![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/c2/Portrait_of_a_Man%252C_Said_to_be_Christopher_Columbus.jpg/640px-Portrait_of_a_Man%252C_Said_to_be_Christopher_Columbus.jpg&w=640&q=50)
کریستوفر کولومبس
From Wikipedia, the free encyclopedia
کریسټوفر کولمبس د ۱۴۵۱ز کال د اګست ۲۵ مې او د اکتوبر ۳۱ مې تر منځ زېږیدلی او د ۱۵۰۶ز کال د مې میاشتې په ۲۰ مه نېټه ېې له دې نړۍ سترګې پټې کړي. نوموړی یو ایټالوی څېړونکی او بیړۍ چلوونکې و چې د اتلانتیک سمندر په اوږدو کې یې څلور سمندري سفرونه بشپړ کړل او په دی توګه یې په امریکا کې پراخې اروپایې سپړنې او استعمار ته لاره پرانیستله چې دا سفرونه ېې د هسپانیا د کاتولیکو پاچایانو له خوا تمویل کېدل.[19]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
اغېزمن شوی له |
Pierre d'Ailly (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
دنده |
عمومي معلومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
غړی د | |
دین |
مهمې پېښې |
---|
ډېری پوهان په دې نظر دي چې کولمبس د جینوا په جمهوریت کې زېږیدلې. هغه په ځوانۍ کې سمندر ته لاړ او په پراخه کچه یې تر شمال پورې د بریتانیا ټاپوګانو او تر سویل پورې چې اوس د ګانا په نامه یادیږې سفرونه وکړل. هغه د پرتګال له یو اشرافي میرمن فیلیپا مونیز پریسټریلو سره واده وکړاو څو کاله یې په لیزبون کې تیر کړه، خو وروسته یې معشوقه هم پیدا کړه. نوموړي له هرې ښځې نه یو زوی درلود. کولمبس یو خود اموخته فیلسوف، او په جغرافیه، ستورپوهنه او تاریخ کې ېې په پراخه کچه زده کړې کړې وې. د کولمبس د تلپاتې لابی کولو وروسته پاچایانو لکه کاتولیک پاچا، ملکه دویمه ایزابیلا او دویم فرډینانډ راضي شول چې لوېدیځ ته د هغه د سفرونو مسؤلیت په غاړه واخلي. کولمبس د ۱۴۹۲ز کال اګسټ میاشت کې کاستیل پریښود او د اکټوبر په ۱۲ نېټه د امریکا ځمکې ته ورسید. د هغه د کښته کیدو ځای بهاماس کې یو ټاپو و، چې اصلي اوسیدونکو یې د ګواناني په نامه یادوله. هغه وروسته له هغه ټاپوګانو نه لیدنه وکړه چې اوس د کیوبا او هسپانیولا په نامه پیژندل کیږي او اوسنې هایټي کې یې یوه مستعمره هم تاسیس کړه. کولمبس د ۱۴۹۳ز کال په لومړیو کې بیرته کاسټیل ته راستون شو، هغه یو شمیر نیول شوي بومي اوسیدونکي هم له ځان سره راوستل او په دې سره د هغه د سمندري سفرونو خبر په ټوله اروپا کې خپور شو.
کولمبس امریکا ته درې نورسمندری سفرونه وکړل چې په ۱۴۹۳ز کال کې یې لاندې انټیلیس، په ۱۴۹۸ز کال کې ټرینیډاډ او د جنوبي امریکا شمالي ساحل او په ۱۵۰۲ز کال کې د مرکزي امریکا ختیځ ساحل وپلټه. د یوه استعماري والي په توګه، کولمبس د هغه وخت د معاصرانو له خوا په وحشت تورن شو او ډیر ژر له خپلې دندې ګوښه کړای شو. د کاستیل له ولیعهد او په امریکا کې د هغه د ګمارل شوي استعماري مدیرانو سره د کولمبس کړکیچنې اړیکې د هغه د نیولو او په ۱۵۰۰ز کال کې له هسپانیولا نه د لرې کولو لامل شو.[20][21][22]