جان مویر
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان مویر (زوکړه: د ۱۸۳۸ زکال د اپرېل ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۱۴ زکال د ډسمبر ۲۴مه) چې «دغرونو د جان» او «د ملي پارکونو د پلار» په توګه هم پېژندل کېږي سکاټلنډي الاصله امریکايي طبیعت پوه، لیکوال، د چاپیریالي موضوعاتو فیلسوف، بوټي پېژندونکی، ژوي پېژندونکی، د طبیعي یخچالونو پېژندونکی او په متحده ایالاتو کې د شاړو ځمکو د ساتنې لومړنی مدافع و. [12][13][14][15][16]
جان مویر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۱ اپرېل ۱۸۳۸[1][2][3][4][5][6][7][8] |
مړینه | 24 ډيسمبر 1914 (76 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8] ![]() لاس انجلس ![]() |
د مړینې لامل | سینه بغل ![]() |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ځمکپېژندونکی ، ليکوال [9]، فیلسوف ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [10][11] ![]() |
د کړنې څانګه | چاپېريال ساتنه ، ځمکپېژندنه ، چاپېريالپوهنه ![]() |
خوځښت | چاپېريال پالنه ![]() |
د لوبې هيواد | ![]() ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
د هغه لیکونه، مقالې او کتابونه چې په طبیعت په ځانګړې توګه په سیرا نوادا کې د هغه ماجرایي چارې توصیف کوي، په میلیونونو کسانو لوستي دي. د هغه چارو د یوسمیتي درې او د سکویا د ملي پارک په ساتنه کې مرسته وکړه او د هغه وړاندې کړو بېلګو د ګڼ شمېر نورو شاړو سیمو د ساتنې په برخه که الهام بخښونکی رول لوبولی دی. د سیرا کلب په نامه بنسټ چې نوموړی یې یو له بنسټګرو څخه دی، په متحده ایالاتو کې د چاپېریال ساتنې یو له مخکښو بنسټونو څخه دی. مویر د خپل ژوند په وروستیو کې خپل زیات وخت د لویدیځو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړی کړ. په ملي پارک باندې د یوسمیتي د اړولو د مبارزې د برخې په توګه مویر د شاړو ځمکو د ساتنې اړوند خپلې دوه اغېزمنې مقالې په سینچري مجله کې خپرې کړې؛ دغه دوه مقالې د یوسمیتي د خزانو (The Treasures of the Yosemite) او د یوسمیتي د وړاندیز شوي ملي پارک د ځانګړنو (Features of the Proposed Yosemite National Park) تر عنوان لاندې وې. دغو مقالو د متحده ایالاتو په کانګرس باندې په فشار راوړو مرسته وکړه چې کانګرس په ۱۸۹۰ زکال کې د یوسمیتي ملي پارک د جوړولو په موخه لایحه تصویب کړي. د هغه په لیکنو کې بیان شوی معنوي کیفیت او د طبیعت اړونده علاقه لامل وګرځېده چې د ولسمشرانو او د کانګرس د غړو په ګډون یې ټول لوستونکي وهڅول څو د لویو طبیعي سیمو په خوندي ساتلو کې ګام واخلي. [17][18]
جان مویر «امریکایانو او سکاټلنډیانو ته د الهام بخښونکي» په توګه په پام کې نیول کېږي. د مویر ژوند لیک لیکونکی سټیون جي. هولمز باوري دی چې مویر هم له سیاسي او هم له تفریحي پلوه «د شلمې پېړۍ پر مهال په امریکا کې د ژوندانه چاپېریال ته د اړوندو چارو یو له ملاتړ کوونکو فرښتو څخه و». له همدې امله د هغه لیکنې په کتابونو او مجلو کې د بحث موضوع جوړوي او د آنسل آدامز په څېر د طبیعت ډیری انځور اخیستونکي له هغه څخه نقل قول کوي. [19][20][21]
مویر د یو ایکولوژیکي متفکر، سیاسي ویاند او چاپېریالي ملاتړي په توګه پېژندل کېږي، چې لیکنې یې د طبیعت په برخه کې د ډیری وګړو لپاره د شخصي لارښود په توګه ګرځېدلې او له امله یې د معاصر چاپیریالي درک په برخه کې نوم نږدې هر چېرې شتون لري. د لیکوال ویلیام اندرسون په خبره مویر «له ځمکې سره زموږ د یو موټي توب بنسټیزه» نمونه ده، په داسې حال کې چې ژوند لیک لیکونکی ډونالډ ورسټر وايي چې هغه باوری و ماموریت یې «بشپړې ماده پالنې ته له تسلیمۍ څخه د امریکايي ارواه ژغورنه» ده. د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په ۲۱مه د لومړي ځل لپاره د جان مویر کالیزه په سکاټلنډ کې ولمانځل شوه، چې دا د هغه د زیږون ۱۷۵مه کالیزه وه او په دغه لمانځغونډه کې د ژوندانه د چاپیریال دغه ساتونکي ته درناوی وشو. [22][23]