![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3b/John_Wilkes_Booth-portrait.jpg/640px-John_Wilkes_Booth-portrait.jpg&w=640&q=50)
جان ویلکس بوث
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان ویلکس بوث (د ۱۸۳۸ز کال د می له ۱۰مې- د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل تر ۲۶مې) د تیاتر امریکایي لوبغاړی و، چې د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل په ۱۴مه یې په واشنګټن ډي سي کې، په فورډ تیاتر کې د امریکا ولسمشر ابراهام لینکلن وواژه. هغه د ۱۹مې پېړۍ د غوره تیاتري کورنۍ غړی و، بوث له مریلنډ نه و او نامتو لوبغاړی و، چې د کنفدراسیون پلوی هم و. هغه ولسمشر لینکلن په امریکا کې د وروستۍ غلامۍ د لغوه کولو لپاره وغانده او خواشیني یې څرګنده کړه. [9]
جان ویلکس بوث | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۰ مې ۱۸۳۸[1][2][3] |
مړینه | 26 اپرېل 1865 (27 کاله)[1][2][3][4][5] ![]() |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | لوبگر [6]، ليکوال ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [7] ![]() |
د کړنې څانګه | لوبگري [8]، وژنه (ترور کول) [8] ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
په اصل کې، بوث او کوچنۍ ډلې یې د لینکلن د تښتولو توطیه جوړه کړې وه ترڅو د کنفډراسیون له هیلې سره مرسته وکړي. هغوی وروسته پرېکړه وکړه، چې هغه او د ولسمشر مرستیال اندرو جانسون او د بهرنیو چارو وزیر ویلیم ایچ سوارډ ووژني. که څه د شمالي ویرجینیا پوځ د جنرال رابرت ای لي په قوماندې سره څلور ورځې مخکې د اتحادیې پوځ ته تسلیم شوی و، خو بوث باوري و، چې کورنۍ جګړه نا حل شوې پاتې؛ ځکه چې د جنرال جوزف ای جانستون د کنفډراسیون پوځ جګړې ته دوام ورکوي. [10]
بوث یوځل د ولسمشر لینکلن پر شا ډزې وکړې. بل سهار د لینکلن د مرګ ورځ وه او له دې سره د بوث سازش هم بشپړ شو. سوارډ کلک ټپي شوی و، خو بېرته جوړ شو په داسې حال کې، چې د ولسمشر پر مرستیال جانسون هېڅ برید ونه شو. بوث پر آس سویلي مریلنډ ته وتښتېد. دولس ورځې وروسته یې د شمالي ویرجینیا په کلیوالي فارم کې په یوه ګودام کې ونیو. ډیویډ هرولډ، چې د بوث ملګری و، تسلیم شو، خو بوث ځنډ وکړ. تر هغه وروسته، چې چارواکو ګودام ته اور واچاوه؛ نو د اتحادیې سرتېري بوستون کوربت د هغه پر غاړه وژونکې ډزې وکړې. هغه فلج شو او څو ساعته وروسته ومړ. اته توطیه جوړونکي محکوم شول او له دې شمېره څلور یې ډېر ژر په دار وځړول شول.