![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8e/Tony_Blair_2010_%2528cropped%2529.jpg/640px-Tony_Blair_2010_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
توني بلیر
From Wikipedia, the free encyclopedia
انتوني چارلس لینتن بلیر (د ۱۹۵۳ز کال د مې په ۶ مه نېټه زېږېدلی) یو بریتانوی سیاستوال دی، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړه. له دندې نه تر استعفا وروسته، نوموړی د منځني ختیځ لپاره د څلوراړخیزې ډلې ځانګړی استازی و، چې یو دیپلوماتیک پست و، وټاکل شو او تر ۲۰۱۵ز کال پورې په کې پاتې شو. ه ۲۰۱۶ کال نه را په دې خوا، نوموړي د نړیوال بدلون د توني بلیر د بنسټ اجرایوي رئیس په توګه دنده تر سره کوي. د لومړي وزیر په توګه، د نوموړي ډېرو سیاستونو د "درېمې لارې" میانه روه سیاسي فلسفه وړاندې کوله. تر اوسه هغه د کارګر ګوند یوازینی ژوندی پخوانی مشر دی چې ګارګر ګوند ته یې په عمومي ټاکنو کې بریا ور په برخه کړه او د تاریخ په اوږدو کې یې له دوو مشرانو نه یو بلیر او بل هارولد ویلسن دي چې د درېو اکثریت حکومتونه په جوړولو بریالي شوي دي.
توني بلیر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر [1] (73 ) ![]() | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ مې ۱۹۹۷ – ۲۷ جون ۲۰۰۷ | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۶ مې ۱۹۵۳[2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13] ایدینبرګ [14][15] ![]() | ||||||
تابعیت | ![]() ![]() | ||||||
قد | 1.83 متر [16] ![]() | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال [17]، ډیپلوماټ ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [18][19] ![]() | ||||||
جايزې | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه ![]() | ||||||
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() | ||||||
![]() ![]() | |||||||
سمول ![]() |
بلیر په ادینبورګ کې وزېږېد او پلاریې لیو، یو مدافع وکیل او اکادمیسین و. د فیتس کالج په خصوصي ښوونځی کې له زدکړو وروسته، نوموړی د آکسفورد په سنت جان کالج کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې او مدافع وکیل شو. نوموړی د کارګر ګوند په سیاست کې ښکېل شو او په ۱۹۸۳ ز کال کې د سیجفیلد په استازیتوب پارلمان ته لاره وموندله. هغه د بریتانیې د سیاست منځ ته د ګوند له تګ سره مرسته وکړه ، په دې هڅه چې، له ګوند سره د واک ګټلو کې مرسته وکړي (ګوند له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په حکومت کې واک نه درلود). په ۱۹۸۸ ز کال کې نوموړی په پارلمان کې د ګوند مخ چوکي (اصلي چوکۍ) ته بریالی شو او په ۱۹۹۲ کال کې د سیوري په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر ونډه په غاړه درلوده. د ګوند د پخواني مشر جان سمیت له ناڅاپي مړینې وروسته، نوموړی په ۱۹۹۴ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر په ټاکل کېدو سره د اپوزیسیون مشر شو.
ګوند د بلیر تر مشرۍ لاندې د "نوي کارګر ګوند" اصطلاح کاروله او لامل یې دا و چې د کارګر له پخواني سیاست او د سوسیالیزم له دودیزې لیدلوري نه ځان لرې کړي. د کارګر د کیڼ اړخ په مخالفت سربېره، نوموړي څلورم بند لغو کړ، چې ګوند په رسمي توکه د اقتصاد ملي کولو ته ژمن و. په پایله کې یې په ګوند کې د سوداګرۍ د اتحادیې اغېز کمزوری کړ او آزاد بازار او اروپایی اتحادیې ته ژمن شو. د کارګر ګوند په خپل تاریخ کې په ۱۹۹۷ ز کال کې د عمومي ټاکنو تر ټولو لویه بریا ترلاسه کړه. بلیر د ۱۸۱۲ز کال نه را په دې خوا، د هېواد ترټولو ځوان مشر په توګه ګڼل کېږي او د ګوند په ریاست کې ترټولو اوږد مهاله مشر پاتې شوی دی. د نوموړي تر مشرۍ لاندې کارګر ګوند، دوې نورې عمومي ټاکنې وګټلې چې یوه په ۲۰۰۱ ز کال کې وه او بله یې یوه بله لویه بریا وه (که څه هم د ۱۹۱۸ ز کال راهیسې تر ټولو په ټیټه کچه رایه وکارول شوه) او بله یې په ۲۰۰۵ ز کال کې وه، چې یې په ډېر کم اکثریت وګټله. هغه د لومړي وزیراو د کارګر ګوند د مشری له دندې نه په ۲۰۰۷ ز کال کې استعفا ورکړه او ګوردن براون، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه د خزانې وزیر و، د هغه ځای ناستی شو. د بلیر او براون تر منځ پرېشانه اړیکې، د ۱۹۹۴ز کال راهیسې د ډېرې لانجې او اندېښنې موضوع وه.
