کامرون
From Wikipedia, the free encyclopedia
کامرون په لویدیځه افریقا کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یې د یایونده ښار دی.
کامرون | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 5.1333333333333°شمال 12.65°ختيځ / 5.1333333333333; 12.65 [1] |
کښتنۍ سيمه | بیافرا خلیج (0 متر ) |
پراخوالی | 475442 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | یایونده |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه [2]، انګليسي ژبه [2] |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱ جنوري ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 15 کلن ، 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 4 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | CM |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +237 |
یاد هیواد ۰۰۰'۷۹۵'۱۷ میلیونه وګړي او ۴۴۲'۴۷۵ کیلومتره مربع مساخت لري. د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک) او ولسمشر یې پاول بیا دی، په ۱ د جون ۱۹۶۰ له فرانسه او په ۱ د اکتوبر ۱۹۶۰ له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړي.
کامرون (کامېرون//ˌkæməˈruːn/ اورېدل )، په فرانسوي: Cameroun، په رسمي ډول د کامرون جمهوریت (فرانسوي: République du Cameroun)، د افریقا په لویدیځ-مرکز کې پروت هېواد دی. له لویديځ او شمال څخه له نایجیریا، په شمال ختيځ کې له چاد، په ختيځ کې د مرکزي افریقا له جمهوریت او په سویل کې له استوايي ګینې، ګابن او کانګو له جمهوریت سره ګاونډی دی. سمندري کرښه يې د بیافرا په خلیج، د ګینې خليج پر یوه برخه او د اطلس پر سمندر موقعیت لري. دا هېواد د افریقا د لویدیځ او مرکز پر تقاطع د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله ځینې وختونه د افریقا د غرب په نوم او ځینې وختونه د مرکزي افریقا په نوم یادیږي. نږدې ۲۵ میلیونه وګړي يې په ۲۵۰ لرغونو ژبو خبرې کوي. [5][6][7]
د دې خاورې لومړني اوسېدونکي د چاد سیند شاوخوا سایو تمدن خلک او په سویل ختیځو باراني ځنګلونو کې د باکا ښکاریان وو. پرتګالي کاشفان په ۱۵مه پېړۍ کې وچې ته ورسېدل او د سیمې نوم يې Rio dos Camarões (د [1]شرېمپ سیند) کېښود چې په انګلسي کامرون ته واوښت. په ۱۹مه پېړۍ کې فولاني سرتېرو په شمال کې د اداماوا امارت په شمال کې رامنځته کړ او د لویديځ او شمال لویديځ بېلابېلي قومي ډلې مشران او پیاوړې بنسټونه یې رامنځته کړل. کامرون په ۱۸۸۴ ز کال کې د المان مستعمره او په کامرون مشهور شو. له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د فرانسې او بریتانیا تر منځ د ملتونو د اتحادیې د فرمان په توګه ووېشل شو. د کامرون د خلکو د اتحادیې سیاسي ګوند (UPC) د خپلواکۍ مدافع و، خو په ۱۹۵۰ لسیزه کې د فرانسې له خوا ناقانونه اعلام شو، چې د خپلواکۍ غوښتنې د ملي بلوا لامل شو او د ۱۹۷۱ ز کال تر لومړیو پورې د فرانسوي پوځیانو او UPC تر منځ د جګړې لامل شو. په ۱۹۶۰ ز کال کې د فرانسې تر کنترول لاندې د کامرون برخه د کامرون د جمهوریت په نوم د احمدو اهېډجو په مشرۍ له فرانسې څخه جلا او خپلواکه شوه. د کامرون سویلې برخه چې د بریتانیا په واک کې وه له هغه سره متحده شوه تر څو د کامرون فېدرال جمهوریت رامنځته کړي. دا فېدراسیون په ۱۹۷۲ کال کې پرېښودل شو. دا هېواد په ۱۹۷۲زکال کې د کامرون د متحد جمهوریت او په ۱۹۸۴ کال کې د کامرون پر جمهوریت بدل شو. پاول بېیا له ۱۹۸۲ کال راهیسې د اېډجو تر استعفا وروسته د کامرون اوسنی ولسمشر دی. هغه مخکې په ۱۹۷۵ کال کې لومړی وزیر و. کامرون د یو واحد جمهوري ریاست په توګه اداره کېږي.
رسمي ژبې يې فرانسوي او انګلیسي دي، چې د پخواني فرانسوي کامرون او بریتانوي کامرون رسمي ژبې وې. له مذهبي اړخه یې نفوس تر ډېره عیسویان دي او د پام وړ اقلیت یې مسلمانان دي او نور د دودیزو بارونو/ مذهبونو پیروان دي. دې هېواد د انګرېز ژبو خاورو له خوا کړکېچونه تجربه کړي. چېرته چې سیاستوالو د ډېر تمرکز له لرې والي او ان له بېلوالي یا بشپړې خپلواکۍ ( لکه د سویلي کامرون ملي شورا) څخه دفاع کړې. په ۲۰۱۷ کال کې په انګلیسي ژبو قلمرونو/ خاورو کې د یو امبازونیایي ایالت د رامنځته کېدو پر سر علني جګړه پېښه شوه.
ګڼ شمېر کامرونیان د کروندګرو په توګه خپل ژوند مخته وړي. یاد هېواد د خپلې جیولوژیکي، ژبني او کلتوري تنوع له امله د "افریقا په میناتورۍ کې" په نوم یادېږي. له طبعي ځانګړنو څخه یې سیندغاړې، بېدیاوې، غرونه باراني ځنګلونه او ساوانا ( یو زرغون ایکوسیستم چې له ګڼو لویو ونو سره مشخصېږې) یادولی شو. تر ټولو هسکه څوکه یې په سویل لویدیځه سیمه کې د کامرون غر دی چې ۴۱۰۰ متره (۱۳۵۰۰ فوټه) لوړوالی لري. تر ټولو ګڼ نفوس لرونکي ښارونه یې په ویوري سیند کې د ډولا، د یاد ښار اقتصادي پلازمېنه او اصلي بندر یایونده، د هغه سیاسي پلازمېنه او ګاروا دي. کامرون د خپلې موسیقۍ د بومي سبکونو په ځانګړي ډول ماکوتسا او بېکوتسي او همدارنګه د فوټبال د بریالي ملي ټيم له امله مشهور دی. یاد هېواد د افریقا اتحاديې، ملګرو ملتونو، د فرانکفوني نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو مشترک المنافع ناپېيلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی.[8][9]