From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز ګوردون براون HonFRSE چې د ۱۹۵۱م کال د فېبرورۍ په ۲۰ زېږدلی یو بریتانوي سیاستوال دی چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه د بلر Blair)) په دولت کې د خزانه دارۍ د صدراعظم/لومړي وزیر په توګه له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې خدمت وکړ. بروان له ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې لومړی د ډون فېرملاین ایست (Dunfermline East) بیا د کېرکالډي (Kirkcaldy) او کوډېن بېث (Cowdenbeath) لپاره د پارلمان غړی (Mp) و. هغه د کارګر ګوند تر ټولو نوی سیاستوال او تر ټولو نوی سکاټلنډی سیاستوال دی چې د لومړي وزیر دنده پر غاړه لري.
ګوردون براون | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
تابعیت | برېتانيا | ||||||
قد | 1.81 متر [۱] | ||||||
روغتيايي څرنګوالی | د يوې سترګی لرونکي | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر (74 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۷ جون ۲۰۰۷ – ۱۱ مې ۲۰۱۰ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
کار ورکوونکی | ملگري ملتونه | ||||||
وېبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
د ډوکتورا فارغ بروان د اېډونبورګ (Edinburgh) په پوهنتون کې تاریخ لوستی، چې په ۱۹۷۲ کال کې په همدغه ځای کې رییس وټاکل شو. هغه خپلې لومړنۍ دندې په دوه بستونو کې هم د پوهنتون د استاد په توګه او هم د تلویزوني ژورنالېست په توګه ترسره کړې. هغه په ۱۹۸۳م کال کې د ختیځ ډون فېرملاین د استازي په توګه د بریتانیا د عوامو مجلس ته لار ومونده. هغه په ۱۹۸۹م کال کې د سیوري Shadow)) د سوداګرۍ د وزیر په توګه د شډو/ سیوري له کابینې سره یوځای شو او وروسته یې په ۱۹۹۲ کال کې د سیورې د خزانه دارۍ وزیر په توګه ارتقاع وکړه. د کاګر ګوند تر بریا وروسته په ۱۹۹۷م کال کې د مالیې وزیر شو او په مدرن تاریخ کې د تر ټولو اوږدمهال لپاره د یاد موقف لرونکی و.
د لومړي وزیر په توګه د براون د تصدۍ/واکمنۍ دوره د بریتانیا د پولي او مالي سیاستونو په جوړښت کې له لویو سمونو/اصلاحاتو سره پېژندل کېږي، چې د خزانهدارۍ د پراخ ځواک د پراخوالي له لارې یې د داخلي سیاست د لا پوښښ لپاره د نرخونو د تعینولو واک د انګلستان بانک ته ولېږدوه او د بانکي نظارت مسؤلیت یې د مالي خدماتو سازمان ته پرېښود. براون د بریتانیا په تاریخ کې د دوامدارې اقتصادي ودې د تر ټولو اوږدې دورې مشري وکړه. خو دا چاره په زیاتېدونکي ډول له مخ په زیاتېدونکو پورونو سره وتړل شوه او د ودې د ودې د دغې دورې یوه برخه په ۱۹۹۳ کې د پخواني محافظه کار دولت تر واک لاندې پیل شوه. هغه پنځه اقتصادي ازمویښتونه تشرېح کړل. په بریتانیا کې يې د یورو د پولي واحد د منلو پر وړاندې مقاومت وکړ. د هغه په لومړنۍ بودیجه کې د مالیاتو د مخکې له مخکې ورکړې تخفیف (ACT) لغوه کول، له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د