![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b4/Prime_Minister_Sir_Keir_Starmer_election_infobox.jpg/640px-Prime_Minister_Sir_Keir_Starmer_election_infobox.jpg&w=640&q=50)
د برېتانیې لومړی وزیر
From Wikipedia, the free encyclopedia
د برېتانیې لومړی وزیر د برېتانیې د حکومت مشر دی. لومړی وزیر له شاهي امتیازاتو د کارولو په کچه کې واکمن ته مشوره ورکوي، د کابینې مشري کوي او خپل وزیران ټاکي. لکه څنګه چې اوسني لومړي وزیران د ولسي جرګې د باور لاسته راوړلو د وړتیا له مخې ریاست په لاس کې اخلي، دوی په پارلمان کې غړیتوب لري.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
---|
د صدارت یا لومړي وزیر چوکې د کوم موضوعه قانون یا اساسي قانون له خوا منځ ته نه ده راغلې، بلکې یوازې د پخواني پر له پسې کنوانسیون له مخې منځ ته راغلې ده، چې له مخې یې واکمن پاچا هغه احتمالي کس د لومړي وزیر په توګه ټاکي، چې د ولسي جرګې باور ترلاسه کړي، دا کس معمولا د سیاسي ګوند یا د ګوندونو د ائتلاف مشر وي، چې په جرګه کې ترټولو ډېرې چوکۍ لري. [1][2]
لومړی وزیر، د اداري دندې پر بنسټ د خزانې د کمېسیون مشر، د ملکي خدمتونو وزیر او د ملي امنیت مسؤل وزیر هم دی. په حقیقت کې، ځانګړي امتیازات، لکه: په ۱۰ داونینګ واټ کې هستوګنه، د خزانې د کمیسیون مشر د مقام په پار لومړي وزیرانو ته ورکول کېږي. د ټولنې لپاره د وزیر دفتر په ۲۰۱۹ ز کال کې جوړ شو، بوریس جانسن لومړی وزیر و چې دا لقب یې ترلاسه کړ. [3][4]