د بلیر د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون اصلاحات وضع شول، د اعیانو مجلس نه یې ډېر مېراثي غړي لرې کړل، په همدې وخت کې یې د انګلستان ستره محکمه هم را منځ ته کړه او د قاضي القضات په واک کې یې سمونونه راوړل (چې د قضايي قوې واکونه له مقننه او اجرائیوي قواوو نه جلا کړل). د هغه حکومت داسې ټول پوښتنې په لاره واچولې، چې په کې سکاتلندي او ویلزي رایه ورکونکو د لېږدولو شوې واکمنې ادارې په ګټه رایه ورکړه او د سکاتلند پارلمان او ویلز مجلس رامنځته کېدو ته یې په ۱۹۹۹ز کال کې لاره هواره کړه. نوموړي د غوره ټولیز(جمعې) تړون په هوکړه کې هم ونډه درلوده. د نوموړي د ریاست موده د پر له پسې اقتصادي ودې په دوره کې ترسره شوه، خو دا وده د لوی پور په کچه پورې تړلې وه.
د نوموړي حکومت، د انګلستان بانک ته په ۱۹۹۷ ز کال کې واک ورکړ، چې د سود بیه په خپلواکه توګه وټاکي او وروسته یې په ځانګړې توګه د روغتیا پاملرنې او د زده کړې په برخه کې د عامه لګښتونو په ډېر زیاتوالي څارنه وکړه. نوموړي د دود له تنوع نه ملاتړ وکړ،چې له امله یې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۷ ز کلونو ترمنځ په کډوالۍ کې د پام وړ زیاتوالی را منځ ته شو، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې حکومت یې په ۲۰۰۴ز کال کې د اروپايي اتحادیې د نوو غړو هېوادونو نه د کډوالۍ هرکلی وکړ. دې کار ارزانه او د انعطاف وړ کارګر ځواک عرضه کړ، خو د اروپایې ټولنې په اړه يې بدلید، په ځانګړې توګه د هغه د ګوند د ځینو اصلي رایه ورکوونکو ترمنځ پیاوړی کړ. د نوموړي نور ټولنیز سیاستونه ډېری پرمختګ غوښتونکي وو. نوموړي د ۱۹۹۸ ز کال د لږترلږه ملي مزد قانون، د ۱۹۹۸ز کال د بشري حقونو قانون او د ۲۰۰۰ ز کال د معلوماتو د آزادۍ قانون وړاندې کړل او په ۲۰۰۴ ز کال کې یې د همجنسبازانو جوړو ته اجازه ورکړه چې، په مدني ګډون کې ونډه واخلي، خو "د جرم په وړاندې، د جرم د لاملونو په وړاندې" نوموړي ځان سخت درېځه وښود او د جرمونو په کچه کې د بدلون په اړه په متضادو شواهدو سربېره، د بند د زیاتوالي کچه او د ټولنې د ضد چلند له نوي قانون نه څارنه وکړه.
بلیر په کوسوو (۱۹۹۹ ز) او سیرا لیون (۲۰۰۰) کې د بریتانیا له لاس وهنې نه څارنه کوله چې دې لاس وهنو بریالۍ پایلې درلودې. هغه د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې په اوږدو کې د جورج ډبلیو بوش د ادارې د بهرني سیاست ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د بریتانیا وسله والو ځواکونه به د ۲۰۰۱ ز کال د افغانستان په جگړه او د ۲۰۰۳ ز کال د عراق په ډېر لانجمن یرغل کې برخه اخلي. بلیر استدلال وکړ چې، د صدام حسین رژیم د ډله ییزې ویجاړۍ وسلو (WMD) فعاله پروګرام درلود، خو په عراق کې هېڅکله د WMD زېرم او د WMD فعال پروګرامونه ونه موندل شول.
د بریتانوی وګړو تر منځ د عراق جګړه، په پر له پسې توګه بې شهرته شوه او نوموړی د مخالفینو او په ۲۰۱۶ ز کال کې د عراق د جګړې د څېړونکې ډلې له خوا د غیر عادلانه او غیر ضروري یرغل په توګه تر نیوکې لاندې راغی. کله چې د ۲۰۰۵ ز د جولای په ۷ نېټه یا ۷/۷ چاودنې وشوې، هغه په خپل دفتر کې و چې د ترهګرۍ ضد یو لړ قوانین یې معرفي کړل. د افغانستان او عراق د جګړو له امله د هغه میراث په لویه کچه جنجالي پاتې شوی دی. د ټاکنیزو بریاوو او اصلاحاتو سربېره، نوموړی له رسنیو سره د اړیکو، د اجرائیوي واکونو د مرکزي کولو او د ټولنیزو او اقتصادي سیاستونو د بېلګو له امله هم تر نیوکو لاندې دی.