From Wikipedia, the free encyclopedia
کنکه لېږندويه انسفلايټس يا د کنکه بوونکی اېنسفلايټس (په انگرېزي: tick-borne encephalitis) د مرکزي عصبي نظام يو ويروسي انتاني ناروغي ده. دا ناروغي اکثراً د مېنېنجايټس، اېنسېفلايټس، مېنېنجواېنسفلايټس په توگه برسېرېږي. که څه هم چې دا ناروغي د عصبي بې نظميو په توگه پېژندل شوې، خو تبه هم د دې ناروغۍ سره پېښېږي. په دغې ناروغۍ اخته کسانو کې له ۱۰ - ۲۰ ٪ ناروغان اوږد مهاله يا تل پاتې نيوروسايکايټرېک علايم له ځانه ښيي.
په اکثرو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ پېښې مخ په ډېرېدو ښودل شوي.[1]
د کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس کوربانه ډېر دي، په دغو کوربنو کې شخوند وهونکي څاروي، مارغان، مږکان، غوښه خواره ژوي، اسونه او انسانان شامل دي. دا ناروغي له ژوو نه انسانانو ته هم لېږدول کېږي چې په داسې ژوو کې واښه خواره او سپيان د انسانانو د اخته کېدو اصلي سرچينې گڼل کېږي.[2]
د دې ناروغۍ ويروس د ماغزو تسپود يا انسفلايټس، د مېنېنجېز تسپود يا مننجايټس او يا هم د دواړو مېنېنجواېنسفلايټس تسپودونه رامېنځ ته کولای شي.[3] په عام ډول، د دغې ناروغۍ په سبب مړينه له ۱٪ نه تر ۲٪ پورې ده چې د نيورولوجيکو نښونښانو د راڅرگندېدو نه ۵ تر ۷ وروځو وروسته پېښېږي.
په سپيانو کې هم دا ناروغي د نيورولوجيکو بې نظميو او نورو نښانو تر څنگ د رېږدېدا، تشنج او مړينې په ډول څرگندېږي.[2]
په واښه خورو کې هم نيورولوجيکي علايم له ځانه ښيي او څاروي د خوراک نه پاتې کېږي، کمزوري ښکاري او د ساه اخيستلو ستونزې ورته پېښېږي.[2]
کله چې کنکه يو څاروی او يا هم انسان وچيچي نو د کنکې په ناړو سره يوځای زهرجن ماليکولونه د چيچلو ځای بې حسه کوي او انسان او څاروي د کنکې چيچل نه احساسوي. د همدغو ناړو سره کنکه خپل نېښ ژور په پوستکي کې خښ کړي او د وينې په زبېښلو پيل وکړي چې د نېښ لگولو سره سم د کنکې لخوا د کوربه بدن ته ويروس ورننوځي. کنکې په گڼ شمېر جنسونو او ډلبنديو کې موندل کېږی او هغه يې چې انتاني ناروغۍ بېښوي د اکسوډس ريسينس، اکسوډس سکاپولارس او اکسوډس پرسولکاټوس په نامه يادېږي،[4] دا انتان کله نا کله د ناروغې غوا د شيدو له لارې هم انسانانو ته ورځي.[سرچينه پکارده]
کنکه لېږندويه اېنسېفلايټس یا ټي بي اي ويروس د فلاوي ويريدې د کورنۍ د فلاوي ويروس د جنس يو غړی ويروس دی. دا ويروس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۷ ز. کال کې جلا شوی. د دې ويروس درې څېرمه ډولونه، اروپايي يا غربي کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس، سايبېريايي کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس، او د لرې ختيځ کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس (پخوا د روسي پسرلي دوبي اېنسفلايټس ويروس په نامه پېژندل کېده) دي.
هر کال په روسيې او اروپا کې نژدې 5,000-7,000 انسانان په دې ناروغۍ اخته کېږي.[1][5]
د کنکه لېږندويه ناروغيو په اړه پخواني شوروي اتحاد څېړنې کړي وې چې په دغو کې کنکه لېږندويه انسفلايټس هم شامل و.
د کنکه لېږندويه اېنسفلايټس يا ټي بي اي ويروس کېدای شي د سېرونېگېټيف سويې څېرمه ډول کې موجود وي. په داسې پېښو کې د ټي بي اي انتان نښه ښوونکي IFN-g کچه په سېرېبروسپينال مايع کې لوړه وموندل شي.[سرچينه پکارده]
د ماغزو په انساجو کې ډېر ځل د ويروس انټيجن موندل کېږي. د اېلايسا لابراتواري آزمويښتونو په مرسته، په سېرولوجيکي موندنو هم دغه ناروغي پېژندل کېږي.[2]
دا يوه ناعلاجه ناروغي ده، د دې ناروغۍ لپاره ځانگړې کومه درملنه نشته. د ماغزو د علايمو او ناروغيو په پېښو کې په روغتون کې درملنه ضروري ده او د ناروغۍ د شدت په وخت کې ملاتړې پالنې په پام کې نيول کېږي. د تسپود ضد درمل، لکه کورټيکوسټېرويډونه، به ځينو وختونو کې د علايمو نه د خلاصون په تکل کارېږي. د سا اخيستنې د ستونزو په وخت کې ټراکيل انټيوبېشن او مصنوعي ساه ورکولو لارې چارې په پام کې بايد ونيول شي، خو د دغه انتان ژغورنه د واکسین په مرسته شونې ده.
Prevention includes non-specific (tick-bite prevention, tick checks) and specific prophylaxis (vaccine, TBE immunoglobulin). Tick-borne encephalitis vaccine is very effective and available in some disease endemic areas.[6]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.