې د بورګیسیس جرګې غړی شو او د سورپوستو او فرانسویانو ترمنځ د جګړې پر مهال یې د دفاعي لګښتونو د نظارت په برخه کې مرسته وکړه. نوموړي د ۱۷۶۵ زکال له سټمپ قانون (Stamp Act) او همدارنګه په دیارلسو مستعمراتو باندې د بریتانیا له خوا د وضع شوو مالیاتو سره مخالفت وکړ. نوموړی همدارنګه په ۱۷۷۶ زکال کې د ویرجینیا د اساسي قانون د کنوانسیون غړی و او د ویرجینیا د بیرغ او مهر په طراحي کې یې مرسته وکړه. وایت د خپل ژوند ډېر مهال د قاضي په توګه کار وکړ په پیل کې د سولې قاضي و او بیا یې د ویرجینیا په محکمه کې خدمت وکړ. له دې سربېره نوموړی په ویلیام او مري کالج (College of William & Mary) کې د حقوقو مخکښ استاد و او څو تکړه کار زده کوونکي یې له ځان سره استخدام کړل. هغه تر ډېره جفرسون ته نږدې و او خپل د خوښې وړ کتابونه یې په خپل وصیت کې جفرسون ته پرېښودل. وایت د خپل عمر په وروستیو کې په مخ پر زیاتېدونې بڼه له غلامۍ څخه رنځېده او له خپلې مړینې وړاندې یې خپل څلور غلامان آزاد کړل. په ۱۸۰۶ زکال کې د وایت له مړینې وروسته، د هغه د ورور لمسی د هغه د مړینې په تور محاکمه شو خو برائت یې ترلاسه کړ.