بریتانیا د سرو زرو د زېرومو خرڅول او په نهایي/ وروستۍ بودیجه کې د مالیاتو د "پیل په نرخ" کې د لس سلنه مالیې له منځه وړل چې په ۱۹۹۹ کال کې يې پر شخصي عایداتو وضع کړې وه د هغه له لانجمنو اقداماتو څخه وو. په ۲۰۰۷ کال کې ټوني بلېیر Tony Blair)) د کارګر ګونډ د مشر او لومړي وزیر له موقف څخه استعفا وکړه او براون له هېڅ ډول مخالفت پرته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.[۲][۳][۴][۵][۶]
د براون دولت د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د بانکونو د خوندیتوب لپاره د نړیوال مالي کړکېچ په بهیر کې د ژغورنې کڅوړې/پکېجونه معرفي کړل چې په پایله کې د بریتانیا په ملي پورونو کې ناڅاپي زیاتوالی راغی. دولت د شمال راک (Northern Rock) او د سکاټلنډ د رویال بانک ډېره ونډه/اسهام ترلاسه کړل چې دواړه له مالي ستونزو سره مخ و او زیاته کچه پيسې یې نورو بانکونو لکه د لویډز بانکې ډلې (Lloyds Banking Group) ته چې په ۲۰۰۹ کال کې د HBOS (په انګلستان کې د بانکدارۍ او بیمې شرکت) د اخیستلو لارې د لویډز د TSB (په بریتانیا کې یو پرچون سوداګریز بانک) په واسطه جوړ شو د ننه/ترزیق کړې. په ۲۰۰۸م کال کې د بروان دولت په نړۍ کې د اقلیم د بدلون لومړنی قانون تصویب کړ او په ۲۰۱۰ کال کې يې د برابرۍ/مساواتو قانون معرفي کړ. د بروان تر لومړي وزیر کېدو وروسته د ټولپوښتنو له زیاتېدو سره سره په ۲۰۰۸ کال کې د کارګر ګوند محبوبیت د رکود له پیل سره راکم شو او په پایله کې د ۲۰۰۹ کال د اروپايي او سیمهییزو ټاکنو د کمزورو پایلو لامل شو. د ۲۰۱۰ م کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند ۹۱ څوکۍ له لاسه ورکړې چې د ۱۹۳۱ کال راهیسې په واحدو عمومي ټاکنو کې دا د څوکيو له لاسه ورکولو تر ټولو لوی شمېر و. په پایله کې یو معلق پارلمان رامنځته شو چې په هغه کې محافظه کاران تر ټولو لوی ګوند و. د محافظه کار ګوند له خوا د دیموکراتانو له لېبرال سره د اتلافي دولت تر رامنځته کولو وروسته ډېوېډ کامرون د بروان پر ځای د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. څه موده پس براون په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په بهیر کې د اتحادیې د خوندیتوب لپاره په ټاکنیزو مبارزاتو کې ممتاز رول ولوباوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
براون د سکاټلنډ په ګېفنګ، رینفریوشایر (Giffnock, Renfrewshire) کې په اوچرډ مټرنیټي نرسېنګ هوم (Orchard Maternity Nursing Home) کې زېږېدلی. پلار یې جان اېبینزر براون / John Ebenezer Brown (۱۹۱۴-۱۹۹۸) د سکاټلنډ د کلیسا وزیر و چې پر براون یې پیاوړی اغېز درلود. مور یې جیسي الزابېت بانټي براون / Jessie Elizabeth "Bunty" Brown (کورنی نوم یې سوټر، ۱۹۱۸-۲۰۰۴) د جان سوټر(John Souter) لور وه، چې د لرګیو سوداګر و. کله چې ګورډون درې کلن و کورنۍ يې کرکالډي ته کډه شوه، چې هغه مهال له ادینبورګ څخه په ټول فرث فورټ (Firth of Forth from Edinburgh) کې د فیف (Fife) تر ټولو لوی ښار و. براون په کور کې د خپل مشر ورور جان او کوچني ورور اېنډرو براون (Andrew Brown) سره یوځای لوی شو. له همدې امله هغه په کور کې د «د منس د زوی » په نوم چې یوه سکاټلنډي اصطلاح ده یادېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
