![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b3/Great_Men_and_Famous_Women_Volume_1_-_Cyrus_the_Great.png/640px-Great_Men_and_Famous_Women_Volume_1_-_Cyrus_the_Great.png&w=640&q=50)
کوروش ۲
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پارس (( لرغوني افغانستان )) دويم کوروش (۶۰۰ – ۵۳۰ مخزېږديز) چې په عامه توګه د لوی کوروش په نوم پېژندل کېږي او يونانيان يې مشر کوروش بولي، د هخامنشي سترواکۍ بنسټګر و، کومه چې لومړۍ افغان پارسي سترواکي وه. د هغه د واکمنۍ پر مهال دې سترواکۍ د لرغوني نژدې ختیځ ټول پخواني مدنيتونه په خپله غېږ کې ونيول، ډېره پراخه شوه او په پايله کې يې د لويديځې اسيا او مرکزي اسیا ډېرې برخې ونيولې. په لويديځ کې د مديترانې بحيرې او «هليسپونيټ» څخه په ختيځ کې د سیند تر سيند پورې غځېدلې وه، دا سترواکي چې کوروش يې بنسټ اېښی و، د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو لويه سترواکي وه. د هغه د ځای ناستو پر مهال د هخامنشي سترواکۍ پراختيا د بالکان (ختيځه بلغاريا، پايونيا او ترکيه مقدونيه) له ځينو برخو او سويل ختيځې اروپا پورې په لويديځ کې او په ختيځ کې د سیند تر درې پورې غځېدلې وه.[2][3][2][4][5][6]
کوروش ۲ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۰۶۰۰ ق.م |
مړینه | کال 530 ق م ![]() سیر سیند ![]() |
هديره | د ستر کوروش آرامګاه [1] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
اولاد | کامبوجيه ۲ ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | لرغونې پاړسي ، ايلاميټ ![]() |
سمول ![]() |
د کوروش واکمنۍ تر نږدې دېرشو کلونو پورې دوام وکړ، د هغه د سترواکۍ جرړې هغه مهال پخې شوې، کله چې هغه «مادي» سترواکي ونيوله، له هغې وروسته يې «لیديا» سترواکي او بيا يې «نيو بابلي» سترواکي ونيوله. هغه د مرکزي اسيا پر لور هم لښکرې واستولې، په پايله کې يې سترې جګړې رامنځ ته شوې چې ويل کېږي ټول هېوادونه يې بې له استثنا څخه تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل. کوروش په مصر کې قدم کښېنښود او ادعا شوې چې هغه په ۵۳۰ مخزېږديز کې د سردريا سيند په اوږدو کې له «Massagetae» سره د جګړې پر مهال مړ شو، خو زينوفون ادعا کړې چې کوروش په جګړه کې نه دی مړ شوی او يو ځل بیا هخامنشي رسمي پلازمېنې «تخت جمشيد» ته راستون شوی و.د هغه زوی «دويم کمبوجيه» د هغه ځای ناستی شو، نوموړي وکولای شول د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال مصر، نوبيا او سيرنايکا ونيسي.[7][8][9][10]
کوروش له دې امله شهرت لري چې د نيولو سیمو د دودونو او مذهبونو درناوی يې کاوه. هغه د سترواکۍ په سرحدي سيمو د «پاسرګادي» په اداره کوونکو کې د مرکزي نظام په جوړولو کې پرېکنده و، کوم چې هم د واکمنو او هم د خلکو لپاره په اغېزناک ډول ګټور و. کله چې هغه د نيو بابلي سترواکي ونيوله، نو د بېرته راستنېدو يو فرمان يې صادر کړ، دا فرمان په استوانيي مهر تاييد شوی يو اعلان و، په کوم کې چې کوروش د اسرائيلو ځمکې ته د اسرائيلیانو د بېرته ستنيدو واک ورکړی او هغوی يې هڅولي وو، همدا فرمان په سپيڅلي کتاب بايبل کې تشرېح شوی دی او په دې ترتيب يې په يهودي مذهب ځکه تلپاتې اغېز پرېښی، چې هغه په دې سيمه د بابليانو واکمني پای ته ورسوله او يهوديانو ته يې اسانتيا برابره کړه چې صهيون ته بېرته راستانه شي. د عبري بابل د اشعيا ۴۵:۱ له مخې: خدای د دې موخې لپاره کوروش مسح کړ، ان تر دې چې د هغه يادونه د يو مسيحا په ډول هم شوې ده (مسح شوی، لاس پرې راکش شوی) کوروش په بابل کې يواځينی غېر يهودي څوک دی، چې په دې حيثيت يې ستاينه او درناوی کېږی.[11][12][13][14]
کوروش په بشري حقوقو، سیاست او پوځي تګلارو کې د لاسته راوړنو او تر څنګ يې په لوېديځو او ختيځو مدنيتونو د هغه د اغېزو له امله هم پېژندل کېږي. په لرغونې نړۍ کې هخامنشي اغېز ان تر «اتن» پورې هم ورسېد، چېرې چې د لوړې طبقې اتنيانو د پاريس د هخامنشي سترواکۍ د واکمنې طبقې د کلتور ځينې اړخونه د خپلو دودونو په توګه خپل کړل. د «پرسس» څخه راپورته شوی چې اټکلاً د اوسني ايران د فارس له ولايت سره سم دی، کوروش د اوسني ايران په ملي پېژندګلوي کې د پام وړ دنده تر سره کړې ده. د اوسنيو ايرانيانو په منځ کې هغه يو فرقه يي څېره ده او د هغه مزار د ميليونونو خلکو لپاره د درناوي ځای دی. د ۱۹۷۰ز لسيزې پر مهال، د ايران ورستي پاچا رضا شاه پهلوي، د کوروش مشهوره اعلاميه چې د کوروش په استوانه کيندل شوې، د بشري حقوقو تر ټولو لرغونې پېژندل شوې اعلاميه اعلان کړه او له هماغه وخته دا استوانه په دې ډول مشهوره شوې ده. ځينو لوېديځو تاريخ پوهانو په دې اند اعتراض کړی او ويلي يې دي چې د دې استوانې څخه ناسم پوهاوی شوی، بلکې هغه يوه دوديزه اعلاميه ده، کومه چې نوي پاچايان د خپلې واکمنۍ په پيل کې بيانوي.[15][16][17][18][19][20][21][22][23][24][25][26][27]