جوآن کولینز
From Wikipedia, the free encyclopedia
مېرمن جوآن هنریتا کولینز (زوکړه: د ۱۹۳۳ زکال د می ۲۳ مه) انګلیسي هنرمنده، لیکواله او کالم لیکونکې ده. کولینز ګڼ شمېر جایزې لکه د ګولډن ګلوب جایزه (Golden Globe Award)، د خلکو د انتخاب جایزه (People's Choice Award) او دوه سوپ اوپرا ډایجېسټ جایزې (Soap Opera Digest Awards) ګټلې؛ سربېره پر دې د پرایم ټایم ایمي جایزې لپاره نومانده شوې. په ۱۹۸۳ زکال کې د هالیوډ د مشاهیرو په پیاده روي (Hollywood Walk of Fame) کې ورته یو ستوری ورکړل شو. نوموړې د خپلو بشردوستانه په ځانګړې توګه د ماشومانو په برخه کې د فعالیتونو له امله پېژندل کېږي چې ګڼ شمېر ویاوړنه یې د هغو له امله ترلاسه کړي دي. په ۲۰۱۵ زکال کې ملکې دویمې الیزابت هغې ته د خپلو مرستندویه چارو له امله د مېرمنې (Dame) لقب ورکړ.
جوآن کولینز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | لندن |
استوګنځای | لندن |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
کولینز د لندن په پاډینګټون کې وزیږېده او د نوې ځوانۍ پر مهال یې د ډراماتیکو هنرونو په سلطنتي اکاډمۍ کې د لوبغاړې په توګه زده کړې وکړې. نوموړې په ۱۷ کلنۍ کې له رنک بنسټ (The Rank Organisation) سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې نوموړې په وروستي قضاوت (Judgment Deferred) نومي فلم (۱۹۵۲ زکال) کې له بشپړ رول لرلو وړاندې؛ د آغلې ګوېډا بیا سیالي کوي (Lady Godiva Rides Again؛ ۱۹۵۱ زکال) او ښځینه ملایکې (The Woman's Angle؛ ۱۹۵۲ زکال) په نومونو باندې بریتانوي فلمونو کې ډېره لږ ونډه لرله. کولینز په ۱۹۵۵ زکال کې د شلمې پېړۍ د فاکس (20th Century Fox) په نامه فلم جوړونکي شرکت سره قرارداد وکړ او په همدغه کال کې یې د اېولین نسبیت په توګه په سرې قالینې باندې د نجلۍ (The Girl in the Red Velvet Swing) په نوم فلم، د الیزابت رالي په توګه د باکرې ملکې (The Virgin Queen) په نوم فلم او همدارنګه یې د شهزادګۍ نیلیفر په توګه د فرعونانو د ځمکې (Land of the Pharaohs) په نامه فلم کې رول ولوباوه چې وروستني فلم یې فرقه یي پیروان ځانته را جلب کړل. کولینز د ۱۹۵۰ مې لسیزې په وروستیو کې خپل سینمايي رول ته دوام ورکړ او د مخالف جنس (The Opposite Sex؛ ۱۹۵۶ زکال)، سمندریزې ښځې (Sea Wife؛ ۱۹۵۷ زکال) او سرګردان بس (The Wayward Bus؛ ۱۹۵۷ زکال) په نامه فلمونو کې یې کار وکړ. نوموړې د ایستر او پاچا (Esther and the King؛۱۹۶۰ زکال) په نامه حماسي فلم کې له کار کولو وروسته په خپله غوښتنه له فاکس کمپنۍ سره خپل قرارداد ختم کړ.
کولینز په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یوازې په څو سینمايي رولونو په ځانګړې توګه؛ هانګ کانګ ته د سړک (The Road to Hong Kong؛ ۱۹۶۲ زکال)، د خبردارۍ ډز (Warning Shot؛ ۱۹۶۷ زکال) او راپرځېدو (Subterfuge؛ ۱۹۶۸ زکال) په نامه فلمونو کې راڅرګنده شوه. کولنیز بیاځلي د ۱۹۷۰ مې لسیزې پر مهال په بریتانیا کې سیمه ئیز رول لوبولو ته مخه کړه چې د انتقام (Revenge؛ ۱۹۷۱ زکال)، د مینې هڅه (Quest for Love؛ ۱۹۷۱ زکال)، د خاموشې خونې کیسې (Tales from the Crypt؛ ۱۹۷۲ زکال)، په شپه کې وېره (Fear in the Night؛ ۱۹۷۲ زکال)، تیاره ځایونه (Dark Places؛ ۱۹۷۳ زکال)، د جنون د شاهدې کیسې (Tales That Witness Madness؛ ۱۹۷۳ زکال)، د مېږیانو سترواکي (Empire of the Ants؛ ۱۹۷۷ زکال) چې له امله یې د ساترون جایزې ته هم نومانده شوه، میخ (The Stud، ۱۹۷۸ زکال)، صفر تر شپېتو (Zero to Sixty؛ ۱۹۷۸ زکال)، د کرکسانو لپاره لوبه (Game for Vultures؛ ۱۹۷۹ زکال) او حرامي (The Bitch؛ ۱۹۷۹ زکال) په نومونو فلمونو کې راڅرګنده شوه. نوموړې له ۱۹۸۱ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د الکسېز کولبې په مستعار نوم د ډینسټي په نامه اوپرا سریال کې کار وکړ چې له امله یې په نړیوالې لوبغاړې واوښته. هغې د فلمونو د منتقدینو ستاینه هم له ځان سره لرله چې له امله یې نوموړې په ۱۹۸۲زکال کې په تلویزیون ډرام یا سریال کې د غوره ښځینې لوبغاړې د ګولډن ګلوب جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه په ۱۹۸۴ زکال کې په ډرام سریال کې د مخکښې ښځینه لوبغاړې پرایم ټایم ایمي جایزې ته نومانده شوه.
په ۱۹۹۰ مه او ۲۰۰۰ مه لسیزه کې نوموړې د فلمي رول لوبولو په برخه کې پرله پسې کار ونکړ. هغې په ډېرو لږو فلمونو کې کار وکړ چې تر ټولو پام وړ یې د الیزابت ټایلور، ډبي رینولډز او شرلی مک لېن په خوا کې په The Flintstones in Viva Rock Vegas (۲۰۰۰ زکال) او These Old Broads (۲۰۰۱ زکال) فلمونو کې رول لوبول و. نوموړې په ۲۰۱۰ مه لسیزه کې بیاځلي تلویزیوني چارو ته مخه کړه او د خوشاله طلاق شوو (Happily Divorced؛ ۲۰۱۱- ۲۰۱۳ زکال) او سلطنتي کورنۍ (The Royals؛ ۲۰۱۴- ۲۰۱۸ زکال) په نامه سریالونو کې اصلي او همدارنګه یې په بېنډورم (Benidorm؛ ۲۰۱۴ – ۲۰۱۷ زکال) او امریکایي ویرونکې کیسي: آخر زمان (American Horror Story: Apocalypse؛ ۲۰۱۸ زکال) کې تکراري رول درلود. په فلمونو کې د نوموړې لومړی اصلي رول په ۱۹۸۰مه لسیزه کې په The Time of Their Lives نومي فلم (۲۰۱۷ زکال) کې و او همدارنګه په نورو بېلابېلو مختلفو فلمونو کې راڅرګنده شوه چې د ګیري (Gerry؛ ۲۰۱۸ زکال) فلم هم په کې شاملېږي.