براون خپلې لومړنۍ زده کړې د کرکالډي په ابتدایه ښوونځي کې بشړې کړې، چېرته چې هغه د چټک تجربوي جریان ښوونیز پرګرام ته وټاکل شو، چې هغه ته یې د کرکالډي تر عالي لېسې دوه کاله مخکې په بېلابېلو ټولګیو کې د هاټهوز/hothouse (د ماشومانو لپاره یو ښوونیزسیستم، چې د ماشوم د ذهن د تحریک په موخه د یوې موضوع شدیده مطالعه په کې شاملېږي) اکادمیکې زده کړې ورکولې. په ۱۶ کلنۍ کې هغه ولیکل چې د ځوانانو پر ژوند له دغه مزخرف ازمويښت څخه زړه توری او بېزاره دی. [۲۱][۲۲]
هغه په ۱۶ کلنۍ کې د اېډېنبورګ پوهنتون له خوا د تاریخ په څانګه کې ومنل شو. په خپل پخواني ښوونځي کې يې د راګبای (rugby) د پای لوبې په بهیر کې په سر ضربه ولیده او د شبکیې/ ریتینول له بېل والي سره مخ شو. دا پېښه د دې لامل شوه چې نوموړی د څوګونو جراحي عملیاتونو او درملنو سره سره چې په اونیو په تیاره خونه کې پروت وپه چپه سترګه ړوند شي. وروسته په اېډنبورګ کې د تېنس لوبې پر مهال یې په ښۍ سترګه کې هم ورته نښو ته پام شو. براون د اېډنبورګ په سلطنتي روغتون کې تر ازمویښتي جراحي عملیات لاندې راغی او ښۍ سترګه یې د سترګو د یو ځوان جراح هېکتور چاولا (Hector Chawla) په واسطه وژغورل شوه. براون په ۱۹۷۲ کې د اېډنبورګ د تاریخ له څانګه څخه د ماسترۍ په کچه په عالي درجه فارغ شو. هغه دوام ورکړ تر څو د تاریخ په برخه کې خپله د دوکتورا درجه ترلاسه کړي چې لس کاله وروسته یې په ۱۹۸۲ کال کې د کارګر ګوند او په سکاټلنډ کې د سیاسي بدلون ۱۹۱۸ -۲۹ له سرلیک سره تر لاسه کړه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
بروان د خپلې ځوانۍ په درشل کې په اېډنبورګ پوهنتون کې له مارګاریتا سره چې د رومانیا ولیعهده شهزادګۍ وه په یوه عاشقانه اړیکه کې ښکېل شو، مارګاریتا په دې اړه وویل: "دا یوه ډېره کلکه رومنتیکه/ عاشقانه کیسه وه. ما هېڅکله له هغه سره مینه کول پرې نښول خو یوه ورځ هغه نور ښه نه ښکارېده دا سیاست، سیاست، سیاست و او ما پالنې ته اړتیا لرله." د هغو وختونو یو بې نومه ملګری چې د پاول روټ لېج (Paul Routledge) له خوا د بروان په ژوند لیک کې نقل شوی داسې یادوي: "هغه خوږه او د ښه خوی څښتنه وه او په ښکاره ډول د یو چا لپاره ښه مېرمن کېدی شوه. هغه سپینه وه، که څه هم د هغه په څېر نه وه، خو داسې برېښېده چې هغوی د یو بل لپاره جوړ شوي وو.[۲۹]
په ۱۹۷۲ کال کې هغه مهال چې لا زدکړیال و براون د اېډنبورګ پوهنتون رییس او د اېډنبورګ پوهنتون د محکمې جوړوونکی وټاکل شو او تر ۱۹۷۵ کال پورې یې د پوهنتون د رییس په توګه خدمت وکړ او همدارنګه یې د سکاټلنډ د رېډ پېپر سند (Red Paper) اېډټ کړ.[۳۰][۳۱]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.